دمينې يادګار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12677
احمدجاوېد(اورښت)
دخبریدو نیټه : 2007-06-26

 

ماشوم ځېله کړې وه ، له ماسپښين راهيسي يې په ژړا پيل کړى ؤ او تراوسه يې  يوه شېبه  هم خوله نه وه کراره شوې ،ټوله حويلې يې چيغو په سر اخيستې وه ، سترګې يې له ډېرې ژړا پړسېدلې او لکه لمبه سرې شوې  وې .
سکينې چې هرڅه کول ماشوم ورور يې  يوه شېبه هم له ژړا  لاس نه اخيست ، ک ه به يې په غېږ کې واخيست او له خونې به يې بهر کړ کله به يې ډول ډول خواړه او دلوبو سامانونه ورته  راوړل او ه ه شېبه به يې دپلار دراتلو ډاډ ورکړ خو ماشوم  يې خبرو ته غوږ نه ايښوده ،بس يوه خبره يې کلکه کړې وه چې  پ ار ته مې ځم .
  سکينې چې ترماښامه هرڅه وکړل ونه توانېده چې کرار يې کړي ، نوره يې  په کرارولو ستړې شوې وه ، اخر يې ماشوم څو څپېړې پرمخ وواهه او دخونې په يوه کونج کې يې وغورځاوه  اوپه خپله  يې  هم سرپه زنګنو کېښوداو په زوره زوره يې په ژړا پيل وکړ، ښه شېبه يې وژړل اوټوله غوسه يې په ژړا  ژړا له اوښکو سره يوځاى له زړه ووېسته .
ماښام قضا ؤ، چې پلار يې په دروازه  راننوت ،خوشاله ښکارېده خو چې کله يې دځوې سلګۍ واورېدې تندى يې ګونځې شواوپه لوړ غږ يې وويل :
 دا بيا څه تندر رالوېدلى دى؟
سکينې ځواب ورکړ :
عمه مې ماسپښين دمشرې عم ه کور ته ولاړه او دهغې له تګ سره يې په تاپسې په ژړا پيل وکړاوهره شېبه يې ويل چې پلار ته مې ځم .
پلار يې څه ونه ويل او دخونې دکړکۍ په خواکې په هواره شوې توشکه کېناست ،  لنډه شېبه يې حوصله وکړه څوځلي يې ماشوم ته په تريو تندي وکتل  خو ماشوم لا اوس هم په نيولي غږ سلګۍ وهلې .
 ناڅاپه له  ځايه پاڅېد اوماشوم ته يې پرمخ  څ و څپېړې  ورکړې اوپه دا سې حال کې چې  له ځان سره غړومبېده ،  بېرته په خپل ځاى کېناست .
 دماشوم سلګۍ و و  ورو کرارې شوې او دخوب په سمندر لاهو شو.
سکينې څو ځلي دخپل پلار وچلي ته وکتل او چې کله پوه شوه غوسه يې سړه شوېده ،له هغه څخه يې دناوخته راتلو په اړه پوښتنه وکړه.
ددې په اورېدو سره يې دپلار په خوله موسکا خوره وه  او په بيړه يې ځواب ورکړ:
_ بچيه دحاجي صيب دې کورته تلى وم،  ماويل داوده په مسئله ورسره وغږېږم .

