(۱۶)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14687
ګل آغا احمدي وردګ
دخبریدو نیټه : 2007-10-07

لیله القدر یا د قدر شپه

د قدر شپه د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې او طاق شپو کې راځي چې له زرو میاشتو یا درې اتیا کلونو څخه هم غوره ده. د دې میاشتې عبادت مسلمان ته د تیرو ګناهونو د بخښلو سبب کیږي لکه چې زیات قرآني او نبوي لارښوونې د دې خبرې ویندويي کوي چې وروسته به ذکر شي. د یوه حدیث شریف مفهوم دی هغه چا چې د ایمان او احتساب په فضا کې د قدر شپه ه عبادت، اطاعت، د قرآن له تلاوت، غوره بندګۍ، خالص نیت او دعا په فضا کې و نمانځله نو لوی خدای (ج) د هغه مسلمان تیر ګناهونه بخښي. د قدر شپه د روژې د وروستۍ لسیزې په طاق شپو کې موجودیت چې انسانانو ته په واضحه توګه د هغه یدل او کشف کول ممکن نه دي خو په یو شمیر احادیثو کې د هغه ځینو نښو ته اشاره شویده چې په څه ډول شپه ده؟ د دې ټو و سره سره بیا هم د دې شپې څرګندیدل همداسې نامعلومه پرې ښودل شوي دي. د زیاتو پوهانو په نظر د دې حکمت له مخې نامعلومه پاتې شوې ده څو مسلمانان لومړی خو د ټول رمضان میاشت او بیا په ځانګړې توګه د هغه وروستۍ لسیزه او طاق شپې عبادت په ځانګړو مراسمو و نمانځي او د خپل نیک عمل د تلې پله پرې درنده کړي.
د قدر د شپې ماناوې
د قدر شپه ګڼې ماناوې لري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي:
د قدر په شپه قرآن کریم نازل شوی دی او ځینې آثار وایي چې د دې شپې یوه مانا دا ده چې ملایکې په دومره لوی شمیر ځمکې ته تشریف راوړي چې نور نو د ځمکې په سر خالي ځای نه پاتې کیږ ي، د انسانانو او مخلوقاتو اعمال وزن کوي.
د قدر د شپې بله مانا دا ده چې په دغه شپه د انسانانو اعمال وزن کیږ ي او د ټولو اعمالو د تقدیراتو پروسه په همدې شپه صورت مومي.
د قدر د شپې عظمت او لویي
خدای (ج) په قرآن کریم کې د نوموړې شپې د عظمت په هکله فرمایلي دي: ژباړه ( دغه قران مو په مبارکه شپه نازل کړی دی اوموږ د هغه مراقبت کوونکي یو) سوره دخان لومړی آیت
په دې آیت شریف کې لوی خدای د قدر شپې ته دمبارکې شپې نوم ورکړی دی او د ډیرو ع ماوو او محدیثینو له نظره دا شپه د قدر شپه ده چې قرآن کریم پکې نازل شوی دی.
په بل ځای کې یې فرمایلي دي: ژباړه ( په دې شپه د هر حکم امر جدا کیږي) د دخان سوره دویم آیت. پوهان د دې آیت شریف تفسیر په دې ډول کوي چې په دې شپه د ټو و پیدا شویو څیزونو اندازه ګیري او تقدیر په عامه توګه صورت مومي، په دې شپه د مرګ او ژوند، د خلاص شوي او ه اک شوي، د بختور او بدمرغ، د حاجي او غیر حاجي، د عزتمندۍ او ذلت، د آبادۍ او و چکالۍ او هر هغه څه چې خدای ج په یوه کال کې غوښتي وي اندازه او تقدیر صورت مومي.
