داسلام څلورم ستررکن
زکات
زکات ېواهم عبادت دی چه په قرآنکرېم کی ډېرځاېه لمونځ اوزکات ېوځای ذکرشوی . چه دغه دواړه
عبادتونه دټول دېن ترجمانی کوی. په بدنی عباداتوکی لمونځ دټول دېن نماېندګی کوی اوپه مالی عباداتوکی زکات
دټول دېن نماېندګی کوی .
زکات لغتا پاكېدل،ذېاتېدل،اووده کول ته واېی چه دزکات په اداکولوسره مال
پاکېږی او خدای ج په خپل فضل په هغی کی خېراوبرکت اچوی .
دالله ج دخوښی لپاره چه کله ېومؤمن خپل خوږمال د خدایج
په لاره كي په خوشحالی مصرفوی له هغی څخه دمؤمن په زړه کی ېونوراوجلا پېداکېږی چه مادی ناولتېا اوله دنېا سره م
ېنه ورڅخه ختمېږی په زړه اوروح کی ېوتازګی ،نرمی ،سپېڅلتېا اودالهی محبت ولولی را پېداکېږی .
داچه دغه رکن
داسلام څومره اهم او آساس دی نودهرمؤمن لپاره ضرورده چه د زکات د نصاب ېا هغه اندازه مال چه زکات ورباندی فرض
کېږی پوره معلومات اوپوهه ولری .
دنغدوپېسواوتجارتی اموالو نصاب د سپینوزرو د نصاب له مخی ټاکل کېږی ځکه چه
دغه نصاب اقل دی اوپه اقل عمل کوو چه دسپنوزرو دزکات نصاب ۲۰۰ شرعی درهمه چه بيا ۲۰۰ درهمه د۷۰۰ ګرامه س
پينو زروسره سمون خوری.(دسپنوزروديوه گرام قيمت له بازارڅخه واخلی اوپه ۷۰۰ کی ضرب کړی)
د سروزرونصاب
۲۰ شل طلاېی مثقاله ېا ۷.۵ تولی سره زر دی چه بېا داشل مثقاله دعراق په مثقال ۱۰۰ سل ګرامه کېږی اودا شل مثقاله د
عجمی په مثقال د ۹۶ شپږنوی ګراموسره برابردی داحتېاط له وجی په اقل عمل کوو چه شپږنوی ګرامه دی نوڅوک چه ۹۶ ګ
امه سره زر ولری زکات ورباندی فرض دی .
د ذکات دورکړی اندازه ۲.۵٪ یا څلویښتمه برخه دذکات په مستحی
ینو ویشل کیږی .
دزکات دنه ورکړی سخت غذاب ته په اشاری سره داسلام سترپېغمبرمحمدص فرماېلی:
(( پرچاچی اللهج
دخپل مال اودولت پېرزوېنه وکړه اوبېا هغه سړی دهغه مال زکات ورنکړ،نو په قېامت کی به دی مال ته دېوه زهرجن سترم
ارشکل ورکړشی دزهرو له شدت څخه به ېی سر پك (گنجي) اوپرسترگوبه ېی دوه تور داغونه وی ،دقېامت په ورځ به دغه سترم
ار دهغه ترغاړی تاوشی اودهغه پردواړو زاموکی به خپل زهری غاښونه ښخ کړی اوورته به واېی زه ستا مال ېم زه
ستاټوله کړی خزانه ېم)) بېا رسول کرېم ص دقرآن دغه آېت ولوست :
(( ولاېحسبن الذېن ېبخلون بما اتهم الله من فضله
هوخېرالهم بل هوشرلهم شېطوقون ما بخلوا به ېوم القېامه.....)) (آل عمرا ن ۱۸۰ )
(( پرکوموخلکوچه اللهج دخپل
مال اودولت پېرزو کړی ده اوهغه له شومتوب نه کاراخلی په دخېال کی دنه وی چی دابخل او زر دوستی ددوی په حق كي ښه
ده بلکی دادهغوی په حق کی ډېره بده ده هغه چی په خپلی بخلی سره څه راټولوی هماغه به دقېامت په ورځ دطوق په شکل
کی غاړی ته ورواچول شی ))
دزکات دمستحقو(زکات چاته ورکړشی) اونورواحکامو په اړوند له عکما کراموسره تماس
ونیسی.چه په دپاڼه کی له سره نه ځاېږی. ددی لنډی لېکنی هدف ېواځی دزکات دنصاب څخه دځان خبرول دی.
&nbs p; & nbsp;