تنده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14714
مي ويس جلالزى
دخبریدو نیټه : 2007-10-08

 

لیکوال میرویس جلالزی

 د سړو اوبو وروستی بوتل می د یخچال څ خه را پورته کړ
بوتل می له ښی لاس نه  چپ ته کړ او په یخ لاس می د تندی خولي پاکي کړي .
د آشپز خاني د میز په سر د کوڅې کړکۍ ته مخامخ کښینستم.
لمر ټیټ شوی وو  خو ستوری نه ښکاریدل ښایی چی په دوړو او گرز کې به پت ول .
زمونږ  د ښار چاپریال چندان خوندور نه وو .
د ستورو درک نه لگیده .
سوړ شمال له مخامخ کړکۍ  را باندی ولگید ، په دی موسم کی چې مټ  کی د سنبلی میاشت وتلي وه ،  ساړه باد  یوه عجیبه  افسانوی مزه کوله .
د میزان د میاشتی د 4می ناوخته مازدیگر وو .
د آپارتمان به یوازنۍ  کوټه کی می د رادیو غږ  تر غوږ شو .
داسی خوند یی وکړ لکه چی په بیگانه وطن کی در باندی د خپل وطن پښتنه   پیغله نا څاپی غږ  وکړي .
له څان سره می وویل : " خدایه نن به بیا زمونږ په ښار کی څه خبري وي"
د خبرونو ویاند په چټک او درانده غږ  د ترافیکی پیښی خبر ورکړ.                   
"نن سهار دلته د" فارک" په جاده کی په یوه ترافکی پیښه کی 16 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پیغلي ، ماشومان او بوداگان د وژل شویو کسانو په دله کی شامل دي"
"امبولانسونه سیمی ته رسیدلي او پولیس د پیښی څرنگوالی څیري"
له ځان سره می اندیښنه شوه چی خدای مکړه زما په ملگري ( سونیا) څه نوي شوي؟
دا رادیو می کله چی له وطن څخه راتلم مور راته اکړی وه .
هغی به ویل چی دا ستا همځولی ده ، د 23 کلونه ده .
دلته چی به می ملگري کو ټی ته راغلل نو هغوي   ته به تر هر بل شی رادیو په زړه پوري وه .
ځکه زما رادیو یو بټن درلود ، په هغی هم مړه کیده هم لگیده، هم یی واز پری لوړیده او هم یی موج پر پیدا کیده .
په دی ښار کی د دی خلکو په ژبه سم نه پوهیدم.
رادیو ته په قهر وم ، او مړه می کړه .
صبا ته مو په پوهنتون کې ازموینه درلوده ، ما به تل د آزموینو په شپه له" سونیا" سره تر نیمي شپی درس ویلو ، زه د هغی په ژبه پوهیدم او هغه زما لیکن په انگریزی ژبه دواړه ډ یر کم پوهیدلو .
زمونږ بس وه ، دومره مو کولای شول چی په ماته گوډه ژبه یو بل پوه کړو او خپل مشکل پری اسانه کړو.
په دی ښار کی هرڅه بیگانه دي ، ژبه ، خلک ، هوا ، غرونه او حتی مینه  مگر زما او د سونیا مینه لکه د افغانی نکلونو په شان دومره پاکه او ساده وه چی ویل یی ډیر وخت غواړی .
زما د کوټي سور ساعت چی هره ور ځ به یی په شنه سهار را ویښولم دا م اښام په چټکۍ
 روان وو ته به وایی چی له کوم څه خبر شوی وو .
ټک  ټک....... یی د کو ټی سکوت مات کړی وو نوره چپه چوپتیا وه خو کله به د هغه سمندر د قهریدلو څپو غرهاری هم پورته شو چی زمونږ  د ښار تر څنگ تیر شوی وو .
فکر می کاوه چی سمندر به هم پریشانه وي
ملگري به یی ورکه وي؟
نه هغه خو انسان ندی !...
سمندر هیڅکله هم مینه نه شی کولای!..
د ماښام 8 بجي شوي ، خو د "سونیا" درک نه ښکاري ، له  ځان سره می فکر وکړ چی د" سونیا" به زموینه هیره شوي وي .
خو صبا ته آزموینه لرو .
نه پوهیرم؟
تلیفون می راپورته کړ ، سل او زر خبری می زړه ته را لویدې    .
