نوم مې بد لمنه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14706
ډاکټر فيض الله (ثاقب)
دخبریدو نیټه : 2007-10-08


ټکنده غرمه وه ؛ سور اوړي وه ؛ د لمر وړانګو د بدن هره برخه بيله بيله سوځوله ؛ د سهار راهيسي مي کار کړي وه نو ډیر ستړي وم . د تفريح په موخه د کار له ځايه د بازار په لوري روان شوم . په لاره کي په سختو چورتونو کي ډوب وم ؛ د لږ ځنډ وروسته بازار ته ورسيدم خو بازار هم هاغه خوند نه را کاوه . ها خوا و ديخوا په بازار کي وګرځيدم ؛ په پايله کي مي سر د بد لمني په يو مرکز ولګيد .
مرکز ته په ننوت و سمدستي مي سترګي په يوه ډله تور سرو ولګيدي چي د پنځلس کلونو څخه نيولي تر څلويښتو او حتي ددي څخه هم د ډیرو عمرونو لرونکې وي. بي شمیره ځوانان ګورم چي دي مرکز ته ځي او راځي ؛ هر يو يوه تورسري خوښه او د هغی سره په ګډه د وداني پورته پوړونو ته خيژي .
لږ وخت مي په برندو برندوسترګو دي وضعيت ته حيران حيران وکتل ؛ داسي وم لکه سړي چي په خوب کي يوه ډیره بدمرغه پيښه ګوري .
په همدي چورتونو کي ډوب وم چي ناڅاپه يوي تور سري په سينه وړوکي شانته ګوزار راکړ او ددي سره جوخت يي راته وويل:
څه چورتونه وهي؟
ويده يي که هسي تماشي ته راغلي يي ؟
دا د تماشي ځاي نده ؛ تور سري خوښه که او پورته شه .
ما زړه نا زړه وويل : ښه ده ؛ دا ده خوښوم يي .
هاخوا ديخوا مي وکتل ؛ يوه غنم رنګه تور سري مي تر سترګو شوه ؛ ډيره معصومه غوندي ښکاريده .
هغي ته مي په سر اشاره وکړه .
هغي بي له ځنډه وويل: زه به ور سره پورته شم .
دواړه دوهم پوړ ته پورته او يوي کوټي ته ننوتو.
په کوټه کي دوه ډير ناولي کټونه پراته وه او د پاسه پري ډيري ناولي توشکي هواري وي .
کيڼ لاس ته په يوه کټ باندي کيناستو.
هغه ډيره زړه وره خو زه ډېر بي زړه وم .
ډير نيغ نيغ يي راته کتل خو ما ورته نشو کتلي .
په ورو ږغ مي تر ي وپوښتل: نوم دي څه ده ؟
وي ويل: نوم سره مي دي څه دي؟
ز. ولي نوم دي راته نه ښايي ؟
ب . نه ؛ هيڅکله نه ؛ زما په نوم ستا څه کار ده؟
ب . ستا خو زما د بدن سره کار ده او ونيسه کار دي وکړه .
د لږي چوپتيا وروسته مي تري بيا وپوښتل: نوم دي څه ده ؟
ب . نوم مي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ز. هو نوم دي .
ب . زما نوم بدلمنه ده.
ب . پوه شوي ؟ که بيا يي درته ووايم ؟
ز. نه سيي نوم دي پوهيدل غواړم .
ب . همدا مي سيي نوم ده .
ز. دا خو ډير بد نوم ده .
ز. ته پري وياړي هم ؟
ز. ولي ښه نوم نه پيدا کيده ؟
ب . نه .......  چي ښه نوم پيدا شي نو څوک بد نوم په ځان ږدي ؟
ز. ولي نومونه خو به په پيسو نه خرڅيدل ؟ 
ب . ګوره زه وزګاره نه يم .
ب . کار دي وکه چي درنه ځم او که نه نو په مشري ميرمن به مي و دربوي .
ز . خو زه دې کار ته نه يم راغلي .
ز . پدي ناوړه کار دي ش م نه درځي ؟
ب . ګوره ته کار کوي که زما سره مرکه کوي ؟
ب . مشره ميرمن مي وهي ؛ زه درنه ځم .
