(۱۹)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14713
ګل آغا احمدي وردګ
دخبریدو نیټه : 2007-10-08

څوضروري امور په رمضان کې

د دې برخې محتویات او د هغه امورو مراعات چې په دې برخه کې ذکر کیږي باید د مسلمان د ژوند په هره ګړۍ کې تم ثیل شي خو په رمضان کې د دې امورو په پام کې نیول ځکه اړین دي چې د معنوي سپیڅلتیا تر څنګ باید یو روژتی د ظاهري پاکوالي څخه هم برخمن وي چې عملي کول یې د هر مسلمان لپاره ضروري دي.
همدارنګه د دې څیزونو په مراعات کولو سره به مسلمان وکولای شي چې د رمضان د میاشتې د روژې پر مهال خپل حضور ته د داسې تصویر د ګټلو هڅه وکړي چې له رنګینو ښکلاوو ډک او لوی خدای (ج) ته د منلو وړ وي چې  په لاندې ډول ګرانو لوستونکو ته وړاندې کیږي:
لومړی: د مسواک وهل
د مسواک وهلو په هکله مخکې هم یادونه وشوه چې د ورځې پر مهال یې ځینې علما د روژتي لپاره ورا او غوره ګڼي خو ځینې نور بیا له روژې سره د احتياطي تدابیرو د نیولو په لړ کې د روژتي لپاره د ورځې پر مهال د مسواک وهلو ملاتړ نه کوي. په هر صورت مسواک باید د روژه ماتي او پشلمي وروسته ووهل شي څو خوله او غاښونه پاک وي او د ډوډۍ هغه اثر ځینې لاړ شي چې د روژه ماتي یا پشلمي پر مهال پرې پاتې شوي وي. په  خوله او غاښونو باندې د غذا پاتې شوني نه یوازې د ورژې لپاره ښه نه دي بلکي خوله او غاښونه له ناروغتیا او بدبویۍ سره هم مخ کوي.
د مسواک په هکله پوهان داسې نظر لري چې که هغه ډول مسواک ووهل شي چې ذکر یې په احادیثو کې راغلی دی چې د کوم بوټي له بیخ او یا د ونې له اخ څخه جوړ شوی وی دا خو نو تر ټولو غوره خبره ده. خو که فرضا دغه راز مسواک پیدا نه شي نو سړی  کولای شي چې د غاښونو د هغه ډول برس او کریمو څخه کار واخلي چې اوس اوس په زیاته پيمانه په بازارونو کې پیدا کیږي او خپل غاښونه له ماښام او پشلمی وروسته پرې ووینځي ځکه چې د غاښونو کریم د هماغه طبیعي مادو څخه جوړیږي چې په مسواک کې میندل کیدای شي. دغه ډول کریم او برس د مسواک یو عصري ماډل ګڼل کیږي چې انسانانو جوړ کړی او د خپلو غاښونو د وغ ساتلو لپاره یې نن ورځ په لویه پيمانه په ټوله نړۍ کې استعمالوي. همدارنګه زیات معاصر پوهان په دې نظر دي چې په نوې طریقه د غاښونو برس او کریم د مسواک عصري ماډل دی او هغه دنده په غوره توګه ترسره کولای شي چې مسواک به د خپل عصر سره سم تر سره کوله. له مسواک وهلو څخه موخه د خولې، غاښونو او بدن روغ ساتل او د هغه بدبویۍ مخنیوی دی چې په خوله کې د غذا د پاتې شونو له کبله ځای نیسي. همدارنګه  له هغه څخه بیا د معدې ګڼ تکلیفونه  را ولاړیږ ي، د خولې بوی یې د نورو کسانو د تکلیف باعث کیږي چې دغه هدف د مسواک یا بورس او کریمو د استعمال په وسیله ترلاسه کیدای شي.
ابوهریره (رض) د مسواک د فضیلت او اهمیت په اړه یو حدیث شریف روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( که چیرې زما په امت مشکل نه تمامیدای نو د هر لمانځه پر وخت به مې د مسواک وهلو امر ورته کړی وای) رواه ا بخاري
خو همدغه حدیث شریف بیا امام مالک په خپل کتاب الموطا کې په دې الفاظو را اخیستی دی: ژباړه (که چیرې زما په امت مشکل نه تمامیدای نو د هر اوداسه پر وخت به مې د مسواک وهلو امر ورته کړی وای) الموطا
