د احمدشاه بابا ليسه په لومړي ځل پايلوبو ته ووتله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13626
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-08-15

 

په کندهار کي د فټبال د روان ټورنم نټ د نيمه پايلوبو په جريان کي نن چارشنبه د اګست پر ١٥مه د احمدشاه بابا ليسې او پامير فټبال کلبونو تر منځ يوه په زړه پوري لوبه ترسره سوه.

د احمدشاه بابا ليسې ټيم په خپل درې کلن تاريخ کي د لومړي ځل دپاره پايلوبو ته راوتلې ده.

نوموړي کلب د نيمه پايلوبو وروستۍ لوبه له افغان فټبال کلب څخه دوه د صفر په وړاندي ګټلې وه.

د کندهار د نورو کلبونو په نسبت د احمدشاه بابا ليسې لوبغاړي ټول تنکي ځوانان دي، چي په روان ټورنمنټ کي يې يو په بل پسې په حيرانوونکي ډول لوبي وګټلې، خو د پامير لوبډله بيا د کندهار له هغو کلبونو څخه ده چي د کندهار په فټبال کي خورا ډېره سابقه او د پام وړ مقام ل ي. دغه لوبډله څو ځله په اول او دوهم مقام کي راغلې ده.

د نن ورځي د لوبي په لومړۍ نيمايي کي دواړي خواوي له ډېرو هڅو سره سره د ګول پر کولو ونه توانېدې.

د لومړۍ نيمايي په منځ کي د پامير فټبال کلب هغه وخت د ګول تر ټولو غوره چانس له لاسه ورکړ چي لوبغاړي احمدضياء يې پاينلټي اوټ کړه.

د لوبي نتيجې ته په پام سره څوک ويلاى سي چي د دوهمي نيمايي له پيلېدو سره احمدشاه بابا ليسې خپله لوبه نوره هم منظمه کړه.

د نن په لوبه کي د احمدشاه بابا ليسې ٢٢ کلن لوبغاړى عبدالسميع ډېر ښه وځلېدئ، هغه وکولاى سواى چي پر مقابل طرف څو پرله پسې حملې وکړي، خو د لوبي په جريان کي د مقابل لوبغاړي په يوه حرکت زخمي او له ميدانه وتلو ته اړ سو.

د پامير کلب دپاره د خطر زنګ هغه وخت ووهل سو چي د تورجان په نوم د احمدشاه بابا ليسې يوه ١٨ کلن لوبغاړي ګول پر وواهه.

تر ګول وروسته پامير ډېره هڅه وکړه چي لږ تر لږه مساوي خو يې کړي خو دا ارمان يې هغه وخت په نهيلۍ واووښت چي د لوبي په وروستيو شېبو کي يې دوهم ګول هم وخوړئ.

په دې ډول نو د نن ورځي لوبه دوه د صفر په وړاندي د احمدشاه بابا ليسې په ګټه پاى ته ورسېده، احمدشاه بابا ليسه به د روان ټو نمنټ وروستۍ يا په بله اصطلاح د قهرمانۍ لوبه د اتفاق له لوبډلي سره کوي.

اتفاق فټبال کلب خپله و وستۍ لوبه څلور د يو په وړاندي له افغان فټبال کلب څخه وګټل.