د کندهار د فوټبال د نامي ډلې د ټاکلو دپاره د شپږو لوبـډلو ترمینځ د سياليو دوهمه دوره د زمري پر ۱۵ پهېل سوې ده .
دکندهار دفوټبال د فداراسيون مشر محمد نبي نيازي و خبریالانو ته وویل چي د لومړي دوره په سياليو کې د ۱۴ لوبډلو تر مینځ ٢٦ لوبي ترسره سوې ، چي پکښي کي يې ٩٢ ګولونه ووهل سول .
هغه وويل چي په دغو سياليو کي دکندهار ، اتفاق، مسلم ، پامير، احمدشاه بابا، اتحاد، هريال ، برېښنا، ځوانان، افغان، اريانا ، آرين ، ميوند او اراکوزيا لوبډلو برخه واخستله .
نيازي نور وویل چي په دويم وارکي پامير، ځوانان او اتفاق په الف ډله کي او آرين ، احمد
اه بابا او افغان په ب ډله کي دي . په دا لوبو کي تر دا اوسه ترټولونامي لوبغاړۍ قاسم جان ټاکل سوی دی چي د
اتحاد لوبډلي لوبغاړۍ دی قاسم جان په لمړي دوره کي تر ټولو ډېر اوه ګوله کړي وه .