((نوې خبريالي)) د چاپ په ګاڼه وپسولل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13387

دخبریدو نیټه : 2007-08-06

د زلمي ليکوال او ژورناليست نذيراحمد سهار ((نوې خبريالي)) کتاب د چاپ په ګاڼه وپسولل شو. دغه کتاب د پاکستان د مشهور اردو ژبي ليکوال رياض ثاقب ليکنه ده، چې نذيراحمد سهار په ٢١٦ مخونو کې پښتو ته ژپاړلى دى. په کتاب کې د خبر، رپوټ، مرکې، فيچر، کالم، اعلان، تبليغ، چاپي او برېښنايي رسنيو په اړه په زړه پورې نوي معلومات ورکړل شويدي. دغه کتاب په کابل کې ميوند خپرندويې ټولنې خپور کړى دى. کتاب د افغانستان دوو مخکښو څېرو ارواښاد عبدالجليل وجدي او پوهاند دوکتورمجاور احمد زيار ته الۍ شوى دى.  نذيراحمد سهار تر دې مخکې د ژورنالېزم په برخه کې مرکه څنګه وکړو؟ او خبرڅنګه وليکو؟ دوه کتابونه خپاره کړي، چې د مينه والو له تاوده هرکلي سره مخ شويدي. رسنيزه څيړنه د سهار بل اثر دى، چې په نږدې اتلونکي کې به د چاپ په ګاڼه وپسولل شي. مينه وال دا درېواړه کتابونه له بېنوا فرهنګي ټولنې او ميوند خپرندويې ټولنې نه په ښه بيه تر لاسه کولاى شي.