په کندهار کي ولايتي ټورنمنټ پاى ته ورسېدئ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13965
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-09-01

 

په کندهار کي د ولايتي ټورنمنټ وروستۍ لوبه چي د احمدشاه بابا او اتفاق لوبډلو تر منځ وه د اګست پر ٣١مه د شپې له خوا د زرګونو نندارچيانو په مخ کي تر سره سوه.

کندهار اتفاق خپله وروستۍ لوبه له هلمند ولايت څخه دوه د يو په مقابل کي او احمدشاه بابا ليسې د فراه له ولايت څخه يو د صفر په وړاندي ګټلې وه.

د لوبي په لومړيو لسو دقيقو کي د اتفاق لوبډلي محمدقاسم د ريفري له خوا پول نيول سوى بال په ثمر ورساوه، چي د لوبي لومړۍ نيمايي پر همدې يوه ګول پاى ته ورسېده.

د دوهمي نيمايي له پيلېدو سره سم احمدشاه بابا ليسې له اټکل خلاف تونده بازي پيل کړه او له چټکو منډو او ښو پاسونويې ښکارېده چي له نوي هوډ سره ميدان ته راوتلي دي.

د احمدشاه بابا ليسې د دوهمي نيمايي پر ١٧مه دقيقه يوګول تر سره او لوبه يې مساوي روانه کړه.

د لوبي په منځ کي دواړو غاړو ډېره هڅه وکړه چي يو بل ته ماته ورکړي خو قانوني وخت پاى ته ورسېدئ او د ريفري له خوا نيم ساعت نور وخت ورکړل سو، چي بيا هم يو اړخ د ګول پر کولو ونه توانېد.

وروسته د ريفري له خوا لوبغاړي پاينلټيو ته وغوښتل سوه، چي په لومړيو پنځو پاينلټيو کي بيا هم دواړي غاړي د درو پاينلټيو پر ګولولو سره مساوي سوې.

د لوبي تماشاچيان هغه وخت حيران سوه چي ريفري ويل که په پاينلټيو يې هم ونه ګټي نو به يې پچه پر اچوي چي هر چا وګټله.

له دوو نورو پاينلټيو څخه بيا هم د يوې – يوې په ګولولو سره مساوي سوه.

وروسته ريفري د يوې – يوې پاينلټۍ د شوټولو اجازه ورکړه چي په وروستۍ پاينلټي کي د احمدشاه بابا د لوبغاړي مقتدا آغا دا د ګولکيپر محمدقاسم له خوا دفاع سوه او د اتفاق لوبډلي يوسف خپله هغې ګول کړه.

د يادوني وړ ده د اتفاق لوبډلي کپتان محمدقاسم چي عموماً په لوبه کي فارورډ درېږي د پاينلټيو پر وخت ګولکيپر ودرېدئ او د خپل ټيم په ګټه يې درې پاينلټۍ دفاع کړې.

په دې توګه نو ويلاى سو چي محمدقاسم د تېري ورځي په لوبه کي تر ټولو لوبغاړو ښه وځلېدئ.

محمدقاسم بېنوا ويبپاڼي ته وويل دا يې په خپل ژوند کي اول وار و چي په يوه رسمي لوبه کي د پاينلټيو پر وخت په ګول کي درېږي.

قاسم جان وايي له خپله خدايه ډېر شکر ګزار دئ چي په دې ستر امتحان کي يې کامياب کړ او خپلي لوبډلي ته يې برياليتوب ور په برخه کړ.

د لوبي تر ختم وروسته په ولايتي ټورنمنټ کي ټولو برخه اخيستونکو لوبډلو ته د المپيک رياست، اراکوزيا افغان اعلاناتو او وفا شرکت له خوا برابري سوي جايزې ورکړل سوې.

محمدقاسم چي په لومړي ځل يې په ګولکيپرۍ کي هم خپله وړتيا وښوده

د احمدشاه بابا لوبډله چي ډېره ښه لوبه يې وکړه خو د بخت ياري ورسره نه وه

د اتفاق لوبډله چي د سږ کال د ولايتي ټورنمنټ لومړى مقام يې ترلاسه کړ