قنطره يوه عربي وېبپاڼه ده، چې ډېرې په زړه پورې مقالې خپروي، دلته هم نوموړې وېبپاڼې له يوه ديني عالم او كارپوه هاشم صالح (د مس مانو بنسټپالو ستونزې) په نامه د كتاب ليكونكي سره مركه كړې، چې ژباړه يې په لاندې ډول وړاندې كوو:
پوښتنه: ستاسې په اند بنسټپالي يانې څه؟
هاشم صالح: دا كلمه په ټوله نړۍ كې كارول كېږي او خلك يو
ول وچ مفهوم ترې اخلي، كله چې ووايو دا بنسټپال دى، مانا يې دا ده، چې دا سړى دين ته ړوند تعصب لري، د قرآني
يتونو بر خلاف يې دين سخت كړى او اساني يې ترې نيښتېځلې ده.
د ديني نصوصو حرفي مانا ټينګ نيول او په م
جازي توګه د هغوى نه تفسير كول بنسټپالي بلل كېږي او بنسټپالي دا ده چې شكل په جوهر باندې غالب شي.
د ساري
په توګه په امريكا كې بروتستاني مذهب له مقدس كتاب څخه حرفي مفهوم اخلي او دا نه مني، چې مجازي تفسير يې وكړي.
نو پدې اساس بنسټپالي د يو شي څخه حرفي او وچ مفهوم اخستل دي او بل دا چې اوسني ديني مفهوم ته كټ مټ د ډېرې
پخوانۍ زمانې په سترګه كتل دي.
دا په داسې حال كې چې ديني مفهوم وچ نه بلكې د هر ځاى او هرې زمانې لپاره د
، لازمه نه ده، چې دين ته په وچه او جامده بڼه وكتل شي. د بېلګې په ډول موږ اوس د علم او ساينس پدغه پر مختللې م
حله كې نه شو كولاى په ډېرو هغو شيانو باور ولرو، چې پخوانيو خلكو د علمي او طبيعي قوانينو برخلاف خرافات ب
ل.
موږ اوس ډېر څه د حقايقو په توګه منو، چې پخوا به خرافات بلل كېدل، ان په خپلو ديني نصوصو كې مو داسې څه زده
كړي او منلي، چې پخوا به مو ناسم بلل.
پوښتنه: تر كومې كچې بنسټپالۍ اسلامي نړۍ له
ستونزو سره مخ كړې ده؟
صالح هاشم: بنسټپالي يا له دين څخه و چ حرفي مفهوم اخستل د اسلامي نړۍ د پرم
ختګ مخه ډب كړېده. ځكه د بنسټپالۍ غوښتنې د اوسنيو علمي نظرياتو سره په ټكر كې دي او له دې سره سره ځان د م
دسو افكارو په توګه فرض ګڼي او هېچا ته دا حق نشته، چې و يې څېړي. نو پدې سره يو مسلمان ځان د پاڼ او
پړانګ تر منځ ويني، ځكه كه ساينسي نوې تجربه اخلي د ديني نصوصو حرفي مفهوم ور ته وايي ګناه دې وكړه او كه يې نه
اخلي، نو له پرمختګ څخه پاتې كېږي. نو پدې سره نوموړى په دواړو كې هك پك وي، چې څه وكړي او دا ستونزه تر
هغه نه حل كېږي، ترڅو چې موږ خپل اصول په سهي توګه نه وي پېژندلي او له هغو څخه مو خپل اصيل مفهوم نه وي اخست
.
پوښتنه : تاسې ولې يوازې په اسلامي بنسټپالۍ ډېر ټينګار كوئ، حال دا چې دا بنسټپالي په ټولو
دينونو كې شته؟
هو، بنسټپالي يوازې په اسلام كې نه، بلكې په ټولو اديانو كې شته، خو د اروپايانو (مسيح
يانو او يهودانو) دين يو ډول خرافات دي، هغوى له دين څخه په لرې كېدو او علمي هڅو ته په دوام وركولو سره مخ
ته لاړل او موږ بايد خپل دين ته په نږدې كېدو او د هغه د نصوصو په سهي پوهېدو باندې پرمختګ وكړو او دا كار به يوه
ورځ نه يوه ورځ كېږي.
پوښتنه: بنسټپالان پدې متهم دي، چې نويتوب نه مني، خو په عملي ډول دو
له هغو څخه ګټه اخلي، آيا دا يو ډول ټكر نه دى؟
صالح: بنسټپالان د علم يوازې پايلې او محصولات اخلي
او د علم او پوهې اړونده وسايل او توكي ښه بولي او استفاده ترې كوي، خو ددغه وسايلو او سامان آلاتو تر شا چې كوم
ه فلسفه او علم پروت دى، هغه نه مني، نو دا سمه ده، چې د هغوى په خبرو او عمل كې يو ډول ټكر وجود لري.
پوښتنه: يو المان عالم هانزكونګ (Hans Küng) وايي، چې د مسيحي مذاهبو ترمنځ خبرو اترو او ډيالوګ وكولاى شول، چې د مسيحي دين داخلي ستونزې او ټكر له منځه يوسي، آيا دا سمه نه وه، چې مسلمانو علماوو او د بې ابېلو مذاهبو پيروانو هم پدې هكله ناست واى او خپل منځي اختلافات يې حل كړي واى او اسلامي ټوټې ټوټې ځواك يې يو كړى واى؟ او آيا دې به د بنسټپالۍ په لرې كولو كې رول نه واى لوبولى؟
صالح: په مسيحي دين
كې هانز كونګ (Hans Küng) محترم عالم دى، ځكه په يوويشتمه پېړۍ كې نوموړي د عصر د پرمختګ له غوښتنو سره سم
په دين كې ډېر نرموالى راووست، خپل ډېر ديني اصول يې د عصر د غوښتنو سره سم توضيح او تشريح كړل، موږ هم داسې علم
اوو ته اړتيا لرو، چې دين ته په ډېر عام او عصري فهم سره وګوري.
دا هم څرګنده ده، چې د مسيحي دين ترمنځ نوم
وړي ډيالوګ ډېرې مثبتې اغېزې درلودې، موږ هم له مسلمانو علماوو څخه هيله كوو، چې كښېني، داخلي ستونزې او ټكرونه
ه منځه يوسي، د سني او شيعه ترمنځ ستونزې هوارې كړي، په اخلاص سره هغه لار غوره كړي، چې ريښتيا هم د اسلام او
قرآن له اصولو سره برابره وي.
پوښتنه: داسې يوه نظريه هم شته، چې لوېديځ په ساينسي برخه كې چې څومره
مخ ته تللى ښايي خپل فكر هم نوى كړي، يانې له نوي فكر سره سم ديني فكر عيار كړي، تاسې د اسلامي فكر په هكله
څه واياست؟
صالح:
نه، موږ بايد په خپل دين سهي ځان پوهه كړو، په هغه ثابت ودرېږو او نور د دين د نوي
مفهوم په رڼا كې ځان ته د پرمختګ اجازه وركړو.
مركه كوونكى: محمد مسعاد