ښايي چې تر ډېره بريده زمونږ خويندو او ورونو ته د اس
ام د سپېڅلي دين په اړه معلومات وي ؛ زه غواړم چې پخپل اند د هغه ځنې بنسټيزي موخې دلته ترڅه کچې په ګوته
کړم.
· الوهيت :لمړی تر هر څه دا دين خپل پلويان د ټولو باطلو خدايانو څخه خلاصوي او
هغوي د يوه خداي بنده ګۍ ته رابولي. پدې مانا چې د اسلام د کلمې په ويلو سره انسان دا ژمنه کوي چې خپل ټول ژوند به
ددې سپېڅلي دين د لارښودنو سره سم تېروي ؛ هر څه چې دا دين ېې ورته د کولو امر کوي هغه به ښه په مينه کوي او د هر څه
څخه ېې چې منعه کوي هغه به نه کوي. هر هغه قانون چې ددې قانون سره په ټکر کې وي نو په هغې به نه عمل کوي او نه به و
سره مينه کوي.
· رسالت: د اسلام سپېڅلي دين په دوهم پړاو کې مسلمان د إلله (ج) د
استازو(پيغمبرانو) منلو او د هغوي په تګلاره باندي تللو ته رابولي . لکه چې وايي: د يو عمل د قبلېدو لپاره اخلاص
؛ د حضرت پيغمبر(ص) د سنتو سره د هغه عمل سمون او......... خورا ارزښتناک دي.
· انسانيت: د
اسلام سپېڅلی دين د انسان څخه په هر اړخيز ډول تر ټولو غوره انسان جوړويِ؛ ځکه همدا دين ده چې انسان:
v د دروغو څخه منعه کوي.
v د غلا څخه منعه کوي.
v د ر
وت څخه منعه کوي.
v دظلم څخه منعه کوي.
v دبل په مال ؛ ژوند او ناموس باندې د تېري
څخه منعه کوي.
v همدا دين ده چې د امانت د خوندي ساتنې امر کوي.
v همدا دين ده چې
دانسان د سر؛ مال ؛ ناموس او شخصيت ساتنې ته ژمن ده او ان تر دې چې شا په شا هم د انسان د شخصيت سپکاوي (غيبت) ح
اموي.
v همدا دين ده چې انسان ته د خپلې شهواني غوښتنې د پوره کولو تر ټولو غوره لاره ښيي او پدې
ډول د يوه ځناور څخه چې په هر ځاي او هر ډول حال کې دا غوښتنه پوره کوي؛ په غوڅ ډول د هغه توپير
کوي.
v همدا دين ده چې د بل انسان د مجبوريت څخه ناوړه ګټه اخستل(سود) حراموي.
v
همدا دين ده چې انسان ته د خپلې ژمنې د پوره کولو سبق ورکوي او ان تر دې چې د ژمنې ماتول د منافقت د نښو څخه يوه نښه
بولي.
v همدا دين ده چې د مينې او محبت تر ټولو لوړې کچې ته پورته او مسلمانانو ته د ورورولۍ سبق
ورکوي لکه چې واېې چې: بې له شکه مومنان سره ورونه دي. همدا رنګه وايي چې که ستاسو تر څنګ ستاسو ګاونډی وږي وي نو
تاسو ته ستاسو حلاله ډوډي تر هغې حرامه ده تر څو هغه ته د خوراک څه ورنکړۍ.
v همدا دين ده چې مش
انو ته د درناوي او په کشرانو د مهربانۍ سبق ورکوي. پيغمبر(ص) فرمايي چې څوک د مشر درناوی نه کوي او په کشر ترحم
نکوي زما د امت څخه نده. په بل ځاي کې فرمايي: چې تاسې تر هغې پورې بشپړه مومنان نشۍ کېدای تر څو چې څه د ځان لپاره
خوښوۍ نو بل مسلمان ته ېې هم خوښ نه کړۍ او چې ځان ته تري کرکه کوي نو بل مسلمان ته هم ترې کرکه ونکړۍ.
· عدالت: پرته له شکه د ټولنيز عدالت نشتوالی په ټولنه کې د بې شمېره ستونزو لامل ده
له همدې کبله د اسلام د سپېڅلي دين بله بنسټيزه موخه د ټولنيز عدالت منځ ته راوړل دي او دا دين د نړۍ پر مخ د ټو
و نظامونو څخه په لوړه کچه ټولنيز عدالت ته ژمن ده. قرانکريم فرمايي چې کله تاسې د چا تر منځ پريکړه کوي نو دا
پرېکړه د عدالت په بنسټ وکړۍ؛ بل ځای کې فرمايي عدالت وکړۍ ځکه چې عدالت تقوا ته ډېر نزدې ده ؛همدارنګه غواړم د بې
ګې په ډول د اسلام د لمړيو وختونو دا يوه پېښه دلته ياده کړم. هغه داسې چې د يوه مسلمان او يهودي تر منځ يوه ورځ د
يوې تورې په سر شخړه پيدا شوه؛ په پايله کې دواړه د پرېکړي لپاره پيغمبر(ص) ته ورغلل څرنګه چې هغه توره د يهودي ح
ق وه نو حضرت پيغمبر(ص) د يهودي په حق کې فيصله وکړه او همدا فيصله حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر (رض) هم پلې
کړه.
2 . اکتوبر . 2007