په ډيری خواښينۍ سره د افغانستان يو
پياوړی ، مخلص او په وطن مين ځوی ، ډاکټر احمد شاه غني احمدزی ، د سه شنبه په ورځ ، سپتامبر 16 د 63 کالو په عمر ، د
واشنګتن په ېوه روغتون کې په حق ورسيد . قالو انا للله و انا اليه راجعون . ډاکټر احمد شاه غني احمدزی د شاه
جان ځوی ، د پوهاند اشرف غني مشر ورور ، دعبدالقيوم کوچی صاحب وراره او د فرقه مشر غني خان لمسی وو .
خدای
بښلي خپله زده کړه د حبيبيه په ليسه کې سرته رسولی وه اوله هغه وروسته د حقوق فاکولته د سياسي علومو په
څانګه کې په زدهکړه بوخت شو . بيا د لوړو تحیيلاتو لپاره فرانسې ته تللی وو چه له هغه ملک نه يي ډاکټري په سياسي
علومو کې تر لاسه کړه او د کابل پوهنتون د حقوق فاکولته د يوه تکړه او مدبر استاد په څير د روسانو تر راتګ پو
ی هلته استاد وو . د هغو دورو شاګردان ، دځينو نورو استادانو تر څنګ ، د دو تنو استادانو نومونه په حرمت س
ه يادوي چه يو يي مرحوم عزيز نعيم او دوهم يي پخپله ډاکټر احمد شاه غني احمدزی وو .
خدای بښلی غني احم
دزی د يوه واقعي او ايډيال پښتون ټول صفات درلودل: روسانو ته يي په هغو تنګو او لنډو شپو ورځو کې د امپيريالستي
ځواک نه ويل او په اوس حال کې يي پخپلو راديو يي او تلويزيوني خبرو کې په امريکا او د هغو په ډيموکراسۍ چه په
افغانستان کې غواړي پلې کړي ، بي له کوم خوف او هيرې نه په قاتعانه ډول نيوکې کولې . مرحوم ميلمه پال ، د
وي ايمان خاوند ، له هر دوست سره خورا مهربانه او له مخالفينو سره سوګند ياد کړی دښمن وو .
له ډاکټر
احمد شاه غني احمدزی نه يوه لور او د هغه ډير زيات دوستان او ملګري پاتې دي چه د هغه مرګ نه يوازې دهغه درنۍ کو
نې ته خو افغانستان ته يوه لويه ضايعه کڼي .
هغه د يو کال نه را په دې خوا ، د شکرې يا ډای بيټي په ناجوړې
اخته شوي وو چه پروردګار د هغه د نيکو اوصافو له امله هغه ته د روژې مياشت، چه د دوزخ درواې تړلې وي او د جنت د
وازې خلاسې وي ، ور په نصيب ګړ .
د مرحوم مړی لوګر ته يو وړل شو ترڅو په پلرنې هديره کې د خپل نيکه تر څ
نګ خاوروته وسپارل شي