ز. غم مه کوه مش ي ميرمن ته مي دي د يونيم ساعت پيسي ورکړي ؛ مه ويريږه .
ب . ښه نو ته ښه پوخ راغلي يي؟
ز. هو زه پوخ راغلي يم .
ب . کار هم نه کوي او دومره پيسي دي هم مصرف کړي ؛ ليوني خو نه يي ؟
ز. ها ها ها ها ها ها .....دومره په حال هم نه يم .
ب . رښتيا هم ليوني يي .
ز. ستا په خبره زه ليوني سيي خو زما د تپوس ځواب راکه .
ب . ياني نه مي پريږدي ؟
ب . خوله مي سپړوي ؟
ب . مشري ميرمن ته بيا شکايت ونه کي ؟
ز. ستا ټولي خبري به زما سره امانتي وي ؛ هيچاته به يي هم نه کوم .
ب . ښه نو واوره .
ب . د بد لمني دا نوم راته ستاسو پاک لمنو ټولني راکړي .
ز. ولي ټولنه دي څه کوي ؟
ب . اوس نو زما خبرو ته غوږ شه ؛ د ټولو پوښتنو ځواب دي درکوم .
ز. ښه وايه .
ب . زه د يوي پاکي کورني څخه وم .
ب . دولس کاله مخکي واده شوي وم .
ب . څلور ماشومان لرم ؛ دوه ځامن او دوه لوڼي .
ب . و وسته مي خاوند مړ شو او کونډه شوم .
ب . بيرته د پلار په کور کيناستم .
ب . لږ وخت وروسته مي ماما په زور يوه بوډا ته ورکړم .
ب . بوډا نه زما د خوړو او نه د بدن اړتيا پوره کولي شوه .
ب .  تر دي چي زه يي پخپله بدلمني ته هڅولم .
ب . يوه ورځ مي تري د طلاق غوښتنه وکړه .
ب . راته يي وويل: چي طلاق ولي غواړي .
ب . زه به درته خلک راولم ؛ ستا د بدن اړتيا به هم پوره کوي او پيسي به هم راکوي .
ب . ډيره ورته په غصه شوم .
ب . ورته ومي ويل: ايا اوس را باندي بد لمني کوي؟
ب . بله ورځ يي دري نفر کورته راوستل .
ب . ما تري وپوښتل : چي دا څوک دي .
ب . ځواب يي راکړ چي دا مي تاته راوستلي ...............
ب . هيڅ په ځان پوهه نه شوم .
ب . لرګي ته مي لاس کړ ؛ هغه سړي مي په وهلو وهلو د کوره بهر کړل .
ب . او خاوند مي هم ښه و غرباوه .
ب .لدي ورځي وروسته د کار په لټون کي شوم .
ب . او پدي لړ کي مي سر دخپلې يوي ملګري په خاوند ولګيد او د کار د پيدا کولو په هکله مي تري د مرستي غوښتنه وکړه .
ب . ته يقين وکه چي هغه راته په خوله خو څه ونه ويل خو په سترګو کي يي رانه د همدي بدلمني غوښتنه کوله.
ب . هغه يوه سړي ته ور و پيژندم چي د هغه سره به کار کوم دا په رښتيني ډول ښه سړی وه.
ب . ډېر يو ښه انسان وه .
ب . زه کله کله پري د انسان په ځاي د ملايکي ګمان کوم .
ب . په خواشيني سره بايد ووايم چي هغه هم ماته د کار د راکو و څخه ډډه وکړه او دايي دليل راوړ چي زه به تا کارته ونيسم خو دا ټولنه به مي ډير نوم بد کړي او له همدي ويري دې کار ته هم نشم نيوي .
ب . مګر دا خبره يي راته وکړه چي هغه به ماته هره مياشت پرته د هر ډول تمي د يوه نفر تنخاه راکوي .
خو ما ورسره ونه منله .
ب . هغه راته په نيمه نيمه دا هم وويل چي پايله به مي بدلمني شي خو ما پري ي ين و نکړ .
ب . څه سر به دي په دردوم هغه خپل يو بل دوست ته د کار لپاره وروپيژندم او راته يي وويل چي که هر چا ستا د مجبوريت څخه ناوړه ګټه اخستله نو زما سره اړيکه ونيسه زه به در سره مرسته کوم .
