(۹)ګام په ګام له رمضان سره (د ګل آغا احمدي لیکنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14492
ګل آغا احمدي وردګ
دخبریدو نیټه : 2007-09-26

رمضان او قرآن

د رم ضان په میاشت کې د قرآن کریم تلاوت ځانګړی اجر لري د ابن مسعود (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( چا چې د خدای له کتاب (قرآن څخه) یو حرف ولوست نو لس داسې نیکۍ ورته حاصلیږي چې هره یوه بیا لس چنده حسابیږي، موږ نه وایو چې الم حرف دی بلکي الف بیل حرف دی، لام بیل حرف دی او میم هم بیل حرف ګڼل کیږي) رواه الترمذي
په یو بل ح دیث شریف کې د ابي امامه (رض) څخه روایت دی چې پيغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( قرآن ولولی، ځکه چې قران کریم د قیامت په ورځ د خپل خاوند لپاره د شفاعت وسیله ګرزي) روا ه مسلم
د قرآن کریم تلاوت او بیا په ځانګړې توګه د رمضان په میاشت کې د داسې یوې ګټورې سوداګرۍ مثال لري چې هیڅ ډول زیان په هغه کې متصور نه دی او پیغمبر (ص) د رمضان په میاشت کې د زیاتو اسبابو له کبله د قرآن کریم په تلاوت باندې ځانګړی ټینګار کاوه چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
لومړی سبب: په رمضان کې د قرآن کریم د نزول پیل
د زیاتو دلایلو او نصوصو له مخې دا خبره د اسلامي پوهانو تر منځ په ثبوت رسیدلې ده چې د قرآن کریم د نزول پيل په رمضان کې شوی دی او هغه لحظه چې قرآن پکې نازل شوی دی د رمضان له لحظې څخه ګڼل کیږي. د دې خبرې تصدیق ابن اسحاق او ابو سلیمان الدمشقي په خپل کتاب (زادالمسیر في علم التفسیر) کې هم کړی دی.
بل دا چې نوموړې خبره د لوی خدای (ج) له دې قول څخه هم ثابتیږي چې فرمايی: ژباړه ( په تحقیق سره  دا قر ن مو د قدر په شپه نازل کړی دی) د قدر سورت لومړی آیت
دوهم سبب: قرآن کریم د لوح محفوظ څخه د دنیا اسمان ته نازل شوی دی
دا چې قرآن کریم د لوح محفوظ څخه د دنیا آسمان ته په رمضان کې نازل شوی دی نوموړې خبره ابن عباس او ځینو نوور صحابه کرامو هم تایید کړې ده چې قرآن کریم لومړی لوح محفوظ ته د رمضان په میاشت کې نازل شوی او بیا و وسته لږ لږ او د اړتیا سره سم په حضرت محمد (ص) باندې نازل شوی دی.
حضرت جابر (رض) ویلي دي چې د ابراهیم (ع) صحیفې د رمضان په لومړۍ نیټه نازلې شوې دي، تورات د رمضان د شپږو ورځو له تیریدو وروسته په موسی (ع) باندې نازل شوی دی، زبور په داود (ع) باندې د رمضان د دولسو ورځو وروسته نازل شوی دی، انجیل په عیسی (ع) باندې د رمضان د آتلس ورځو و وسته نازل شوی دی او قرآن کریم په حضرت محمد (ص) باندې د رمضان د څلورویشت ورځو وروسته نازل شوی دی چې په دې حساب د الهي هدایاتو زیاته برخه ارشادات د رمضان په میاشت کې د انسانانو د لارښوونې لپاره په پیغمبرانو نازل شوي دي. باید وویل شي چې همدغه خبره حضرت عایشې او ابن الاسقع رضی الله عنهما هم تایید کړې ده.
دریم سبب: قرآن کریم به په رمضان کې پیغمبر (ص) ته تدریس کیده
له ډیرو روایاتو څخه څرګندیږي چې جبراییل (ع) به د رمضان په میاشت کې هره شپه تشریف راوړو او پیغمبر (ص) ته به یې د قران کریم تدریس کاوه.
د ابن عباس (رض) څخه روایت دی: ژباړه ( پیغم بر (ص) به هغه وخت ډیر خوښ او ښه وو چې د رمضان په میاشت کې به جبراییل (ع) قرآن ورته وایه او د رمضان په هره میاشت کې به یې قرآن ورته تدرس کاوه) رواه البخاري
همدارنګه بخاري شریف یو بل روایت کوي او وایي: ( په هغه کال چې پیغمبر (ص) له نړۍ څخه رحلت کاوه نو جبراییل (ع) دوه ځلې ټول قرآن کریم ورته تدریس کړی دی) رواه البخاري
له پو تنیو روایتونو څخه څرګندیږي چې د رمضان میاشت هغه میاشت ده چې هر کال به د هغه په بهیر کې جبراییل (ع) د قرآن ک یم د تدریس او تکرار لپاره مامور کیده او پیغمبر (ص) ته به یې تدرس کاوه چې په دې حساب د قرآن د ځانګړي فضیلت میا ت ګڼل کیږي او د رمضان په میاشت کې د قرآن کریم د هغه  برخې مراجعه بشپړیدله چې د کال په اوږدو کې به پر پیغم بر (ص) باندې نازله شوې وه.
نو له همدې کبله زیاتو اسلامي پوهانو دا خبره غوره ګڼلې ده چې د اسلام په پیغمبر (ص) پسې د غوره اقتدا په نیت دا ښه خبره ده چې په دې میاشت کې د قرآن کریم زیات تلاوت وشي، ختم شي او په لمانځه کې وویل شي. همدارنګه د رمضان د میاشتې پر هغه فرصت کې د قرآن تلاوت وشي چې روژتی مومن مناسب وویني. همدارنګه که دغه ختم د تراویح په لمانځه کې په داسې شکل وشي چې د تلاوت ټول معیارونه یې په پام کې نیولی وي، مناسبه اندازه وویل شي نو د مسلمان په وړاندې  به یې د غوره ثوابونو ګټلو ته لاره پرانیسې وي. په همدې توګه که څوک کولای شي له یو ځل څخه زیات دې قرآن کریم په روژه کې ختم کړي څو د ثوابونو ونډه یې زیاته شي.
د رمضان په میاشت کې د قرآن کریم تلاوت خپل خپل آداب لري چې باید د هماغه آدابو په رڼا کې یې تلاوت وشي خو ځینې وګړي د قرآن کریم تلاوت د تراویح د لمانځه پر مهال په داسې ډول ادا کوي چې یوازې د قاري غږ اوریدل د اوریدلو وړ وي او دا نه معلومیږي چې څه وایي. شاید په دې ډول تلاوت سره تلاوت کوونکی د ثواب پر ځای د ګناه درجې ته ور نږدې کړي الله پاک دې موږ ته د قرآن کریم د غوره ت اوت توفیق را په برخه کړي.
د دې سلسلې لسمه برخه به  په رمضان کې د لمانځه په هکله وي له موږ سره اوس.......