د اتفاق د فټبال لوبډله پايلوبي ته ووتله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13598
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-08-14

 

اګست ١٤ مه

نن په کندهار کي د فټبال د ټورنمنټ د نيمه پايلوبو په لړ کي د افغان او اتفاق لوب لو تر منځ يوه په زړه پوري مسابقه تر سره سوه.

دا په روان ټورنمنټ کي د افغان او اتفاق لوبډلو تر م نځ دوهمه مسابقه وه، چي لومړۍ هغه يې نيژدې دوې اونۍ وړاندي اتفاق درې د صفر په وړاندي له افغان لوبډلي څخه ګټلې وه.

د نن ورځي د مسابقې په پيل کي دواړو غاړو هڅه کول چي حريف ته اول ګول ورکړي.

د لومړۍ نيم ايي په منځ کي د اتفاق کلب ٢٢ کلن لوبغاړي امين هغه وخت د تماشاچيانو پام ځان ته واړاوه چي د لوبي لومړى ګول يې ترسره کړ.

که څه هم افغان يو ګول وخوړى خو د پخوا په پرتله يې لوبه نوره هم منظمه کړه او د دوهمي نيمايي په منځ کي وتوانېدل چي د يوه ګول په ترسره کولو لوبه مساوي روانه کړي.

 د ټورنمنټ نورو بازيو ته په پام سره د نندارچيانو تمه دا وه چي اتفاق به دوهم ګول هم وکړي، خو يو په بل پسې يې د ګول څو طلايي چانسونه له لاسه ورکړه.

 افغان لوبډلي د کلکي دفاع تر څنګ پر م ابل طرف پر له پسې ګوزارونه وکړه خو د وخت د کم والي له امله يې د دوهم ګول ارمان ترسره نه سو.

د لوبي تر پاى ته رسېدو وروسته د ريفري له خوا د پاينلټيانو پرېکړه وسوه چي اتفاق په يو په بل پسې درې پاينلټياني ګول کړې خو د افغان د لوبغاړو دوې پاينلټۍ اوټ او يوه د ګولکيپر محمد داود له خوا دفاع سوه.

په دې ډول نو لوبه څ ور د يوه په مقابل کي د اتفاق لوبډلي په ګټه تمامه سوه او د سږني فټبال ټورنمنټ و پايلوبي ته يې ځان و ايستئ.

د يادوني وړ ده چي سبا د کندهار په ورزشي سټډيوم کي د پامير او احمدشاه بابا ليسې تر منځ لوبه کېږي او د اتفاق لوبډله به راتلونکې بازي د سبانۍ لوبي له قهرمان کلب سره کوي.