په ( لویدیز کې سیاسي چارې) کتاب چاپ شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14861
ihnD
دخبریدو نیټه : 2007-10-18

په لویدیز کې سیاسي چارې په نوم کتاب له چاپه راووته. دا کتاب  په مانچسټر مټروپولیټن پوهنتون کې د سیاست په اړه  د پروفیسور پیټر جایس د لکچرونو ټولګه ده، چې ځوان لیکوال او ژورنالیست احمد زبیر ژمن له انګلیسي نه پښتو کړی دی.

کتاب په لویدیز کې په سیاسي چارو او د حکومت په سیستمونو راڅرخي. ۱۴ څپرکي لري، چې بیلابیلې موضوع ګانې لکه : سیاسي جوړښتونه، ټاکنې او د ټاکنو سیستمونه، ګوندونه او ګوندي سیستم ، د رسنیو رول، اساسي قانون او د دولت درې ګونې قوې، پکې څیړل شوي دي.

کتاب ۲۸۰ مخه دی او ژباړن پرې ۱۸ مخه څیړنیزه سریزه کښلې ده او د نوي افغانستان د ۲۶۰ کالیزې په ویاړ د افغانستان د کلتوري ودې د ټولنې له خوا د دانش خپرندویې ټولنې په تخنیکي ملتیا خپور شوی دی. کتاب د سیاست د علم  زده کوونکو او مینه والو ته د یاد شویو موضوعاتو په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کوي.