د عایشې (رض) څخه پوښتنه وشوه: کله چې پیغمبر (ص) خپل کور ته ستنیږي نو لومړی  په کوم کار باندې پيل کوي؟ هغې مبارکې و فرمایل ( کله به چې هغه (ص) کورته راغی نو لومړی کار به یې د مسواک وهل وو) رواه مسلم
حذیفه (رض) فرمایلي دي کله به  چې پیغمبر (ص) د شپې پورته شو نو خپل غاښونه به یې په مسواک موښل) رواه البخاري
لدې او دې ته ورته آثارو څخه څ ګندیږي چې د مسواک وهل ، بورس او کریمو استعمال د غاښونو د روغ ساتلو، پاکولو، د خولې د بوی د مخنیوي تر څنګ نور ګڼې دیني او دنیوي ګټې هم لري چې باید مسلمان یې خپل عادت و ګرزوي، په رمضان او له رمضان څخه پرته وختونو کې ورته زیاته پاملرنه وکړي.
دویم: د خامې اوږې او پيازو خوړلو څخه ځان ساتل
که روژتی په افطار یا پشلمي کې خامه اوږه، خام پياز او دې ورته نور څیزونه وخوري نو خپله هغه شخص د خپلې خولې بوی دومره نه احساس کوي چې دغه څیزونه یې خوړلي وي خو تر څنګ یې نورو مسلمانانو ته ډیر بد بوی تولیدوي. همدارنګه کله چې له چا سره مخامخ شي او یا یې څ نګ ته راشي نو داسې یوه بدبويي ترې پورته کیږي چې د یوه روژتي له شان سره نه ښايي.
همدارنګه نه یوازې په رمضان بلکي په عام وخت کې هم باید مسلمان د دې خامو څیزونو له خوړولو څخه هغه مهال باید ډه ډه وکړي چې پوه شي نور څوک یې له بوی څخه اغیزمن او متضرر کیږي.
د رمضان په میاشت کې خو بیا خلک په ډیرو ځایونو کې له یو بل سره ګوري لکه د جمعې په لمانځه کې، جوماتونو ته د تګ او لمانځه پر مهال، د تراویح د لمانځه او د قرآن کریم د ختم پر مهال، د روژه ماتي پر مهال او داسې نورو ځایونو کې له یو بل سره  ملاقات کوي. د تراویح د لمانځه پر مهال خو بیا ساعتونه ساعتونه یو د بل تر څنګ دریږي او د خدای عبادت کوي نو څومره به ښه وي چې مسلمانان په پاکو جامو، پاکو بدنونو او د یوه پاک مظهر د درلودلو په لړ کې له یو بل سره مخا مخ شي او ټول په ګډه په داسې یوه سپیڅلي محیط کې د خدای دربار ته په عبادت و دریږي چې د الله پاک د شان، ملاقات او عظمت سره ښايي.
مسلمان ته لازمه ده چې د تراویح د لمانځه پاره اودس تازه کړي، خوله او غاښونه ښه پرې وینځي او که امکان لري نو یوه کمه اندازه داسې عطر یا خوشبويی استعمال کړي چې بوی یې ډیر توند نه وي بلکي هر لمونځ کوونکي ته د هغه بوی د رسیدو سره سم داسې احساس پیدا شي چې کاشکی د هغه چا تر څنګ دریدلی وای چې دغه ډول عطر یې استعمال کړي دي.
دریم: له بیځایه حرکاتو، ارګمي او غرکیدو څخه ډه ډه کول
ځینې خلک د لمانځه پر مهال  داسې ناقراري او مختلف حرکات کوي ته به وایې چې زانګو د زنګیدو په ح ال کې ده. له بلې خوا هره لحظه لاس خولې، مخ او پزې ته وړي چې هم خپل حضور او هم د څنګ یې دواړو خواوو ته د لمونځ کوونکو حضور ور خرابوي. همدارنګه یو ځلې نه بلکي په لسګونو ځلې داسې ارګمي یا غرکیده له خولې څخه باسي چې انسان یې ښه نه ګڼي او له ناوړه آواز سره سره یې د خولې او معدې بوی هم ورسره راوزي. په همدې توګه په جومات کې  د نورو لم ونځ کوونکو د تکلیف باعث کیږي چې یو روژتی له دې ډول امورو څخه باید په کلکه پرهیز وکړي.
یاد شوي څیزونه نه یوازې د رمضان د میاشتې په روژه کې مهم دي بلکي هر مهال باید مسلمان ورته متوجه وي او خپل ځان داسې عیار کړي چې په هر اړخیزه توګه پاک وي او نور چاته تکلیف و نه رسوي.

د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره اوسی........