اتحاد او يووالی د اسلام په رڼا کښې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14577
ژباړه – مسعود وردګ
دخبریدو نیټه : 2007-10-01

کله چې د شګو دانې سره يوځای شي نو يوه پراخه دښته ترينه جوړه شي او کله چې واړه سيندونه سره يوځای شي يو لوی بحر ترې جوړ شي، نو يووالی طاقت دی.
يووالی او اتح اد يو نه ماتيدونکی او ځواکمن ملت جوړوي. دغه علت دی چې اسلام په يووالي ډير ټينګار کړی دی.
يووالی يو رنګۍ ته نه وايي. مونږ اړ نه يو چې په يو رنګ ښکاره شو؛ يو ډول خبرې وکړو او هره نظريه په يو ډول سره شريکه کړو. دا يواځې د طبيعت خلاف نه بلکه  په هرلحاظ د امکان څخه بهر هم ده. 
اسلامي يووالی تر ټولو ارزښتناکه موضوع ده چې د ټولو مسلمانانو د رتبې او په ټولنه کې د هغوی د موقف سره سم د هغوي پورې اړه لري. اسلامي يووالی يواځې يوه سياسي موضوع نده. دا يووالي د مسلمانانو تر منځ د هغو اړيکو او خواخوږي څخه سرچينه اخلي چې د هغوي د ايماني ورورولۍ په پايله کي منځ ته راځي او په ټوله اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي دوه اړخيزو مرستو ته وده ورکوي.
يووالی په دوه ډوله ده چې بايد پرې پوه او يو دبل سره ېې ښه توپير وکړو.
يو د موخې (هدف) يووالي او بل د نظرېې يووالی ده. د مسلمان په توګه بايد زمونږ موخه تل يوه وي چې هغه د الله (ج) رضا او د اسلام د دين پرمختګ دی. مګر ددې سره سره بايد مونږ د نظريو د کوچنيو توپيرونو په شتون خفه نشو. دا په هر لحاظ د امکان څخه بهر ده چې مونږ دې تل يو نظر ولرو. سره لدې چې مونږ به خپلې موخې ښه په روښانه ډول په نظر کې ساتو مګر د هغو د لاس ته راوړلو لپاره کېدای شي چې مونږ خورا غوره نظرېي ولرو. 
ددوه اړخيزه مشورو؛ همدارنګه د پوهې او تجربې د شريکولو له لارې م ونږ پرمختګ کولی شو.  که مونږ په کومه موضوع سره اختلاف لرو نو راځۍ چې د اختلاف د څرګندولوغوره لاره اختيار کړو. په يوه مباحثه کې بايد تل د يوه مسلمان رويه داسې وي چې زما په اند زه ښه وايم خو کېدای شي چې زما خبره غلطه وي يا زما په اند ستا خبره غلطه ده خو کېدای شي چې ستا خبره صحيح وي؛ که مونږ په خپلمنځي معاملو کې دا رويه غوره کړه نو نه به د چا سپکاوې کېږي او نه به د چا احساسات زيانمن کېږي. کولای شو چې يو دبل سره خبرې اترې وکړو او له ښې لارې يو دبل سره د نظر توپير څرګند کړو او پدې ډول تل يو دبل درناوی وکړو. دا ټکي د رښتيني او اوږد مهالي يووالي جوړونکې بنسټونه دي.