قاتله !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14831
محمد نعمان دوست ، کاب
دخبریدو نیټه : 2007-10-17


Numandost75@yahoo.com
د اختر په لومړى ورځ، زړه نازړه د يوه ملګري کور ته لاړم، هسې مې زړه تنګ و . 
 بيرون کټونو کې کېناستو او د لمر تودو او پستو وړانګو مو پ هډونو لوريينه کوله .
 چې څنګه مې پياله پورته کړه، يو موټر را تاو شو . سيده يوه کور ته چې زماد ملګري کور سره ديوال شريک و، ورتاوشو .
 ملګري مې سر وخوځو او بيايې ورو وويل : بيا به محشر جوړ شي .
 له موټره مي منې ورخطا – ورخطا ښکته شوې او چې څنګه له کور بنو ميرمنو سره غاړه په غاړه شوې چيغو ځمکه ښوروله .
 چاوې زم ا ځوانيمرګه وروره! چاوې : زما نا مراده خورييه، چاوې زما ګرانه ماما او چا ....
ملګري مې ويل : ډېر بې بدو ځوان و ، د واده يې لا مياشت پوره نه وه ، څو ورځې وړاندې يې ورته سورى – سورى جسد راوړ .
 چيغو هماغه شان د کلا ديوالونه خوځول . پياله مې پر ميز کېښوده .
 ماوې قاتله !
ستا ټوپک څومره ظالم و، چې په يوه ګولۍ يې په لسګونو زړونه سوري کړل.


د کوچني اختر لومړى ورځ