د جرمني د ”دي څايت
اُن لاين“ د اکټوبر د ١٢ نيټې دخپروني څخه
د جرمني پارلمان دجمعې په ورځ ( داکټوبر١٢) په
افغانستان کي د جرمني پوځ د مأموريت موده اوږدوي. په داسي حال کي چي دغه مأموريت اوس لا د بندښت سره مخامخ
دئ.
د کريستوف زايلس
ليکنه
د چارشنبې په ورځ جرمنئ انجنير رودولف بليش شميت د افغاني تښتونکو دلاسه راخوشي کړل سو، چي روښانه
ووايو: په پيسو را خلاص سو. دا شايد تصادفي خبره وي چي ددې تښتوني ماجرا پسله ٨٥ ورځو پاي ته رسيږي يعني ټيک درې
ورځي مخکي له دې چي د جرمني پارلمان د ايساف او د تورنادو الوتکو د غبرګ مأموريت په هکله د مودې د اوږدولو پ
يکړه وکړي. ددې تښتوني نيکمرغه پاي ته رسېدل به د جرمنيانو پر عامه افکارو بې تأثيره نه پاتيږي،خو د بلي خوا ج
منيانو ته اوس په افغانستان کي دخپلو ځواکونو د خدمت په هکله اندېښنې ورځ په ورځ زياتيږي. او تښتونکو هم اصلاً
دغه شئ په نظر کي نيولئ وو، سره ددې چي ددوي مطلب به پيسې هم وې.
د جرمني پر عامه افکارو به ددې سړي راخوشي
کيدل اغيزه وکړي، دا خبره اوس ځکه مهمه ښکاري چي ددې جمعې په ورځ دجرمني پارلمان دبهرني سياست پر يوه مرکزي م
وضوع باندي بحث او پريکړه کوي
په دې کي شک نسته چي پارلمان به د دې مأموريت اوږدول تصويب کړي. ، حتا که د
سوسيال ديموکرات ګوند په سل کي پنځوس غړي لا مخالفي رايي هم ورکړي،خو په پارلمان کي به د لوی ائتلاف اکثريت
غړي مثبتي رايي ورکړي ي. د آزاد(ليبرال) ديموکرات ګوندچي حزب مخالف دې، هم پر دې موضوع د مرکزي حکومت پر خوا و
اړ دئ. سره ددې چي د شنو ګوند په خپله کنګره کي په قاطع اکثريت سره ددغه مأموريت مخالفت کړيدئ، خو په پارلمان
کي به ددوي يولړ استازي هم موافقه رايه ورکړي.
د افغانستان د مأموريت په هکله دا اوسنۍ مباحثه ښيي چي بار کوږ روان دئ. په داسي حال کي چي د جرمني اردو اوس اکثره دخپلي سيمي څخه وتلي ځايونو ( out of area)ته ليږل کيږي، لکه کوزوو، کانګو ، لبنان او يا همدا اوس افغانستان ته، خو په جرمني کي و دغو مأموريتونو ته سوچه کورنۍ بڼه ورکول کيږي او داسي رنګ ورکوي لکه دوي چي يوازي د سولي په ارمان وي او د يوه ملي دولت په چوکاټ کي يوازي د خپل هيواد دفاع کوي او په عين وخت کي يې هغه بيره په زړه کي وي چي يوه ورځ به د خپلووژل سوو سرتيرو بې شميره تابوتونه هيواد ته راځي، نو ځکه مجبوره دي ، په هر قيمت چي وي، مخ يې ونيسي.
برعکس وداسي خبرو ته په بده سترګه کتل کيږي لکه: په بهرنيو هيوادونو کي د جرمني ګټي، د ترهګرۍ پر ضد نړيوالي نظامي ستراتيژي کي د جرمني ګډون او د جګړې په دواړوخواوو کي د قربانيانو د ډيريدو په هکله. د دفاع وزير فرانڅ _ يوزيف يونګ هم ددغو وا عيتونو پرځاي داسي ښيي لکه دده قطعات چي د پرمختيايي مرستو يو لوي سازمان وي او يوازي د ښوونځيو، روغتونونو او سړکانو د جوړولو په کارونو اخته وي.
دی غواړي چي په دې ډول په جرمني کي د عامه افکارو په وړاندي خپل غبرګون وښيي. داهم ځکه کوي چي دجرمني په سياسي مباحثو کي _ که يې ليونتوب ونه بولو_ نو ويلاي سو چي د افغانستان په اړوند خلګو ته معمولاً يو دروغجن تصوير ښودل کيږي.
