نن پنجشنبه د اګست ١٦مه د کندهار په ورزشي
لوبغالي کي د الف او بې منتخبو ټيمونو تر منځ لوبه يو پر يو مساوي پاى ته ورسېده.
د کندهار د فټبال فدراسيون رئيس محمدنبي نيازي بېنوا ويبپاڼي ته وويل له نننۍ
وبي څخه يې هدف د منتخبو ټيمونو لوبغاړي له يو بل سره روږدول او تر منځ يې د تجربو شريکول و.
د الف او بې م
نتخب ټيمونه د ولايتي ټورنمنټ په درشل کي په داسي حال کي د يوه پنځه کسيز کميسيون له خوا غوره سول چي د فټبال
فدراسيون رياست د همدې موخي دپاره د ١٤ الف لوبډلو تر منځ يو ټورنمنټ ورته نيولى و.
د ټورنمنټ
پايلوبي ته احمدشاه بابا ليسه او اتفاق لوبډله وتلي دي، چي ټاکل سوې ده تر ولايتي لوبو وروسته به د قهرمانۍ
وبه ترسره کړي.
اتفاق په نيمه پايلوبو کي له افغان څخه څلور يو او احمدشاه بابا ليسې له پامير څخه دوه
صفر لوبي ګټلي دي.
د محمدنبي نيازي په وينا قضايه كمېټې په ډېر دقت هر لوبغاړى د هغه د لياقت له مخي
ارزولى او بيا يې ټاکلى دئ.
ښاغلي نيازي وويل د خپلواکۍ د اته اتيايمي کاليزي په مناسبت يې د
افغانستان له هرات، كابل، مزارشريف، هلمند، فراه، ننګرهار او غزني ولايتونو څخه ټيمونه راغوښتي دي چي په
کندهار کي به د ولايتي قهرمانۍ ټورنمينټ تر سره كړي، چي يوه مسابقه به ماپښين او بله به د شپې له خوا ترسره کېږ
ي.
بايد وويل سي چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان كې د كندهار په ولايت د شپې له خوا د فوټبال سيالۍ تر
سره كېږي چي مالي لګښت ته يې د كندهار ولايت مقام ټټر وهلئ دئ.