په کندهار کي د ولايتي ټورنمنټ لومړۍ دوې
وبي تر سره سوې.
لومړۍ لوبه د احمدشاه بابا ليسې او زابل و
ايت د ټيمونو تر منځ تر سره سوه چي څلور د صفر په مقابل کي د احمدشاه بابا ليسې لوبډلي وګټله.
دوهمه
وبه چي د شپې له خوا تر سره سوه د فراه او غزني د ولايتونو تر منځ وسوه چي دوه د دوه په مقابل کي مساوي پاى ته و
سېده.
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل دى چي په کندهار کي ولايتي ټورنمنټ جوړېږي او د شپې له خوا لوبي تر س ه کېږي، د شپې د لوبي نندارې ته د کندهار د والي اسدالله خالد په ګډون په زرګونو نندارچيان راغلي وه.
ټاکل سوې ده چي سبا به د کندهار د اتفاق او روزګان ولايتونو تر منځ او د هلمند او جوزجان ولايتونو د کلبونو ترمنځ لوبه تر سره سي.
دغه لوبي په داسي حال کي تر سره کېږي چي ټاکل سوې وه د ننګرهار، کابل، مزار او هرات و ايتونو ټيمونه هم ګډون پکښي وکړي خو په کندهار کي د فټبال فدراسيون د رئيس محمدنبي نيازي په وينا د امنيتي ستونزو له وجي يې له ګډون څخه ډډۀ وکړه.