کندهاري لوبغاړو فراه او جوزجان هم وګټل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13869
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-08-26

 

يکشنبه د اګست ٢٦ مه

د ولايتي ټورنمنټي لوبو په جريان کي پرون د شنبې په ورځ د کندهار د اتفاق او فراه منتخبو ټيمونو تر منځ يوه لوبه وسوه چي دوه د صفر په وړاندي کندهار اتفاق لوبډلي وګټله.

دغه په زړه پوري لوبه چي د شپې له خوا تر سره سوه د کندهار د فټبال فدراسيون د رئيس محمدنبي نيازي په وينا د شلو زرو په شاوخوا کي تماشاچيان ورته راغلي وه.

د لوبي د لومړۍ نيمايي په پيل کي کندهاري لوبغاړو څو پرله پسې حملې وکړې چي له هغو ځني يوسف د د ګول پر کولو وتوانېد.

دوهم ګول د دوهمي نيمايي په منځ کي د خوشال له خوا تر سره سو، خو فراه ولايت له ډېرو هڅو سره سره د لوبي تر پايه ګول ونکړاى سو.

تر پورتنۍ لوبي دمخه ماځيګرنۍ هغه چي د کندهار احمدشاه بابا او جوزجان ولايت منتخب ټيم تر منځ سوې وه، احمدشاه بابا څلور د يو په مقابل کي له جوزجان ولايت څخه ګټلې وه.

د ولايتي ټورنمنټ دوې نوري لوبي چي د جمعې په ورځ تر سره سوي وې، د ورځي هغې يې د زابل او جوزجان ولايتونو تر منځ وه، چي دوه د صفر په مقابل کي زابل ولايت ګټلې وه. او ماښامنۍ يې د فراه او روزګان ولايتونو تر منځ وه چي ١٦ د يو په مقابل کي فراه منتخب لوبډلي ګټلې وه.

د يادوني وړ ده چي نن يکشنبه به روزګان او غزني ولايتونه د ورځي له خوا او هلمند او زابل د شپې له خوا لوبه تر سره کړي.

 

 د کندهار بې منتخب ټيم چي د احمدشاه بابا په نامه نومول سوى

د کندهار الف منتخب ټيم چي د اتفاق په نامه نومول سوى

د کندهار احمدشاهي سټډيوم چي د شپې لومړنۍ لوبه پکښي غزني او فراه ولايتونو ترسره کړه