نورزيه حقيار - ننګرهار سور رود درونټه دبي بي مريم دلېسې دشپږم ټولګی زده کوونکې
هوايي پوهنځى
دټولګي په ټولو مضامينو کې مې له جغرافيې سره خاصه مينه وه
د هيواد په اړه دهر درس په لوستلو به مې داسې محسوسوله چې،دا هر څه ټول زما دي او دا مې تر ټولو لويه هيله وه چې ، دخپل هيواد دغرونو، سيندونو دښتو ، بيدياوو ، لويو ښارونو او ولاياتو برسېره دنړۍ مشهور غرونه او سيندونه هم ووينم ، همدا چې، په کټ کې به مې سترګې پټې شوې نو بيا به مې کله دهيلۍ په څېر دکوم سيند په غېږ کې لامبو وهله او يابه مې د شاهين په څېر دکوم غره له پاسه دورې وهلې. خو دا هم سخته ده چې، دومره ډېر ځايونه ووينم که څه هم ناممکنه نه ده خو ډېرې پيسې او ډېر وخت ورته په کار دىاو ما ته خو دا امکانات يو هم برابر نه وو. داسې مې ګڼلې وه چې ، زما دسياحت دا لوى شوق به هغه وخت ښه پوره شي چې ، زه هوايي سفرونه وکړم او پيلوټه شم . زموږ دجغرافيي ښوونکې لينا جانه ډېره نرمه او مهربانه ښځه وه ښايي ددې نرمو اخلاقو او تشويق به هم له جغرافيي زما مينه پيدا کړي وي يوه ورځ په ټولګي کې په دې بحث راغى چې له دولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته دچا کوم کوم پوهنځى خوښېږي چا به طب ښوده چابه انجېنري چا به ژورناليزم او چا٠٠٠ کله چې زما وار راغى نو ليناجانې استادې راته مخ راواړاوه : (( ووايه که نه خورې! ستا کوم پوهنځى خوښېږي؟ )) ما ورته وويل زه غواړم چې، پيلوټه شم دهيواد غرونه اوسيندونه وګورم، واورې او طبعي منظرې ووينم ، نوره نړۍ ووينم نو زما هوايي پوهنځى خوښ دى له همدې سره مې ټولو همصنفيانو په کړس کړس وخندل دومره يې وخندل چې، بيخي يې په خپلې خبرې پورې خجالته کړم يوه به ويلي چې زينت نور په مځکه نه ځاييږي هوا ته الوزي . بلې به راغږ کړ داهمدا اوس هم هوايي ده . بلې به غږ کړ زينت هوا ته الوزي ٠خو لينا جانې استادې دا ټولې غلې کړې ، پټکې يې پرې وکړې ، او ماته يې وويل چې افرين خورې ډېرښه مسلک دې انتخاب کړى دى زما هم له پيلوټۍ سره ډېره مينه ده خوتراوسه ما ته دا زمينه برابره شوې نه ده دالس کاله په وطن کې جنګ او جګړې وې او دانجونو لپاره خو پرېږده حتى دهلکانو لپاره هم هوايي پوهنځى نه وواوس ما هم هوډکړى چې، هوايي پوهنځي ته امتحان ورکړم او ويې لولم . بحث ختم شو او درس مو پيل کړ،نن له خوبه هم ناوخته راپاڅېدم، هسې مې چورت خراب وو ، ټول ځان مې سست وو لکه ګنګسه چې واوسم هېڅ کار ته مې زړه نه کېده . تصميم مې ونيوه چې نن به کرار خوب کوم، نه مکتب ته ځم او نه کورس ته خو چې، دښوونځي تقسيم اوقات مې وليد نو اول ساعت مو جغرافيه وه په بېړه مې دکتابونه کڅوړه واخسته او ښوونځي ته مې منډې پيل کړې . ددرسي ساعت پنځلس دقيقي تېرې وې چې ،ښوونځي ته ننوتم ما ويل سرښوونکې به نن هم د وره په خوله کې لښته په لاس ولاړه وي او دناوخته تګ په جرم به مې څولښتې ووهي خو نه سرښوونکې ولاړه وه او نه بل څوک په مکتب کې چوپه چوپتيا وه نيغه خپل ټولګي ته وختلم ماويل چې،د سر ښوونکې له وهلو خو خلاصه شوې خو لينا جانه استاده خوبه دې ښه ورټي ځکه مې خپل مخ ښه تاو کړ او دخجالت او ملامتۍ له بار سره ټولګي ته ننوتم خو ګورم چې استاده نه ده راغلې لږ خوشحاله شوم چې، ځه ددې له قهره هم خلاصه شوم سلام مې وکړ خو هيچا هم ځواب رانه کړچې پام مې شونو دټولو سترګې سرې دي څوک ژاړي او څوک اوښکې پاکوي دټولو ګريوانونه په اوښکو لامده دي ، حيرانه شوم ژرمې له خواته ناستې ملګرې څخه وپوښتل چې ولې څه خبره ده ؟ هغې په ژړا راته وويل چې ولې ته خبره نه يې ؟ ماورته وويل چې،سودا مې مه ډېروه ژر کوه حال ووايه څه خبره ده هغې خپلې اوښکې پاکې کړې مخ يې راته راواړاوه وېي ويل چې ، خبرونو کې خو به دې او رېدلي وي چې، دکام اير شرکت يوه الوتکه چې ، له هرات څخه کابل ته راروانه وه په غرونو کې لوېدلې ده ما ورته وويل هو نو ولې ؟ ويې ويل الينا جانه استاده هم ورور کره ميلمستيا لپاره هرات ته تللې وه او له هغه ځايه په همدې الوتکه کې را سپره وه او بېرته وطن ته راروانه وه چې الوتکه ولوېده خداى خبر چې٠٠٠
بېنوا خپرنيزه څانګه د لومړي ځل لپاره په ويبپاڼه کښي د يوې خور ( نورزيه حقيار ) د لنډي کيسې له راليږلو مننه او ستاينه کوي !
او له خدای څخه غواړو چي د ارمانونو ټول خوبونه يې رښتيا او يوه ستره نوميالۍ پښتنه شي !