د ايساف د ملکي چارو دمأموريت او د امريکې تر مش تابه لاندي د ترور ضد خونړيزو عملياتو(OEF) تر مينځ فرق کول مازي د خولې خبري دي.دا ځکه چي ددې دواړو مأموريتونو تر مينځ ټينګه اړيکه سته.بيله نظامي امنيت نيولو د ملکي چارو ودانول امکان نه لري او بيله ملکي اهدافو هم هر ول نظامي عمليات د ناکامۍ سره مخامخ کيږي.
دا نسته چي يوه بريالۍ ستراتيژي دي په شمال کي وي اوبله ناکام ه ستراتيژي په جنوب کي، اودا هم نسته چي پر يوه پلو دي شرير او خبيث امريکايان وي او پر دا بل پلو دي خيرخواه جرمني سرتيري وي. هو، څه چي واقعيت دئ، هغه په افغانستان کي د ناټو اولويديځ ځواکونو ګډ نظامي عمليات دي او افغانان هم په دغه سترګه ورته ګوري.
دا به بې معنا خبره وي، چي که په پارلمان کي وکيلان د رايو ورکولو پر مهال دغه ضمانت وغواړي، چي د جرمني ځواکونه بايد د تورنادو په الوتکو اخيستل سوي اکتشافي عکسونه ام يکايانو ته يوازي د ايساف د مأموريت په چوکاټ کي ورکړي، نه ددوي د ضد ترور عملياتو لپاره. داپه دې خاطر چي عم اً دغه دواړه مأموريتونه يو دبل سره تړلي دي. همدغه امريکايي عسکر دي چي کله د ايساف په چوپړ کي وي او کله هم د ترور ضد عملياتوپه چوپړ کي. داسي هم پيښيږي چي که د ايساف قطعات پر کوم پټ کمين برابر سي، نود امريکايانو څ خه مرسته غواړي او د ترور ضد ځواکونه يې مرستي ته ور دانګي؛ او که چيري افغاني جنګيالي د جرمنيانو په لاس ورسي، دوي يې هم لمغوټي امريکايانو ته په لاس ورکوي اوپه دي پسي نه ګرزي چي ددې بنديانو سره به د نړيوالو حقوقو م طابق چلند وسي او که نه.
خو پر دې ټولو سربيره د جرمني د کورني سياست په مرکو کي ددې دوو مأموريتونو تر منځ پر دې مجازي او مصنوعي بېل والي باندي ټينګار کيږي. دوي ايساف ته د خير اودترهګرۍ ضد عملياتو(OEF) ته دشر په ست ګه ګوري او وايي چي : ايساف د بيا ودانولو چاري مخته بيايي او د ترهګرۍ ضد عمليات هم افغانان د ټروريسټانو په غيږ ورکوي. د جرمني د سوسيال ديموکرات او شنو ګوندونه د تورنادو ډوله الوتوکو په هکله ځکه زړه نازړه دي چي ددغه الوتکي ددې دواړو مأموريتونو تر منځ الوزي راالوزي.
په مرکو او مباحثو کي د افغانستان پر حقاي وباندي سترګي پټيږي. دوي ديته نه ګوري چي د مدني ټولني، ديموکراسۍ او بيا ودانولو څخه دغه هيواداوس ډير ليري دئ. حقيقت دادئ چي افغانستان اوس بيرته د پاڼ پر غاړه ولاړ دئ، تاوتريخوالئ ورځ په ورځ پکښي ډيريږي. د دولتي نظام څرک نه لګيږي، د اردو او پوليسو چاري پر مخ نه ځي، دولتي مؤسسې د (اداري) فساد په چمبه کي دي،د مخدره موادو بازار تود دئ او طالبان هم مخ په وړاندي را روان دي. دا هم يوازي په جنوب کي نه، بلکه د ډيره وخته راهيسي هلته په شمال کي هم دغه حال دئ. د افغانستان عراقي کيدل پر مختګ کړيدئ. و دغي وضعي ته اوس هم جرمنيان اوهم امريکايان سره واښ او غوزئ سويدي.
کيداي سي چي دغه اوسنئ کړکيچن حال دي د امريکايانو د بې رحمي نظامي ستراتيژۍ د اسه رامنځته سوئ وي، چي د ملکي خلګو پر وژنه هيڅ صرفه نه کوي، خو جرمنيان هم دا نسي ويلاي چي داخبري په موږ اړه نلري.جرمنئ د ناټو د سازمان غړئ دئ او جرمني سر تيري د امريکايانو، کاناډايانو، هالينډيانو، ايټالويانواو برتانويانو سره اوږه پر اوږه د ترهګرۍ پر ضد او د غربي ارزښتونو ددفاع په خاطر جنګيږي.
که څه هم چي دت
هګرۍ ضد عملياتو کي د جرمني د ځواکونو برخه اخيستنه اوس هسي تش په نامه ده او د جرمني پرخاصو قوماندويي
ځواکونو(KSK) باندي ددې ډيره وخته راهيسي ږغ نه دئ سوئ ، خو سره ددې هم دوي د مجموعي ستراتيژۍ يوه برخه تشکيلوي.