د پیدا شویو څیزونو د اندازه کولو او تقدیر څخه مطلب د پوهانو په نظر هغه تقدیرات دي چې په همدې شپه لوح محفوظ ته لیږدول کیږي. خو ځینې بیا وایي چې هدف له تقدیراتو څخه دا دی چې په دې شپه نوموړي تقدیرات ملایکو ته معلومیږي چې ګواکي په یوه کال کې د مخلوقاتو د برخلیک په اړه کومې پیښې، بدلونونه او څه ډول چارې را منځته کیږي. بیا هم وروستۍ خبره په دې هکله دا ده چې د دې ډول تقدیراتو له یادونې څخه یوازې د کایناتو ستر واکمن خدای (ج) ښه پوهیږي چې اصلي موخه یې څه ده؟
د قدر په سوره کې لوی خدای فرمایلي دي: ژباړه ( دغه قرآن د قدر په شپه نازل شوی دی، څه پوه شوی چې د قدر شپه څه شی ده، د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده، په دې شپه ملایکې او جبراییل له هر امر سره د خدای په امر نازلیږي، امن دی حتی د سهار تر راختلو پورې)  د قدر سوره له لومړي آیت څخه تر وروستي آیت پورې
لوی خدای ج دغه شپه د قدر د شپې په نوم و نوموله ځکه چې دغه شپه د خدای په نزد باندې ډیر ستر مقام لري او په دې شپه ګناهونه بخښل کیږي. همدارنګه په نوموړې شپه باندې عیوب پټیږي او مومنو انسانانو ته د مغفرت غیږه پرانیستل کیږي لکه چې ابو هریره (رض) په یوه حدیث شریف کې وایي چې پیغمبر (ص) ف مایلي دي: ژباړه ( چا چې د قدر شپه د ایمان او احتساب په فضا کې د خدای په عبادت سره تیره کړه نو د هغه تیر ګناهونه بخښل کیږي) رواه بخاري و مسلم
په ویښ والي باندې د قدر د شپې تیرول
په بیدارۍ یا ویښ والي باندې د در د شپې تیرول مستحب عمل دی څو د هغه د ګیرکولو لپاره  د رمضان د میاشتې د وروستۍ لسیزې په طاق شپو کې د عبادت کولو ځانګړې هڅه وشي او د امکان په صورت کې ذکر شوې طاق شپې د خدای په اطاعت، عبادت، لمونځ، دعاوو او د قرآن کریم په تلاوت سره تیرې شي او دغه عمل ته اسلامي پوهانو د مستحب امر لقب ورکړی دی. باید وویل شي چې د رمضان د وروستۍ سیزې طاق شپې د همدې میاشتې ۲۱، ۲۳ ، ۲۵، ۲۷، او ۲۹ شپې ګڼل کیږي چې روژتی یې د ویښ تیرولو هڅه کوي.
د قدر د شپې وخت
پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( د قدر شپه د رمضان د میاشتې د وروستیو لسو روژو په طاق شپو کې پیدا کړی) رواه البخاري
خو ابن عمر (رض) روایت کوي چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( د قدر شپه د روژې اووه ویشتمه شپه ده) رواه احمد و سنن ابي داود
ابن عباس په دې نظر دی چې د قدر شپه د روژې ۲۷ ده او هغه خپل ګمان د ځنیو نورو امورو په سبب داسې څرګندوي چې آسمانونه اووه طبقې لري، ځمکه اووه طبقې ده، اونۍ له اوو ورځو څخه تشکیل شوې ده، انسان له اوو څ یزونو څخه پیدا شوی دی، طواف اووه ځلې کیږي، د صفا او مروا تر منځ اوه ځلې سعیه یا کوښښ کیږي او د حج په موسم کې د یطانانو ویشتل د اوو شګو په وسیله صورت مومي چې رمی الجمار ورته ویل کیږي نو د ده په ګمان چې د قدر شپه هم د وژې د وروستۍ لسیزې اوومه شپه چې د اووه ویشتمې روژې له شپې سره برابره ده.  
خو د دې ټولو احتمالاتو سره سره دا خبره تر اوسه پورې په غوڅ ډول ثابته نه ده چې ګواکي د رمضان د میاشتې د روژې ۲۷ شپه دې هرو مرو د قدر شپه وي بلکي دغه امر د اسلام په ټول دور کې نا معلوم دی کیدای شي د رمضان د میاشتې د وروستۍ لسیزې هر یوه طاق شپه د قدر د شپې سره سمون ولري.
د قدر د شپې نمانځنه
لازمه ده چې د قدر په شپه یو مسلمان زیاتې دعاګانې وکړي، لمونځ وکړي او د قرآن کریم تلاوت ته ښه زیات وخت ځانګړی کړي او دغه دعا زیاته تکرار کړي لکه چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عني) ژیاړه ای خدایه ته عفو کوونکی یې، عفو دې خوښیږي نو ماته عفو وکړه) همدارنګه نورې داسې ډیرې  ماثورې دعاګانې شته دی چې باید وویل شي. په همدې توګه دعا کوونکی مومن کولای شي چې په خپله ژبه د خپلو دیني او دنیوي امورو د ښه والي لپاره راز راز دعاګانې په دې شپه وکړي او که چیرې د زیات وخت لپاره انسان دغه شپه په ویښ والي او عبادت سره تیره کړي نو غوره خبره ده.
د قدر د شپې د ثبوت نښې
د قدر د شپې د نښو او علایمو په هکله د خلکو تر منځ ډول ډول خبرې شته او په دې هکله یو لړ احادیث هم وجود لري چې موږ د دې ډول خبرو او وارد شوو اح ادیثو په هکله لنډه یادونه کوو:
لومړۍ نښه: د هغه ورځې د سبا لمر به ډیر روښانه نه وي
ابی بن کعب (رض) روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) موږ خبر کړي یو چې د قدر د شپې یوه نښه دا ده چې د هغه شپې د سبا لمر به په داسې شکل وي چې زیاته شعاع به نه لري) رواه مسلم
دوهمه نښه: دغه شپه به روښانه وي خو ډیره ګرمه او ډیره یخه به نه وي
د ابن عباس ( ض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( د قدر شپه به روښانه او ځلیدونکې وي، ډیره توده او سړه به نه وي، د دې شپې وروسته به د روځې لمر سوربخن او کمزوری وي) صحیح ابن خزیمه
دریمه نښه: په دې شپه به ستوري په آسمان کې نه واریږي
له وایله بن الاسقع (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( د قدر شپه به روښانه وي، نه به ګرمه  او نه یخه وي، په دې شپه کې به ستوري نه واریږي) رواه الطبراني
د دې حدیث مانا دا ده چې په دې شپه به ویشتونکی شهاب په آسمان کې نه فیر کیږي ځکه چې شيطان ته په دې شپه د وتلو اجازه نشته او نشي کولای د آسمان کنارو ته ورلنډ شي.
همدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې عباده بن صامت د پیغمبر (ص) څخه روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( دغه شپه به صافه او ځلیدونکې وي، سپوږمی به یې ډیر روښانه وي، دغه شپه به آرامه او معتدله وي، ګرمي او ساړه به نه وي، ستوري به نه واریږي، لمر به یې په سهار باندې زیاته روښنايي نه لري بلکي  د څوار سم سپوږمي ته به ورته وي او په دې شپه شيطان ته د وتلو اجازه نشته) رواه احمد
د قدر د شپې د نښو په هکله موجود افواهات
ځینو کسانو د یو شمیر علامو یادونه کړې ده چې د دغه راز او ورته نښو په هکله په ځینو ټولنو کې هم خبرې او ګنګوسې شته دي، خلک یې خوله په خوله یوه بل ته انتقالوي او بحث پرې کیږي خو کوم شرعي اصل نه لري. د دې ډول افوهاتو ځینې نمونې په لاندې ډول دي:
• ځینې وایې چې وایي چې په دې شپه ټولې ونې په سجده پریوزي کله چې سهار شي نو خپل اص ي حالت ته را ګرزي چې دا ډول خبره د اسلامي پوهانو په آند ناسمه ده.
• ځینې وايی د قدر په شپه تروې اوبه په خوږو بدلیږي چې داخبره کوم شرعي اصل نه لري.
• ځینې وایي چې په دې شپه سپي نه غاپي چې دا خبره ناسمه ده
 ځینې وایي چې په دې شپه په تیاره ځایونو کې ډیوې لګیږي او ټول ځایونه روښانه وي او ځینو خلکو ته په ځانګړي ډول دِغه ډیوې ښودل کیږي چې دا خبره ناسمه ده او کوم شرعي دلیل نه لري.
• ځینې وايی چې په دې شپه له هر لوري غیبي وازونه او په لوړ آواز د سلام اچولو غږ تر غوږ کیږي چې دا هم ناسمه ده خو ځینې پوهان د دې خبرې احتمال نه ردوي چې الله پاک په ځانګړي ډول خپلو ځینو داسې دوستانو ته غیبي آواز تر غوږ کړي چې په ټولنه کې نا معلوم دي خو الله پاک ته نازولي، دینداره، مخلص، ریښتني، عالم او مختار کسان دي. خو دا کار یوازې د قدر په شپه پورې منحصر نه دی او بل دا چې عامه بڼه نه لري.
د قدر د شپې په اړه دوه مهم څیزونه
د قدر د شپې په هکله دوه ډیر مهم څیزونه دي چې باید مسلمانان یې په پام کې ونیسي:
لومړی: په دې خبره باندې د خلکو پوهول ضروري دي او ښه خبره هم دا ده چې څوک دې د دې شپې د لیدلو هڅه نه کوي بلکي د قدر له شپې څخه عبرت پدې کې دی چې له خپل ځان څخه د هغه په اړه د عبادت کولو هڅه، اخلاص، تلاش، کوښښ او هلې ځلې څرګندې کړي. د پوهانو په آند د قدر د شپې د پټ پریښودلو یو عمده دلیل هم دا دی چې هیڅوک د هغه په بشپړ لیدلو بریالي نه شي څو هر مسلمان د رمضان په میاشت، د دې میاشتې په وروستۍ لسیزه او د و وستۍ لسیزې په طاق شپو کې ډیر زیات عبادت وکړي، دعاوې وکړي، خپلو ګناهونو ته مغفرت وغواړي او خپل ځان د الله پاک دربار ته ډیر نږدې کړي.
دویم د قدر د شپې په هکله راجح قول دا دی چې دغه شپه یوازې د اسلامي امت لپاره نه بلکي پخوانیو امتونه هم د دې شپې له امتیاز څخه برخمن وو.
د ابي زر (رض) څخه روایت دی چې له پیغمبر (ص) څخه پوښتنه و وه چې ای د خدای پیغمبره آیا د قدر شپه د پیغمبرانو په راتګ سره راځي او کله چې هغوی وفات شي نو بیرته پورته کیږ ي؟ پیغمبر (ص) ورته وویل ( نه بلکي هغه به پاتې وي)
د دې حدیث شریف څخه څرګنده شوه چې د قدر شپه د ټول هغه عالم ب ریت لپاره عمومیت درلود چې د خدای له لوري یې د راغلو پیغمبرانو دعوت ته لبیک ویلی دی.
خدای دې (ج) دې موږ ته د داسې عبادت توفیق راکړي چې د دې مبارکې شپې بشپړ امتیاز مو په برخه شي.
د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله ب خه هم شته ده له موږ سره اوسی........