تلیفون ټونگ ټونگ نه کاوه ، ښایی چې  د هر بل وخت په شان به نن هم تلیفون ستونزه درلوده ، د دی ښار اوسیدونکو به ویل،   دا د اروپاه زو ړ ښار دی او دا خلک له نوی تکنالوژی سره چندان مینه نه لري .
په وار وار می د تلیفون د کولو هڅه وکړه خو هیڅ.....
د سونیا موبایل خو به تل روښانه وو مگر نن ماښام....
نه پوهیرم چیرته ده !
دیر بی قراره وم ، رادیو می چالانه کړه یوه غربی سندره وه
سم دستی می رادیو مړه کړه ، " په سندری د بلا سی"
کافرانو!
د آنگلیسی ژبی پنډ کتاب می را واخیست او ځان می پری غلطاوه ، دوه پاني مي نه وي اړولي چی د دروازی زنگ وکړنگید!
د دروا ز ې  له خلاصیدو سره می سمدستی یو پلن ، جگ او له رنگه سور سړی مخی ته نیغ ودرید.
"ښاغلی خنان تاسو یاست ؟
نه زه خنان نه یم  ، زه حنان یم !
سړي وخندل  " هو هو ، زمونږ ح نان په کار دی "
دا سړی پولیس وو ، هغه خپل کارت را ته راښکاره کړ او رانه یی وپوښتل:
" زه د "سکوپ ون " پولیسو ماموریت افسر یم !
سونیا پیژنی؟
"هو پیژنم یی".
آیا هغه ستاسو د هیواد ده ؟
نه!"
نو څه ډ ول اړیکي ورسره ري؟
"هغه زما په ټولگي کې   وه"
" تل به مو گډ لوست کاوه ، او کله نا کله خو به د یوبل کو ټی ته تلو راتلو !
پولیس په لړزیدلی غږ  وویل:
ښاغلی حنان!
په ما پسی را ځه !
ژر ژر د زینو له پټو کته شوو .
پولیس له م خی او زه تر شا وم ، ډیر وارخطا وم ، نه پوهیدم چی څه می کړي او پولیس له مانه څه غوا ړي !
کله خو به می وویل ، ښایي د دی ښار د مهاجرت قانون به نوی شوی وی نو زمونر اسناد به گوري ....
سل او زر اندیښنو واخیستم......
په کوه کی د پولیسو موترولاړ وو ، سرو او شنو څراغونو یی په نژدی ودانیو کله سري او کله هم شني وړانگي شیندلي .
پو یس له ما غوښتنه وکړه چی موټر ته وخیژم ،
موټر روان سو .
7 دقیقي به تیري وي چی د ښار مرکزی روغتون ته مخامخ د پولیسو موټر ودرید.
د موټر له بریک سره می هر څه هیر شول ، وطن ، کور ، خپلوان ، دین مذهب او حتی مور او پلار .........
پولیس پوه شو چی زه خورا بیریدلی یم.
زما حالت چی یی  ولید نو راته یی وویل :
 ښاغلیه وارخطا کیږه مه "سونیا" په یوه ترافیکی پیښه کی یوازی لږ برسیرنه ټپی شوی ده !
ښه کیږي !
د اندیښنی وړ خبره نده !
ژر ژر زه او پولیس روغتون ته ننوتو ،
پولیس د عاجلی څانگی کوټی ته مخامخ ودرید او دروازه یی خلاصه کړه
په کوټه کی خورا ډیر ډاکتران چا سپینی او چا شنی چوپانی په ځان کړی وی .
ټول سره را غونډ شوی ول ، هر خوا کم پیوتری ماشینونه او روښانه سپین څراغونه ځلیدل..
په بیړه هغه ځای ته ور نژدی شوم چیرته چی داکتران راغونډ وی ول
ناڅاپه می د سونیا په ژیرو څنو سترگی ولگیدی خو دا ځل یی د تل په خلاف سترگي پتي وي .
ډاکتر  په او ږه  وټکولم  او د هغی په مخ یی سپینه روجایی را کش کړ ه .
سونیا اوس د تل لپاره را نه تللی وه ،
په همدی سوچونو کی وم چی د دروازی زنگ وکړنگیده .
نا څاپه له ځای نه راپورته شوم
سخت ویریدلی وم
دروازه می خلاصه کړه چی" سونیا" وه
"سونیا" کوټی ته را ننوته او موسکۍ  شوه
حنانه ! ته زما په تمه وی ؟
هغی پوښتنی کولی خو ما د خدای شکرونه پرځای کول .
" ښه ده خدایه چی خوبونه ریښتیا نه وي که نه نو ما به "سونیا" بیا  له کومه کوله؟"
"سونیا "نه پوهیده چی زه له ځان سره څه وایم ،
وټ، وټ یی وویل ،  او  په ناز را نه په څنگ وه
 د آشپز خانی ور یی خلاص کړ،
گمان کوم  تږي به وه .....