د ارواښاد استاد نوميالي دوه ګټور آثار چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14944
مطيع الله روهيال
دخبریدو نیټه : 2007-10-28

په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټو ني له خوا د ارواښاد کانديد اکاډميسين محمدانور نوميالي دوه څېړنيز او اکاډيميک کتابونه چاپ سوه.

د کوډو سرنوشت د علمي پلټني په رڼا کي او د پښتنو د ټولنيز تاريخ م بادي، د ارواښاد استاد له علمي آثارو څخه هغه دوه کتابونه دي چي ډېر کلونه وړاندي د هيواد څخه دباندي د استاد په ژوند کي خپاره سوي وي.  او د يو موثق ماخذ په توګه د ليکوالو او څېړونکو تر منځ مطرح وه.

علامه رشاد خپرندوي ټولني وړ وبلل چي د ارواښاد استاد دغه علمي او څېړنيز کتابونه د تکثير په م وخه يو ځل بيا چاپ او د علاقه مندانو تر لاسونو پوري ورسوي.

د يادوني وړ ده چي د کتاب ټول لګښت د ا واښاد استاد نوميالي فرهنګپال زوم ښاغلي ډاکټر شېرحسن حسن پر خپله غاړه اخيستی او په دې ډول د رشاد خپرندويي ټولني مسئولين د دوی له دغه علم پالني څخه د زړه له کومي مننه کوي.