د فټبال د ولايتي ټورنمنټ په لړ کي د
فراه ولايت او کندهار احمدشاه بابا منتخب ټيم تر منځ يوه په زړه پوري لوبه تر سره سوه.
دغه لوبه د اګست د ٢٨مي په ماښام د کندهار په احمدشاهي سټډيوم کي تر س
ه سوه.
دا چي د دواړو ټيمونو سرنوشت په دغه لوبه پوري تړلى و نو ځکه له توقع خلاف ګرمه وه، چي په اوږ
دو کي يې دواړو اړخونو يو پر بل د بري طلايي چانسونه له لاسه ورکړه او يو طرف هم د ګول پر کولو ونه
توانېد.
وروسته د فټبال د قوانينو سره سم د ريفري له خوا نيم ساعت نور وخت ورکړل سو چي په لومړيو پنځلس
دقيقو کي يې بيا هم غوڅه پايله نه درلوده.
د نيم ساعته لوبي د دوهمي نيمايي پر يوولسمه دقيقه د کندهار
د احمدشاه بابا لوبډلي ٢٤ کلن ځوان فيصل هغه وخت د تماشاچيانو احساسات راوپارول چي د خپل ټيم په ګټه يې ګول تر
سره کړ او خپله لوبډله يې د ټورنمنټ وروستۍ لوبي ته و ايسته.
د يادوني وړ ده چي د احمدشاه بابا لوبډلي
فيصل تر ګول وهلو وروسته انګيا وکښه خو دا کار يې د ريفري له خوا د لوبي له اصولو خلاف وګڼل سو او د ژيړ
کارټ سزا يې ورکړه.
د احمدشاه بابا لوبډله به خپله وروستۍ لوبه د سبا ورځي له ګټونکي يا هلمند او
يا کندهار اتفاق لوبډلي سره تر سره کوي.