ب . په خواشيني سره غواړم بيا ووايم چي دا دريم سړي ښه سړي نه وه .
ب . رښتيا : ډير ښکلي وه ؛ زړه ور وه ؛ او په خوله کي يي چادو وه .
ب . د کار په دوهمه ورځ يي رانه د بدلمني غوښتنه وکړه .
ب . د غني خان هغه يو شعر به دي اوريدلي وي چي وايي :
د شوق د لمسي د دنيا د زور ستم له وجهي
زما هم جام او هم ګناه ته بهاني جوړي شي
ب . له يوي خوا د شوق لمسه وه؛ له بلي خوا د هغه ښکلا او تر ټولو ډيره کارته زما اړتيا او دا ويره وه چي که غوښتنه يي ونه منم نو د کاره به مي وشړي .
ب . دي ټولو ټکو ته په پام سره مي د هغه غوښتنه ومنله .
ب . او په پايله کي مي د هغه د وحشت څخه ډکه تنده ماته کړه .
ب . څو ورځي مي دهغه سره دنده سرته ورسوله او لږ وروسته هغه په خپله پرته زما د مزدوري راکولو د هغه يو بل دوست ته چي دهغه دهمدي لاري ملګری وه ؛ وروسپارلم .
ب . دا نفر د هغه څخه ډیر وحشي وه او خپله وحشي تنده یی زما په بدن د هغه نه ډیره ماته کړه خو څو ورځی وروسته هغه هم کار ته د نه راتلو ځواب راکړ .
ب . بيرته م ي د هغه اول سړي سره اړيکه ټينګه کړه او هغه د خپلي ژمني سره سم څو مياشتي پرته د هر ډول تمي تنخاه راکړه.
ب . هغه ډیر ښه انسان وه .
ب . د تنخاه پرته يي نوره هم راسره ډیري مرستي کولي .
ب . د کوره به چي راتلم نو خلکو ته به مي ويل چي زه د همدي سړي سره کار کوم او تنخاه اخلم .
ب . خپل کور کي مي خاوند ته هم دا خبره کوله .
ب . همدا خبره ماته هم بلا شوه او هغه ته هم .
ب . کور کلي کي به ټولو راته بد لمنه ويلی .
ب . د هيچا نه خوښيدم . کرکه يي را نه کوله .
ب . يوه ورځ مي د خاوند سره شخړه راغله او د ماشومانو سره يو ځاي د کوره ووتم او بل ځاي ته لاړم .
ب . خاوند مي پدي ښه خبر وه چي زه د ماشومانو سره نامعلوم ځاي ته تللي يم خو بيا يي هم زما د ماما سره په ګډه په هغه سړي داوه وکړه .
ب . هغه سړي يي ډیر وکړاوه .
 ب . ددي خبري په اوريدو زه نوموړي سړي ته ورغلم .
ب . او د هغه تپوس مې وکړه .
ب . هغه پدي خبره ډیر خفه وه ، حق يي هم وه .
ب . په لنډو ټکو به يي درته ووايم .
ب . هغه لدي ویري چي د دولتي چارواکو په لاس کي به يي ورکړي ؛ زه بيرته ماما ته وسپارلم .
ب . رښتيا چي هغه نه غوښتل چي ما بيرته په ګوتو ورکړي خو هغه لمړي دوست يي هم تر څه کچی پري زوراور شو او څه د چارواکو نه هم ویريده .
ب . ددې سره سره بيا هم هغه ګرم نه وه .
ب . رښتيا چي دا وخت زما تر ټولو تريخ وخت وه .
ب . له يوي خوا مي خپلو ما ومانو ته سودا وه ؛ له بلي خوا ويريدم چي ماما به مي مړه کړي .
ب . ډیري زاری مي ورته وکړي چي لږ تر لږه مي مام ا ته په لاس ورنکړي .
ب . خو ویره په هغه دومره زوروره وه چي زه یی د همغه کور ته وسپارلم .
ب . پدي پوهيدم چي مرم ؛ خو هغه د چا خبره ګور ته ولي ځی؟ واي له ناکامه.
