دشپې دوې بجې وې چې فرښتې يې مورته وويل:مورجانې! مورجانې! ناروغه يم ګېډه مې سخت درد کوي . مور:خير دى لورې زه به درته ترخۀ په اوبو کې واچوم هغه به وخورې رکه روغه به شې - هله ژر مورې ، مړه شوم ډېر تکليف لرم .-ته ودرېږه چې زه ډېوه روښانه کړم ، آه ريښتيا په ډېوه کې خو تېل نشته څنګه به يې په دې توره تياره کې پيداکړم ، نيمه شپه ده څنګه وکړم خدايه!؟ مجبوره يم چې دکوم ګاونډي دېوال وروټکوم اوتېل ترې وغواړم څومې دلور غم وخورم ،هى هى په دې توره تياره کې اوس له چا څخه سوال وکړم که پلار يې ژوندى واى نو هرومرو به په ډېوه کې دومره تېل واى چې اوس مو ډېوه پرې روښانه کړې واى په ورو يې له ځانه سره وويل: سپو ږ مۍ هم په نيمايي اسمان کې ده ښايي همدا اوس شپه نيمايي شوي وي کاشکي مو په کور کې يو ساعت درلوداى د وخت پته خو به راته مالومه شوې وه، نه پو هېږم چې شپه لږ پاتې ده او که ډېره؟ - مورې! هېڅ طاقت مې نه کيږي مړه شوم هله يوڅه ... مور خوارکۍ مجبوره شوه او په سينه کې يې دزمري زړه کېښود د ښي لوري ګاونډي دېوال يې ور وټکاوه له ځانه سره يې ووېل ګوندې وي چې د مرجانې توړۍ زړه راباندې وسوځي او لږ تېل راکړي خو بيا په زړه کې پښېمانه شوه او ووېرېده په ورو يې له ځانه سره وويل آخر زه خو ښځه يم څنګه په دې توره شپه کې د يو چا ديوال ور وټکوم !، دمر جانې ترور خاوند به څه وايي خو څه وکړم مجبوره يم...او بيا يې دهغوىدکور دېوال ور وټکولو، دمرجانې تر غوږ په نيمه شپه کې ددېوال درزا شوه په وېرېدلي اواز يې پر خاوند غږ وکړ :سړيه ! اود جميل پلاره !هله څوک دېوال ټکوي د يتيمې نجلۍ مور له ډېرې وېرې او شرمه په غلي اواز ووېل زه يم بيا يې ستونى بند شو غاړې يې تازه کړې او لږڅه په زوره يې په مرجانه توړۍ غږ وکړ : مرجانې توړۍ زه يم خداى دې ما بلا ورکه کړي له خوبه مې واېستلئ! څه وکړم بله چاره مې نه در لوده ، لور مې ډېره ناجوړه ده دنجيلۍ سخت فرياد او ناروغۍ دېته اړويستلم چې يو څه تېل درڅخه وغواړم ، اوه ريښتيا په کورکې خو ګوګړ هم نشته يو اورلګيت ته هم اړتيا لرم. مرجانې توړۍ کونډې ته دهغې د ډېوې بوتل د خاورې له تيلو څخه ور ډک کړ ګوګړ يې هم ورکړ ، يتيمې نجلۍ په وچ ډاګ سپېرې شونډې او زېړ مخ چيغې وهلې موريې ورته دوچې ترخې څو پاڼې په اوبو کې واچولې خو ديتيمې نجلۍ هيڅ درد يې دوا نکړ ، نجلۍ ټوله شپه وژړل دمور يې هېڅ وسه نه وه ترڅو چې سهار شو په کلي کې ډاکټر هم نه و يوازې په ولسوالۍ کې يو روغتون و چې اکثرا بۀ يې دجګړې ټپيان درملول دولسوالۍ لاره هم ډېره لرې او کنډوکپره وه کله به د دوښمن له لوري په دې لاره کمين هم نيول کېدو کونډې هيڅ نشواى کولاى، په کور کې يې يوازې يوه لور اويو پنځه کلن زوى درلود ،خداى ته يې سوالونه کول له ځانه سره يې وويل:کاشکي د ډاکټرانو هغه ګرځنده ډله چې کله کله به کلي ته راتله يوځل راغلې واى ... د سهار آته بجې وې دکلي دجومات په لاسپېکر کې اعلان وشو ،دډاکټرانو ګروپ راغلى ماشومان اوناروغان دې جومات ته راشي . کونډې له ځانه سره وويل اوس مې دلور چاره وشوه او يو څه خوشاله شوه په بيا ، بيا به يې له ځانه سره ويل : خدايه په ريښتيا هم چې د غريبانو خداى يې! ، بېشکه چې ته په خپلو بندګانو ډېر مهربان يې ، له ځان سره يې څو څو ځله شکرونه وايستل او ويې ويل اوس به ډاکټر زما دلور علاج همدلته وکړي ، کنه نو مابې کسه اوبې وسه به څنګه تر ولسوالۍ رسولې واى کونډې خپله ناروغه لور په بيړه وارخطايۍ دجومات پر لور بوتله په جومات کې دناستو خلکو له ډلې څخه يې يوتن سپين ږيرى راوغوښت او دخپلې لورسپارښتنه يې پرې وکړه ، کونډه ښځه غلې دجومات د کړکۍ تر خوا ودرېده ، سپين ږيري دهغې لور د ډاکټرپه مخکې کينوله. ډاکټر تر معاينې وروسته وويل: دا نجيلۍ خواپنډ کس ده. دا بايد ضرور خپل پلار د ولسوالۍ تر روغتونه ورسوي دا يوازې څو ساعته وخت لري په دې وخت کې يتيمې نجيلۍ په خواراناهيلۍ ووېل :پلار خومې جګړه مارانو وژلى دى.