چې څنګه ماشومانو د پلار په لاسونو کې پلاستيکي کڅوړې و
يدې ، ورمنډې يې کړې ، ستړي مشي هېر شول ، هر چا په کڅوړو کې خپل نوي بوټونه لټول .
خو کلثوم په انګړ کې
دغه ننداره ، د خونې له کړکۍ کوله . پلار يې راننوت ، څو جوړې بوټان يې د هغې مخ ته کېښودل :
لورې
خپله يې خوښ کړه !
کلثوم يوه جوړه خوښ کړل ، دواړه يې خوا په خوا کېښودل ، ښکلي برېښېدل ، کوچنى لاس يې پ
ې را تېر کړ .
يو ناڅاپه پورته شوه ، خو بېرته ړنګه بنګه را ولوېده ، مور يې بسم الله کړ .
ټول غلي وو ،
کلثوم بېرته بوټان له مخې لرې کړل : نه ، نه يې غواړم .
مورې ته ووايه !؟ په بوټانو څه وکړم ؟ هر څه
جوړه ښه ښکاري ، زه د بوټانو جوړه نه خرابوم .
د مور سترګې د کلثوم په لور پرانيستې پاتې وې او له سترګو
را روانې اوښکې يې يوه – يوه ګريوان ته څڅېدله .
کلثوم ، بيا په غريو نيولي غږ وويل :
مورې !
دوى نو ولې زما د پښو جوړه خرابه کړه ؟ ولې يې په يوه پښه کړم ؟ زه خو اختر کې چاکره هم نشم تلى
زه بوټان نه غواړم .
مورې !
دا بوټان واخله ، د هغه چا کورته يې يوسه چې راکټ يې ويشتلى و او و
ته ووايه :
زما لور اوس بې پښې ده ، واخله دا بوټان دې خپلې نازولې لورته د اختر په تحفه کې ورکړه .
&nbs
p; &
nbsp; &nbs
p; د تلې ٢٦ مه ،کاب
&nbs
p; &
nbsp; &nbs
p;