له دې سره په خونه کې داوږدې شېبې لپاره چوپتيا خوره شوه .
سکينې څو ځلې خوله جوړه کړه چې له پلار څخه دواده دنېټې په اړه پوښتنه وکړې خو جرئت يې ونکړ .
اوږده شيبه وروسته يې زړه غټ کړ او په غلي غږيې وويل :
_ پلاره  ح اجي صيب څه وويل ؟
_ حاجي صيب به څه وايي ، څو روپۍ مې چې  زياتې ورکړې هرڅه چې ووايم مني يې ، بله هفته مې ورسره خبره وکړه دخير په کار کې ځنډ پکار ندى ، او بله داچې واده هم دروند کار دى، سودا مې ده ورته، چې ژر يې راخلاص کړو .
 سکينه چې دخوړو په تيارولو بوخته وه ،له دې خبرې سره يې زړه په درزا پيل وکړ،هغې فکر کاوه چې دبدبختۍ ورځې يې رانږدې شوې ، ځکه چې هغې د ميرې ددرنو څپېړو کيسې له خپلې مورڅخه اورېدلې وې .
غلى شان يې خپل ماشوم ورور ته، چې دکوټې په کونج کې وده ؤ، وکتلې او بيرته يې په خپل کار پيل وکړ .
پلار يې څو ځلي دحاجي صاحب دې په اړه څه وويلې خو سکينه داسې له خپلو سوچونو سره لاس او ګرېوان وه، چې دپلار خبرو ته يې هيڅ پام نه وو.
څه شيبه وروسته  يې پ ار په غوسه او لوړ غږ ورته وويل:
_ مئېنه شوې يې که څه ، زه له تاسره خبرې کوم او ستا راته هيڅ پام نشته .
سکينې په وارخطايي سر راپورته کړ او  ورو شانته يې وويل :
_ پلاره پام مې نه وو .
_ ښه خير دى ، ته لاړه ه  دمور له بکس نه دې هغه دسرو امېل راوړه .
_ پلاره په امېل څه کوې ؟
_ درته و مې ويل چې رايې وړه ، څه پوښتنې کوې .
سکينه له کوټې ووته او شېبه وروسته بيرته کوټې ته راغله اوداميل کوچنى  صندوق يې خپل پلار ته ورکړ .
پلار يې صندوق خلاص کړ په  ځير ځيريې امېل ته  وکتل ،امېل لا هماغسې په خپل کوچني بکس کې دسره بخن  سفنج په منځ کې ايښى ؤ. دغه اميل به دسکينې موريوازې دوه يا درې  ځلي په غاړه کړى ؤ ،ځکه چې نه يې غوښتل زوړ شي ، هغې ته د اميل بيه مهمه نه وه ، هغې ته دغه اميل ځکه  ګران ؤ، چې دا يې دنه ماتېدونکې مينې يادګار وو، داسې يادګار چې هغى به فکر کاوه له مرګ وروسته به يې هم ارواح ددې اميل له لارې له خپل خاوند سره وويني ، خبرې به وکړي او ترمنځ به يې  دبيلتون احساس  لږ څه کم کړي ، دداسې مينې يادګار چې کله ناکله به  يې ان دخپلوانو ترمنځ هم پرې خب ې کېدې ، داسې يادګار چې ددواړو دڅو کلونو خواريو او کړاوونو له ترلاسه شويو پيسو څخه دمينې ديادګار په نوم  پېرودل شوى وو.
که څه هم له دې امېل وروسته يې خاوند دژوند له ښه کېدو سره سم  نور ښايسته او ګرانبيه امي ونه او داسې نورې ګاڼې اخيستې وې، خو يوه هم نشوکولى ددې امېل ځاى ونيسي .  
خو دمينې دغه يادګار له هغې سره دډېرې مودې لپاره  پاتې نه شو او ددې يادګار له اخيستودوه درې کاله وروسته  يې  خپله لور او کوچنى ځوې  پرېښودل او خپله ترې داسمانونو په لور ولاړه او همدغه امېل يې خپل خاوندته ديادګار په توګه پرېښود.
دسکينې پ ار له اوږده  سوچ وروسته  سر راپورته کړ، ترخه موسکا يې وکړه  او له ځان سره  يې وويل :
انسان هم عجيب دى ، څومره لويې هيلې، خيالونه ، عظمت ........ خو کله چې له سترګو پناه شي ته به وايې ، چې هيڅ کله دې دنيا ته  راغلى ندى او هيڅ کله دې لا ليدلى هم نه دى .
اميل يې له صندوقه راووېست مخې ته يې ځوړند کړ، مخه او شايې ورته په ځير ځير وکتله ، او سکينې ته يې وويل:
_ عمه ته دې ووايه چې دا اميل په جوړه کې دحاجي صيب دې کورته يوسي ، ځکه چې داامېل ډېر عصري دى او دعصري خلکو لپاره جوړشوى دى . 

     ١٣٨ :١١:١           کابل