د کندهار ((الف)) او ((بې)) منتخب ټيمونه جوړ سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13630
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-08-15

 

په راتلونکي ولايتي ټورنمنټ کي د ګډون دپاره د کندهار د ټولو کلبونو له غوره لوبغاړو څخه د الف او بې منتخب ټيمونه جوړل سول.

د کندهار د فټبال فدراسيون رئيس محمدنبي نيازى وايي دغه لوبغاړي د يوه پنځه کسيز کميسيون د پرېکړي له مخي د هغوى د لياقت پر اساس غوره سوي دي، چي سبا به دواړه ټيمونه تر خپل منځ يوه دوستانه لوبه هم ترسره کړي.

ټاکل سوې ده چي د افغانستان د خپلواکۍ د ٨٨ يمي کليزي په مناسبت د زمري د ميا تي پر ٢٩ مه په کندهار کي د ولايتونو تر منځ د فټبال سيالۍ پيل سي.

ښاغلى محمدنبي نيازي بېنوا ويبپاڼي ته وويل دغه سياليو ته يې له کابل، مزار، غزني، ننګرهار، هرات، هلمند او فراه ولايتونو څخه م نتخب ټيمونه راغوښتي دي.

د نيازي په وينا په پام کي ده چي هره ورځ به دوې لوبي کېږي چي يوه به يې م اپښين او بله به يې د شپې ترسره کېږي.

د فټبال د فدراسيون رئيس وايي د افغانستان په تاريخ کي به د لومړي ځل دپاره د شپې لوبي په کندهار کي ترسره سي.

د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو کي د کندهار د ولايت مقام د ورزشي سټډيوم دپاره روښانه څراغونه لګولي چي په رڼا کي به يې کندهاري لوبغاړي د شپې له خوا هم د فټبال د مينه والو تنده خړوب کړي.