شريعتيار ته د بېنوا فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13685
اداره
دخبریدو نیټه : 2007-08-18

 

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د بګړۍ مجلې د مسول مدير ليکوال او شاعر الحاج محمداسماعيل شريعتيار ورور محمدابراهيم يو له هغو معصومو ق بانيانو څخه و چي نن سهار په کندهار کي د يوه ځانمرګي بريد له امله په شهادت ورسېدل.

د بېنوا فرهنګي ټولني، بېنوا ويبپاڼي او ښکلا مجلې ټول کارکوونکي الحاج ش يعتيار، د هغه کورنۍ او هغو کورنيو ته چي معصوم اولادونه يې په دغه پېښه کي شهيدان شوي دي د جميل صبر غوښتنه کوي او شهيدانو ته د پاک رب (ج) له درباره مغفرت غواړي. آمين

 

 

بېنوا فرهنګي ټولنه

کندهار- افغانستان

٢٧/٥/١٣٨٦