رمضان د دعا میاشت ده
لوی خدای (ج) مومن انسان ته په ډیر نږدې واټن کې قرار لري او د هغه دعا اوري، که چیرې یې دعا په شرایطو برابره
او د قبول وړ وي او لوی خدای (ج) وغواړي نو قبلوي یې خو د مسلمان د دعاوو د قبلیدو بهترین وخت د رمضان میاشت ده
هغه مهال چې بنده د خپل خدای د امر سره سم روژه نیولې وي او خدای (ج) د دې عمل په مقابل کې هغه ته اجر ورکړي او
دعاوې یې قبولې کړي. نو لازمه ده چې روژتی د رمضان په میاشت کې د خپلو دعاګانو ونډه درنه او د خپلو دیني او دنیوي
امورو د ښه والي لپاره د لوی خدای (ج) دربار ته د زاریو منګولې پورته کړي. د رمضان په میاشت کې دعا کول ښه کار
دی خو لاندې څیزونه هم باید په نظر کې و نیول شي:
لومړی: د دعا کولو د غوره وخت اختیارول
په رمضان او له
مضان څخه پرته د دعا د کولو او د هغه د قبلیدو تر ټولو غوره وخت د شپې اخري لحظه یا د پشلمي وخت دی. همدا
نګه د فرضي، سنت او نفلي لمونځونو تر اداکولو وروسته بل هغه مناسب وخت دی چې د دعا د قبلیدو چانس پکې زیات دی. په
همدې توګه د جمعې د ورځې وروستۍ لحظه، روژه ماتی یا افطار، د آذان، اقامت، مسافري او داسې نور وختونه هم د دعا د
بلیدو لپاره مناسب وختونه ګڼل شوي دي.
دویم: د ښه ځای انتخاب
د دعا د اجابت لپاره غوره ځایونه جوماتونه، د
مکې مکرمې حرم، د مدینې منورې نبوي جومات او ټول هغه محلات غوره ځایونه دي چې بنده د خدای (ج) عبادت کوي او خپل ځان
خدای پاک ته پکې نږدې احساسوي.
دریم: د دعا کوونکي حالت
د دعا کوونکي حالت هم د دعا د قبلیدو په مسیر کې ستر
ول لري. که چیرې دعا کوونکی مسافر وي نو د مسافر مومن دعا د قبلیدو وړ ده. همدارنګه که چیرې دعا کوونکی پلار وي
او د خپل اولاد لپاره دعا کوي، یا روژتی وي، یا د خدای د حقې لارې هڅاند وي او د دوو صفونو د مخامخ کیدو په صورت
کې د هغه مسلمان دعا د قبلیدو وړ ده چې د خپلو ټولو شرعي احکامو او اړتیاوو پر مهال یې د غلیم د یرغل په مقابل کې
صف نیولی وي، یا دا چې دعا کوونکی مظلوم وي او د ظالم د ظلم د رفع کیدو په هکله دعا کوي نو د ذکر شوو اصنافو دعاوې
د قبول وړ دي البته په هغه صورت کې چې د اخلاص، ریښتنولۍ او د دعا د قبلیدو ټول شرایط یې پوره کړي وي.
په همدې
توګه هغه مهال هم د دعا کوونکی دعا د قبول وړ ده چې د یوه داسې بیړني حالت سره مخ شي چې نور نو د هیلو ټولې ممکنې
ارې یې پر مخ بندې شي او له ستونزې څخه دخلاصون په موخه یوازې د خدای (ج) دربار ته پناه ور وړي او خپله ستونزه د
بشپړې عاجزۍ په منګولو کې د پاک پروردګار حضور ته تقدیم او د حل غوښتنه یې د ځمکې او آسمانونو له ستر واکمن څخه
وکړي نو په داسې یوه حالت کې هم د مسلمان دعا د قبلیدو چانس زیات دی.
