پیغمبر (ص) په رمضان کې
د خدای نازولي پیغمبر حضرت محمد (ص) ټول ژوند د مسلمانانو لپاره د درسونو او عبرتونو ډک دی او د مومنانو
پاره د قدوه حسنه مثال لري. نو د رمضان په میاشت کې بیا هم دغه قدوه حسنه او نیکه نمونه په ښکاره توګه تمثیل
کیږي چې مسلمانان ورپسې اقتدا وکړي.
پیغمبر (ص) مدینې منورې ته له خپل هجرت څخه وروسته هغه مهال د عاشورا د ورځې
د روژې نیولو حکم وکړ چې د رمضان د میاشتې روژه لا فرض شوې نه وه. خبره داسې وه چې کله پیغمبر (ص) ولیدل چې په مدینه
منوره کې هستوګن یهودان د عاشورا په ورځ روژه نیسي نو رسول الله ص ترې و پوښتل (چې دا کومه ورځ ده چې تاسو روژه پرې
نیستی؟)
هغوی وویل: دا خو یوه ډیره عظیمه ورځ ده چې موسی (ع) او قوم ته یې خدای پاک په دې ورځ نجات ورکړی، فرعون
او د هغه قوم یې په همدې ورځ باندې غرق کړی، نو موسی (ع) به خدای ته د شکر او مننې په عنوان باندې دغه ورځ روژه نیو
ه او موږ هم دغه ورځ روژه نیسو. نو پیغبر (ص) و فرمایل: ( نو موږ خو باید په دې ښه کار کې له تاسو وړاندې وو چې د موسی
(ع) د دې غوره عمل پیروي وکړو) نو رسول الله (ص) روژه و نیوله او نورو مسلمانانو ته یې هم د روژې نیولو حکم وکړ.
رواه البخاري
روایتونه وایي مخکې له دې چې په مسلمانانو باندې د رمضان د میاشتې روژه فرض شي نو د دې ورځې روژه
نیول پرې واجب وو خو کله چې د رمضان د میاشتې روژه فرض شوه نو مسلمانانو ته د عاشورا د ورځې روژه نیول سنت و ګرزول
شوه.
پیغمبر (ص) به په رمضان کې د عبادت کولو ځانګړې پاملرنه کوله او عبادت یې تر دې اندازې پورې زیات کاوه چې دوې
روژې به یې هم سر په سر او پرته له افطار څخه نیولې او کله به چې اصحابو د پیغمبر (ص) د دې عمل د اقتدا هڅه وکړه چې
ګواکی دوی هم دوې روژې سر په سر او له افطار کولو پرته ونیسي نو هغوی به یې لدې کار څخه منع کول او ورته ویل به یې:
( زه په روژه کې ستاسو په څیر نه وم، بلکي زما پروردګار ماته اوبه او طعام راکوي) رواه البخاري
پیغمبر (ص) به
په رمضان کې د قرآن کریم تلاوت زیات کاوه او مسلمانانو ته به یې داسې لارښوونه کوله: ( په افطار یا روژه ماتي کې
بیړه وکړی خو په پشلمي کې بیا وروسته والی ښه دی) هغه به د ماښام د لمانځه د مخه روژه ماتی او بیا به یې لمونځ ادا
کړ خو پشلمی به یې داسې مهال کاوه چې د پشلمی او سهار د لمانځه تر منځ به ډیر کم وخت پاتې کیده. رواه البخا
ي
پيغمبر (ص) د رمضان په میاشت کې مختلف سفرونه کړي دي د بدر غزا، د مکې مکرمې فتح او داسې نور مهم واقعات او
سفرونه د رمضان په میاشت کې پیښ شوي دي. همدارنګه پیغمبر (ص) به په خپل هغه سفر کې روژه نیوله چې ډیر به سخت نه وو
خو کله کله به یې د سختۍ پر مهال روژه په سفر کې روژه ماتوله.
ابي دردا (رض) روایت کوي چې یوه ورځ په سفر کې وو،
سخته ګرمي وه او زموږ په منځکې یوازې پيغمبر (ص) او یو بل صحابي چې عبدالله نومیده روژه وو نورو ټولو ماته کړې وه)
رواه مسلم
همدارنګه په یو بل روایت کې ابن عباس (رض) فرمایي ( پیغمبر (ص) به په کور او سفر کې د خپل ژوند تر پایه
د میاشتې د سپينو ورځو روژه همیشه نیولې ده) رواه النسايي
سپینې ورځې د هرې هجري قمري میاشتې ۱۳ ، ۱۴ او ۱۵ ورځې
دي هغه مهال چې سپوږمی پوره کیږي او د شپې خپله رڼا د ځمکې په توره پرده باندې هواروي.
همدارنګه پيغمبر (ص) به د
رمضان په میاشت کې د خیرات، صدقې او نورو نیکو کارونو په هکله تل له نورو وړاندې او په ټولو خلکو باندې مشفق او
مهربانه وو.
الله پاک دې موږ ته توفیق راکړي چې په خپلو نیکو عملونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د
اعمالو، اقوالو او تقریراتو پیروي وکړو.
د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره
اوسی........