ب . زما نوره چاره نه وه.
ب . مرګ مي په سترګو ليده ؛ خو ور روانه وم .
ب . د ماما کره مي ورسيدم .
ب . شپه شوه .
ب . ډيره ويريدم .
ب . ښه پوهيدم چي همدا مي د ژوند و وستی شيبی دي .
ب . له بلی خوا مي ماشومانو ته ډیره سودا وه.
ب . يو ځل به مي خپله مړينه په سترګو کي را ګرځيده .
ب . بيا يه مي دا ويل چي ماشومان به مي چيرته راپسی ګرځي.
ب . څه به وايي چي مور مو څه شوه.
ب . زما د مړينی وروسته به د چا دروازی ټکوي؟
ب . دا ظالمه ټولنه به د هغوي نه څه ډول ناوړه ګټی اخلي؟
ب . هيڅ نه پوهيدم چي څه وکړم .
ب . اوښکی مي وچی وي .
ب . ژړا هم نه راتله .
ب . د ماما د ښځی مي راباندي زړه درد کاوه خو د ماما نه مې ډېره وېرېده.
ب . ناڅاپه مي خيال شو او د ماما ښځی نه مي وپوښتل:
ب . ماما می چيرته ده ؟
 ماما دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ب . هو: ماما می .
ماما دی کور کی نشته.
چيرته لری تللی .
هيله ده چي څو ورځی وروسته به راشي .
ب . ددی خبری په اوريدو مي لږ زړه خوښ شو.
ب . هيله منه شوم چي لږ تر لږه څو ورځی خو ژوندی يم .
ب . شپه شوه .
ب . د ماما ښځی سره مي ویره وه چي زه به وتښتم .
ب . له همدی لامله يي راته ډیر پام وه .
ب . خوب هم نه ورته ؛ هر څو دقيقی وروسته به یی سر اوچت کړ او ماته به یی کتل .
ب . زه ويښه وم .
ب . خوب کله راته ؟
ب . نيمه شپه وه ؛ د شپی نزدي يوه بجه می وکتل چي د ماما ښځه مي ويده ده .
ب . د همدي شيبی نه می ګټه واخيسته ؛ ډیره ورو مي د وازه خلاصه او بهر راووتم .
ب . او د ماما له کوره نيغ په نيغه د پوليسو يو مرکز ته لاړم .
ب . هلته می د خپل خاوند او ماما په خلاف رپوټ وکړ.
ب . د پوليسو په مرسته همدا نيمه شپه کور ته لاړم .
ب . کور ته په ننوتو می سم دستي سترګی په خپلو دوه کوچنيو ځامنو ولګیدی چی د مشری لور په غیږ کي مي پراته دي ؛ د ډیری ژړا یی غږونه ناست دی خو په ويدو وړی وړی سلګی وهی .
ب . د مشری لور سترګی مي هم په ژړا سری او  پړسيدلی دی .
ب . په ژړه غونی خوله یی په کوچنیو ورونو چيغه کړه :
پاڅی پاڅی ادی راغله ....... پاڅی پاڅی .................
ب . ډير سخت وخت وه.
ب . سړي ېې سوچ هم نشي کولی.
ب . کورته په ننوتلو پوليس چارواکو د مخه ښه سره جوخت وويل چی سبا به د پوليسو مرکز ته راشې.
او بيرته له کوره ووتل.
ب . په ډېره بېړه  وړاندې لاړم ؛ ماشوم زوي مې د لور د غېږې را اوچت او زړه ته مې را جوخت کړ.
ب . په چيغو چيغو مې ورته وويل:
ب . زويه يتيم خو وې خو نن يسير شوي هم وې.
ب .ستا مور مړه شوې وه.
ب . دا ظالمه ټولنه اوس تاسو ته د ژوند حق هم نه درکوي.
ب . ددې ټولنې خلک د ځناورو نه ډېر خطرناکه دي.
ب . ځناور يو دبل غوښې نه خوري خو دوي دبل انسان غوښې خوري.
ب . وينې ېې څښي.
ب .د مچبوريت څخه ېې ناوړه ګټه اخلي.
ب . حيا ېې لوټ کوي .