یو روایت دی چې یوه ورځ موسی علیه السلام
په یوه ځای تیریده یو سړی یې ولید چې د خدای دربار ته دعا کوي نو د موسی (ع) زړه پرې وسوزیده او خپل پروردګار ته یې
وویل: چې لویه خدایه په خپلې مهربانۍ سره د دې سړي دعا قبوله کړه. په همدې وخت کې د خدای (ج) له لوري ورته فرمان
اغی چې دا سړی دعا کوي خو زړه یې بل ځای دی نو موسی (ع) نوموړی شخص له دې قضیې څخه خبر کړ هغه سړی متوجه شو د جسم او
زړه لاره یې یوه کړه او دعا یې وکړه نو دعا یې قبوله شوه.
لکه مخکې چې وویل شول ضروري ده چې دعا کوونکی د خپلې دعا
پر مهال د خدای (ج) دربار ته په داسې یوه حالت کې دعا وکړي چې د زړه له اخلاصه وي او خپل زړه یې په ریښتنې توګه د
خدای (ج) په دربار باندې تړلی وي. خو که چیرې مومن انسان په تمامه مانا د دعا پر مهال د خدای (ج) دربار ته متوجه
نه وي نو د دعا د قبلیدو چانس یې کمیږي.
په دې هکله پیغمبر (ص) په یوه حدیث شریف کې داسې فرمایلي دي: ژباړه ( خپله
دعا پداسې حالت کې وکړی چې د قبلیدو ټول شرایط مو پوره کړي وي او په دې خبره باید آګاه شی چې خدای (ج) د غافل او بې
پروا سړي دعا نه قبلوي) رواه الترمذي
څلورم: د دعا صفت
اړینه خبره ده چې دعا کوونکی د اوداسه په درلودلو سره
خپل ځان عادت کړي او په داسې یوه حالت کې د خدای (ج) دربار ته دعا وکړي چې اودس ولري، پاک وي او زړه یې له هراز ت
ویشي فکرونو او چرتونو څخه د خدای (ج) په لوري متوجه کړی وي. بل دا چې دعا کوونکی مخامخ قبلې ته کښیني، خپل
اسونه د زاریو د خیراتي کچکول په حیث د خدای (ج) دربار ته پورته او خپله غوښتنه درې ځلې تکرار کړي.
د دې خبرې
یادونه ضروري ده چې هغه ډول دعاګانې د خپلې غوښتنې د طرح کولو لپاره اختیار کړي چې له پوره ماناوو څخه ډکې وي. په
دې هکله د پیغمبر (ص) په احادیثو کې ګڼې مسنونې دعاګانې موندل کیږي چې زده کړه یې آسانه خبره ده نو غوره خبره به وي
چې دعا کوونکی دغه راز دعاګانې یادې کړي او بیا یې د خدای (ج) دربار ته د خپلو اړتیاوو پر مهال وړاندې کوي. خو
یوه خبره ضروري ده هغه دا چې که دعا په هر لفظ او هره ژبه وویله شي پروا نه لري او د قبلیدو چانس لري چې شرط یې
د زړه اخلاص دی.
همدارنګه خدای (ج) ته د نږدیوالي په موخه د الله پاک نومونه یا اسماالحسنی ویل د دعا پر مهال
لوی اجر او د قبلیدو په چانس کې لوی لاس لري، مسلمان ته نه ښایي چې هیڅکله په ناوړه الفاظو سره خپله غوښتنه د
خدای (ج) حضور ته وړاندې کړي.
