ديوه مهم علمي اثر ترجمه (افغانستان:سياسي کمزو...)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13085
ډاکټر نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2007-07-23

د افغانستان په روانو پيښو باندې يو مهم علمي کتاب (افغانستان: سياسي کمزوري او بهرنې مداخلې) په لندن او نيويارک کښې چه د ډاګټر نبي مصداق په ق م ليکل شوي ، د برطانيه مشهورې مطبعې (روتلج) چاپ کړی دی . دا کتاب لس فصلونه ، 14 ضميمې او په سلهاړ پاورقې او نوټونه لري. ليکوال د 150 نه زياتو مډخذونونه استفاده کړې او په ډيره امانت دارې او علمي اسنادو يي د افغانستان ، اوسني کشمکشونه ، او د تيرو 250 کالو تاريخ ، د انتروپولوجي ( انسان پيږندنې) ، سوسيالوجي (ټولن پوهنې) ، او سياسي تاريخ د ورستيو تيوريړ په رڼا کښې څيړلی دی . کتاب تر دې دمه 250 پوهنتونواو علمي مرکزونو په امريکا او ب طانيه کې اخيستی دی .
دا کتاب ځوان ليکوال او ژباړونګی ، ډاکټر نثار احمد صمد اوس په پښتو ترجمه کوي چه هيله ده زمونږ د خوږې ژبې لوستونکو خدمت ته يي هم وړاندې کړي .
د کتاب د علمي ارزښت تر څنګ هيله ده د پښتو ژبې يکوالانو ته ، د کتاب په ليکلو کښې هم يو رهنما وګرزي ، تر څو د راتلونکې لپاره په علمي متودولوږي او طريقه کتابونه وليکي او که خدای پاک (ج) عوښتي وي چه د هغو اثارهم  بيا په نورو ژبو کښې ترجمه شي