(۲۰)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14715
ګل آغا احمدي وردګ
دخبریدو نیټه : 2007-10-08

رمضان د علم، هڅو او کار م یاشت ده

په دې کې شک نشته چې رمضان د ډیرو تاریخي پیښو شاهده ده چې د اسلام زرین تاریخ پرې ښکلی دی. همدا نګه رمضان د داسې پوهې د حصول، زده کړې، هڅو، جهاد او کار د بهیر  میاشت ګڼل کیږي چې له بوزې څخه یې یو روژتی په ډیر ښه شکل سره سر ته رسولی شي.

لومړی: رمضان د علم د حصول میاشت ده
د علم، پوهې او زده کړې حاصولو له بل هر وخت څخه په روژه کې په غوره توګه شوني دي ځکه روژتی مسلمان په دې میاشت کې ډیر ښه ذهني تمرکز لاسته راوړ ای شي او د دې لپاره غوره دلیل دا دی چې په دې میاشت کې روژتیان له خوراک، چښاک او ځینو نورو داسې امورو څخه خلاص وي چې په بوزه کې یې د فکر د خرابوالي او ذهني ګډوډۍ سبب کیږي.
له بلې خوا په روژه کې هغه اضافي وخت هم د کار او هڅ و لپاره ځانګړی کیږي چې په بوزه کې یې د خوراک، چښاک او داسې نورو چارو لپاره ټاکلی وي چې په روژه کې نه ترسره کیږ ي.
همدارنګه په روژه کې د محصلینو، زده کوونکو او استادانو وخت د یوه اغیزمن مهال ویش له مخې وړاندې درومي او خپلو ټولو تعلیمي پروګرامونو ته په پوره توګه رسیدګی کولای شي.
د رمضان په میاشت کې جوماتونه، مدرسې او نور سپیڅلي ځایونه د علم له پتنګانو ډک وي، د قرآن کریم تفسیر او د احادیثو دورې کوي. له بلې خوا ملا امامان د جمعې په ورځ او د جماعت له لمانځه څخه وروسته خپلو مقتدیانو ته د دیني او دنیوي امورو د سمون لپاره غوره موعظې کوي او په زیاتره جوماتونو کې دغه ډول پروګرامونه روان وي.

دویم: رمضان د هڅو او جهاد میاشت ده
له هڅې او جهاد څخه په دې ځای کې موخه یوازې هغه جهاد نه دی چې د حق د لارې ریښتني سرښندونکي یې د یرغلګر غلیم په مقابل کې په مناسبه او معقوله توګه د خپلې اړتیا له مخې کوي بلکي له دې سره سره له نفس سره جهاد، له فساد سره جهاد، له رشوت سره جهاد، له بې علمۍ سره جهاد، له تورتم سره جهاد، له بیسوادۍ سره جهاد، له ظلمت سره جهاد، له بې عدالتۍ سره جهاد، له ظلم سره جهاد، له توپک سالارۍ سره جهاد، له ناروا کړنو سره جهاد، له اداري فساد سره جهاد، له بدو اخ اقو سره جهاد، حقې لارې ته د بلنې په لاره کې جهاد او داسې نور د جهاد او هڅو هغه اقسام دي چې یو مسلمان یې د رمضان او له رمضان څخه پرته وخت کې سر ته رسوي او یا یې د سر ته رسولو په تلاش کې وي.
د رمضان د میاشتې په ۱۷ نیټه د بدر غزا واقع شوې او په دې میاشت کې د مکې مکرمې فتح رامنځته شوې ده. همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر د الهي پیغام د رسولو په لاره کې نه هیریدونکې هلې ځلې کړې دي.
د رمضان په میاشت کې د جهاد د مختلفو ډولو داسې کارنامې شوې دي چې د نن ورځې نسل ته سرمشق دی، باید له هغه عبرت واخلي او د یوې روښانه ټولنې د رامنځته کولو په لړ کې له بل هر وخت څخه په رم ضان کې زیاتې هلې ځلې وشي.

دریم: رمضان د سولې میاشت ده
لکه چې مخکې وویل شول د رمضان میاشت د ترحم میاشت ده په همدې توګه د سولې میاشت ده، د تاوتریخوالي د درولو میاشت ده، د ناروا جګړو او وژنو د مخنیوي میاشت ده.
پیغمبر (ص) په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي: (  چا چې په روژه کې تاسو ته ښکنځل وکړه یا یې درسره جنګ کاوه نو ورته ووایه چې زما روژه ده)
دغه حدیث شریف د زیاتو ماناوو څخه ډک دی چې مسلمانان د هغه په هکله فکر وکړي او خپ و ټولنو ته یې  د سولې د راوستلو په لاره کې یو سرمشق وګرزوي.
همدارنګه د بشر تاریخ د ډیرو داسې پیښو شاهد دی چې د رمضان د میاشتې په احترام ډیرې سترې سترې جګړې په اوربند بدلې شوې او سوله منځته راغلې ده. نو له همدې کبله مضان د سولې د راوستلو په لاره کې تر ټولو غوره وخت ګڼل کیږي چې د هغه د ځانګړي رحمت په وسیله سخت زړونه نرم شي او خپلو خلکو ته د وژلو، ترټلو، شړلو، ځورولو، ټپي کولو او غمونو د پیدا کولو پر ځای داسې یوه روښانه سوله ډالۍ کړي چې په هره برخه کې یې د پرمختګ ګلالي ځونډي ځړیدلي وي.
لوی خدای (ج) دې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د رم ضان د مبارکې میاشتې په برکت یوه داسې هر اخیزه سوله منځته راوړي چې هر افغان ته په رنګینو خوښیو باندې سمبال ژوند په برخه کړي. آمین
د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره اوسی........