افغان ځوانانو تاريخي برى ترلاسه کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13896
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-08-27


افغان ١٩ کلن ځوانان چي د کرکيټ په آسيايي لوبو کي د ګډون دپاره ماليزيا ته تللي د خپل هيواد دپاره يې يو تاريخي وياړ وګاټه.
افغان ځوانانو د آسيايي ټورنمنټ په جريان کي نن د سيمي فاينل لوبه له عرب متحده اماراتو څخه هم وګټله او د ټورنمټ وروستۍ لوبي ته چي له نيپال هيواد سره به يې تر سره کوي ځان و ايستئ.
د افغان لوبغاړو کوچ تاج ملک آزادۍ راډيو ته وويل د نن ورځي لوبه ډېره سخته وه، خو افغان ځوانانو په ډېره مړانه وګټله.
د يادوني وړ ده چي تر ٢٠٠٢ کال پوري په افغانستان کي د کرکيټ لوبه بيخي پر نست حساب وه، خو د کتونکو په وينا په ډېر لنډ وخت کي يې د پام وړ برياليتوبونه په برخه سوي دي.