د ٢٠٠١ کال د سپټمبر وروسته چي د جرمني د هغه وخت سره اوزرغونه لومړي وزير و امريکې ته د ”بيله قيد و شرطه
پيوستون“ ژمنه کړې وه او دغه خبره يې هغه مهال د افغانستان د موضوع په سر کي پرته وه،نو اوس هم ددې خبري څخه ځان
په اسانه نسي کښلاي.
يوه جرمنۍ اصطلاح وايي : چي ورسره ونيول سو، ورسره وځړول سو
دا به هم نه هيروو چي د افغانستان نظامي ستراتيژي تر ډيره حده امريکايان ټاکي. دوي دي چي ډير سرتيري ورليږي، دوي دي چي تر ټولو ډيري روپۍ ورکوي او دا هم دوي دي چي تر ټولو ډيره قرباني ورکوي. نو څوک چي روپۍ شيندي امرونه به يې هم چليږي. په دې و ځو کي د جرمني د بهرنيو چارو پخواني وزير چي د شنو د ګوند غړئ دئ، دغه وايي چي د جرمني ځواکونه دي د افغانستان جنوبي سيمو ته هم وليږل سي، دا نه يوازي د ائتلافي پيوستون د اصولو په خاطرمهمه بولي بلکه وايي چي يوازي په دغه ډول کولاي سو د امريکې پر کړووړو باندي تأثير وکړواو د ستراتېژۍ واړولو ته يې راوبولو. او يا په بله وينا: څ وک چي ځان اچوي (يعني د مسؤليته ځان کاږي) نو دادي هم نه وايي چي ولي يې څوک پر خبره غوږ نه نيسي.
اوس د ست اتيژي د اړولودپاره هغه وروستئ وخت رارسېدلئ دئ، که چيري اوس هم دا کار ونسي نو په افغانستان کي به د لوېديځ ټوله خوارۍ عبث او د طالبانو په وړاندي د ترهګرۍ ضد جګړه د ماتي سره مخامخ سي. د جرمني د بهرنيو چارو سياستوال اود پارلمان استازي په دې ښه پوهيږي. دوي په دې هم ښه پوهيږي چي بايد په ملکي او نظامي برخو کي په پراخه پيم انه زايتوالئ راسي. د همدې امله دئ چي د بهرنيو چارو وزير والټر شټاين مايرد پرمختيايي مرستواو همدارنګه د پوليسو او نظامي پوځونو زياتول غواړي. دی غواړي چي نور سرتيري هم افغانستان ته وليږي او د جرمني د سرتيرو مير د ٣٠٠٠ څخه ٥٠٠٠ ته جګ کړي. دی غواړي چي جرمني روزونکي د افغانستان جنوب ته هم وليږي.
خو د دفاع وزي ، يونګ، ددې خبري مخالف دئ چي په افغانستان کي د جرمني ځواکونو مأموريت د هيواد جنوب ته هم ور وغزول سي.دلته بيا هم کورنئ سياست دئ چي ټاکونکئ رول لوبوي.پخپله دجرمني په نظامي ځواکونو کي دننه هم دغه مخالفت ډير سويدئ، او پر دې سربيره دغه ځواکونه اوس په بهرنيو سيمو (out of area) کي د خپل ظرفيت تر پولي رسېدلي دي. بل هم داچي و خلګو ته ددې پوښتني په هکله چي وايي تر څو به دا زموږ سرتيري په افغانستان کي وژل کيږي،د منلو وړ جواب نسي ورکولاي.
دا بيځايه نه ده چي په جرمني کي به هر دوهم وګړئ د سبا پر ځاي همدغه نن لا خپل سرتيري د افغانستان څخه اوباسي. ددوي پر سرتيرو باندي د هر بريد او هري تښتوني سره د خلګوغاو ورځ په ورځ پورته کيږي. اوس عمومي روحيه پر اوښتو ده،په سياسي ګوندونو کي هم دغه حال دئ.طالبان هم په دې ښه خبر دي. اوپه دې خاطر دئ چي جرمنيان به تر دې وروسته پر خپلو ځواکونوباندي و نورو بريدونو او تښتونو ته ځان ټينګوي.
کيداي سي چي لوېديځ دي افغانستان
دوخته لا بايللئ وي. خو په دې هکله بايد په نره توره خبري وسي او يوه سمه تګلاره رامنځته کړل سي چي څرنګه دا خپل
مأموريت پاي ته ورسوو. خو د بده مرغه دا کار نه کيږي او پر ځاي يې هر يوځانته جلا خپلي شيني پلټي.