په همدې توګه دعا یوازې د خدای په نامه روا ده او مسلمان ته نه ښايي چې د یوه مړه
انسان له نامه او زیارت څخه د خپل حاجت د رفع کیدو غوښتنه وکړي ځکه چې مړی که په ژوند هر څومره ښه سړی وي خو چې ک
ه مړ شي نو هغه بیچاره یوه داسې حالت ته ورسیږي چې په خپله د نورو مسلمانانو د دعا محتاج وي، نور انسانان یې
خښوي، د جنازې لمونځ ورباندې کوي او هر راز تړاو یې له نورو انسانانو سره پرې شي. نو مړ انسان به چا ته څه و
کړي؟ له ټولو اسلامي آدابو سره یو ځای د مسلمانانو د مړو زیارت سنت دی خو د دوو موخو لپاره یو دا چې مړي ته
دعاوې وشي او ژوندي خلک د لوی خدای له دربار څخه هغه ته د مغفرت دعاګانې وکړي. بل دا چې سړي ته دا د عبرت پته و
ګیږي چې یاره وروستی منزل دې همدا دی او دا اوښ به هرو مرو یوه ورځ ستا په دروازه کې هم چو کیږي او هر ژوندی ساکښ
د مرګ څکونکی دی. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې په دې هکله زموږ د افغاني ټولنې ملاامامان، روحانیون او علما د
خپلو خلکو د پوهولو په لاره کې له خپل اغیزمن رول څخه مثبته او فعاله ګټه نه اخلي، زیاتره دعاوکوونکي او د مړو
زیارت کوونکی په داسې لوبو لګیا وي چې شاید د ګناه له سرحده ښه ډیر ور تیر شي او د ثواب د ګټلو پر ځای د ګناه م
تکب شي. نو ضروري خبره ده چې مومن بنده له خدای (ج) پرته د هیڅ شخص له نامه څخه څه و نه غواړي او نه هم د خپلې دعا
منګول د بل چا په نامه اوږده کړي.
پنځم: د دعا آواز
غوره خبره ده چې د دعا الفاظ په ټیټ او غلي آواز وویل شي ا
بته په داسې ډول چې څوک یې وا نه وري تر څو د دعا کوونکي غږ د نوور انسانانو د تکلیف باعث نه شي خو که چیرې دعا جم
عي حیثیت ولري له لمانځه وروسته او یا نورو داسې مناسبتونو کې کیږي نو بیا پروا نه کوي چې د دعا الفاظ په لوړ
واز تکرار شي. اوس مهال بیا داسې یوه زمانه راغلې ده چې په زیاتو سیمو کې له لوډسپيکرونو څخه د دعا پر مهال
ناسمه استفاده کیږي او داسې یو هیاهوی یې جوړ کړی وي چې هیڅوک یې د ږغ په کشفولو نه بریالي کیږي بلکي نږدې وګړي خو
څه چې آن لرې خلک یې هم له ږغ څخه په تکلیف کیږي او په کورونو کې ماشومان، ناروغان او عام خلک له هغه څخه د تکلیف
احساس کوي چې له دغه راز دعا څخه په پټو الفاظو دعا ډیره بهتره ده او یا دا چې د دعا آواز دومره لوړ شي چې یوازې ح
اضرو خلکو ته د اوریدلو وړ وي.
شپږم: د دعا لپاره به مانع وجود نه لري
ځینې څیزونه لکه د حرام مال خوړل، سود،
غلطي، رشوت، خطا ویستل، د یتیم د مال خوراک، ظلم او داسې نور هغه څیزونه دی چې که دعا کوونکی پکې قرار ولري نو د
دعا د قبلیدو چانس یې تر هغه مهال پورې نشته چې د دې څیزونو څخه ځان د پاکوالي یوې روښانه فضا ته را وباسي. نو ضرو
ي ده چې مسلمان دعا کوونکی ذکر شوې او په دې ډول نور داسې موانع له منځه یوسي چې د دعا د قبلیدو چانس له منځه
وړي.
اووم: دعا باید د یوه سپیڅلي هدف لپاره وي
که چیرې دعا د ناروا غوښتنې او یا داسې څیزونو لپاره وي چې پاک
خدای حرام ګرزولي، نورو انسانانو ته ضرر رسوي او غوښتل یې لازم نه وي نو د دې ډول دعا د منل کیدو چانس هم په اس
امي آثارو کې نه لیدل کیږي. نو ضروري ده چې دعا د یوه سپیڅلي هدف، روا موخې او روښانه هیلو د سر ته رسیدلو لپاره
وي. باید وویل شي چې د رمضان میاشت د مناسبو او روا غوښتنو لپاره د دعا تر ټولو مناسب فرصت ګڼل کیږي چې مسلمانان
د خپلو دیني او دنیوي چارو د سمون لپاره دعاګانې پکې وکړي.
د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم
ته ده له موږ سره اوسی........