 ب . د هغې د پاسه د ژوند حق هم ترې اخلي.
ب . دا ټولنه په زور خلک بد لمنۍ ته اړباسي او بيا ت ې کرکه هم کوي.
ب . شپه تېره شوه .
ب . سبا د پوليسو مرکز ته لاړم.
ب . تر ټولو د مخه مې سترګې په همغه نېک سړي و ګېدې چې ما پرې کله کله د ملايکې ګمان کاوه.
ب . ډېر حيران ولاړ وه.
ب . رنګ ېې تښتېدلي او پوليسو ورته سپکې سپورې وېلې.
ب . هغه غريب همدا يوه خبره کوله چې ما هېڅ ناوړه کار نده کړي.
ب .ما ددې مظلومې تور سرې مرسته کړې.
ب .ډېره هڅه مې وکړه چې ورشم او د هغه نه د هغه تکليف بخښنه وغواړم چې زما سره د مرستې له کبله ورته پېښ ده خو چارواکو اته اجازه را نکړه.
ب . چارواکو ته مې ډېر وويل چې دا سړی بېګناه ده خو هغوي کله منله.
ب . څو ساعته وروسته خب ه شوم چې هغه سړي د بډو په ورکولو ځان د چارواکو څخه خلاص او خپل کور ته لاړ.
ب . په خلاصېدو ېې ډېره خوښه شوم خو پدې چې هغه زما بې تمې ډېره مرسته کړې وه او خداي خبر چې د هغې مرستې څومره بيه ېې دلته پرېک کړه ؛ ډېره خواشينې وم.
ب . ورځ همدلته تېره شوه خو ماما او خاوند مې را ښکاره نشول.
ب . نژدې يوه اونۍ هره ورځ زه دې مرکز ته راتلم.
ب . دا چې دلته راباندې څه تېر شول درته نشم وييلی .
ب . خو يوه اونۍ وروسته مې ماما او خاوند پيدا او د چارواکو په مرسته مې د ماما څخه ضمانت او خاوند څخه طلاق واخيست.
ب . همدارنګه ما هم چارواکو ته ليکلي ورکړل چې بيا به د هغه ملايکې غوندې انسان سره هيڅکله نه ګورم او که چېرې مې ورسره وکتل نو د نيونې په صورت کې به چارواکو ته لويه جريمه ورکوم.
ب . لدې څخه يواڅې دوه ورڅې وروسته مې د اوسنۍ مشرې مېرمن استازی وليد چې کورته راغی او دې ځاي ته د اتلو بلنه ېې راکړه.
ب . دا هم کوچنۍ پرېکړه نه وه.
ب . خو پايله مې دا شوه چې اوس ستا په مخکې ناسته يم .
ب . خپل بدن پلورم ؛ حيا پلورم ؛ په خپل بدن ستاسو غوندې پاک لمنوخلکو وحشي تنده ماتوم.
 يوه اوږده ساه ېې واخيسته او د اسويلي سره په ګډه ېې رانه وپوښتل:
ب . زړه دې يخ شو؟
ب . پوښتنې دې ځواب شوې؟
ب . که نورې پوښتنې هم لرې؟
ز . ما ورته په ورو وويل :
ز. هو تر څه کچې خو ځواب شوې.
ښه نو اوس زه درنه څو پوښتنې کوم.
هغه دا چې:
ب . زما لدې پرته بله لاره وه؟
ب . ايا زما په بد لمنۍ کې ستاسو د همدې پاک لمنې ټولنې لاس نشته؟
ب . سهار نه تر بېګا لس ګونه نارينه دلته راځي او زمونږ په بدن باندې خپله وحشي تنده ماتوي خو ايا ستاسو دې پاک لمنې ټولنې يو ته ويلي چې دا يو بدلمنی نارينه ده؟
ب . که تورسرې بدلمنې بلل کېدای شي نو نارينه بيا ولې په همدې کار بدلمنی نه بلل کېږي؟
ب . د نارينه څخه ولې پدې کار کرکه نه کېږي؟
ب . ايا زمونږ سپېڅلي دين د توپير که د انصاف دين ده؟
ب . إيا د ښځې او نارينه د سزا توپير پکې شته؟



13.اکتوبر.2007