1- د روژى د مباركى مياشتي د هر كلي لپاره د شعبان د ميا
تي خخه ځانونه تيار كړي او د شعبان د پنځلسم نه مخكى زياتى زياتي روژي ونيسى,حضرت عائشة رضى الله تعالي عنها
فرمائي \"رسول الله صلي الله عليه و سلم به د ټولو نه زياتى روژی د شعبان به مياشت كي نيولى.
2- په پوره
اهتمام او شوق د رمضان المبارك د سپوژمی د ليدلو كوشش وكړي او د ليدلو نه وروسته دا دعا ووايي:
(الله اكبر ا
لهم اهله علينا بالامن و الايمان و السلامة و الاسلام و التوفيق لما تحب و ترضى ربنا و ربك الله)
الله تر
ټولو لوي ذات دى,اى الله!دا مياشت زمونږ لپاره د امن او ايمان او سلامتى مياشت وگرزي او دهاغي كارونو توفيق
اكړه كوم چی تا ته محبوب دى اي سپوږمي زمونږ او ستا رب الله دى.
3-د روژى په مياشت كي د عبادت زيات اهتمام
وكړي د فرض لمونځونو نه علاوه د نوافلو هم خصوصى اهتمام وکړى او د ډيرو نيكيو د حاصلولو لپاره ملا وتړۍ ځكه دا د
الله تعالى د رحمتونو او بركتونو مياشت ده
رسول الله صلي الله عليه و سلم د شعبان په اخرکی د روژى د ميا
تي زيرى وكړ او ويي فرمايل:
(اى خلكو!به تاسو يوه عظيمه مياشت راتلونكى ده دا هغه مياشت ده حي يوه شبه يي د ز
و مياشتو ججه غوره ده,الله پاک ددى مياشتى روژى فرض گرزولى او قيام الليل يي نفل گرزولى.به دى مياشت كي د نفلو
ثواب د نورو مياشتو د فرض د ثواب برابر دى او د يو فرض دادا كولو ثواب د 70 فرائضو د ثواب برابردى .
4-د ټولى ميا
تى روژى په بوره اهتمام او شوق سره ونيسى او كه چيرته د شرعى عذر به بنا روژه افطار كړى بيا هم بايد د رمضان
احترام به نظر كى ونيسى او د ښكاره خوراك څښاك نه ډډه وكړى او داسى ظاهره كړى لكه د روژى په حالت كي وسى.
5- د
قران كريم د تلاوت خصوصى اهتمام وكړي ددى مياشتى او قرانكريم به مينځ كي خصوصى تړون دى او هغه دا چی قران كريم
په همدى مياشت كي نازل شوى نو ځكه په دى مياشت كى زيات نه زيات تلاوت وكري.
حضرت جبريل عليه السلام به د ميا
ت كي پوره قران رسول الله صلي الله عليه و سلم ته اوراوه او هم به يي دهغى څخه اوريده او به اخرى كال كي يي
دوه ځله دا عمل تكرار كړ.
6- قران كريم به غور سره ولولى او دتلاوت سره سره د هغى به معنى هم غور وكړى.
7- په ت
اويح كى د پوره قران اوريدلو كوشش وكى په دى مباركه مياشت كى قران على الاقل يو ځل اوريدل سنت دى.
8- د تراويح
لمون په پوره خشوع خضوع او شوق سره كوي ا ودا كوشش مه كوى چى صرف ركعتونه پوره کړي بلكه په داسى طريقه يي ادا
كړي ترڅو د هغي اثر ستاسو په ژوندون باندي ظاهره شى او د الله تعالى سره مو تعلق مضبوط شى او كه الله توفيق د
كړي د تهجد لمونځ هم ادا كړي.
9- صدقه او خيرات وركړى د غريبانو كونډو او يتيمانو د حال څخه خان خبر كړى او د
هغوى د افطار او سحور انتظام وكړى نبى كريم صلى الله عليه وسلم فرمائى \"دا د مواسات مياشت ده\"يعنى د غريبو او
نادارو سره د همدردى او كومك مياشت.
10- د ليلة القدر خاص اهتمام وكړى په دى شپه زيات نه زيات نوافل ادا
كړى او د قران تلاوت وكړى ددى شپي اهميت دا دى چی په كي قران نازل شوى.
به حديث شريف كى راځي ليله القدر د اخرى
عشرى به طاقو ش كي ولتوى,او په دى شبه دا دعا ولولى:
(اللهم انك عفو تحب العفو فاعف عنى)
اي الله !ته دير
بخونكى يى او ته بخسل خوشى نوا ى الله ما ته بخښنه وكړه.
11- د رمضان به اخرينو لسو ورزو كى اعتكاف وكړى,
سول الله صلي الله عليه و سلم به د اخرو لسو ورزو كى اعتكاف كولو .
12- د رمضان به مباركه مياشت كى خلكو سره
به نرمى او شفقت سلوك كوى.
13- به ډيره عاجزى سره دعا كوى به حديث كى راځى چي كله به د رمضان مياشت راغله د رسول
الله صلي الله عليه و سلم رنګ به بدل شو او لمونځونه به يى زيات كول او دعا كى به يى ډيره عاجزى وه او خوف به
ورباندى غالب وو.
14- صدقه فطر به اخلاص سره وركړى او د اختر د لمانخه خخه يى مخكى وركړى دومره مخكى چ حاجت م
ندان خبل حاجتونه پوره كړى او د اخترپه خوشحاليو كى شريك شى.
15- د رمضان په مباركه مياشت كي كوشش وكړي چی
زيات نه زيات نيكۍ او ثوابونه وگټۍ او همدارنگه نور هم نيكو كارونو ته تشويق كيړ تر څو ټوله ټولنه د رمضان د ب
كتونو رحمتونو او ثوابونو خخه مستفيده شي.
الله تعالى دى مونز تولو ته د دى مباركى مياشتى د حق پوره كولو
توفيق راكړي او د هغي د بركتونو او رحمتونو خخه مو برخمن كړى.
آمين