د ١٣٧٥ کال د وږي مياشت وه، زموږ پوهنتون (دعوت او جهاد) تازه
ه جلال آباد څخه کابل ښار ته انتقال شوى و.
دلته موږ په علوم اجتماعي کې ديره وو، دا او شاو خوا نږدې سيمې يو
وخت د حزب وحدت پوځي مرکزونه وو .
که څه هم د وحدت مليشې له دغو ځايونو وروسته ويستل شوې وې ، خو نښې نښانې يې پ
ځاى وې .
پوهنتون دوه لوى خوړنځايونه لرل، زه به هميشه دوهم ته ورتلم او دا ځکه چې دلته د ډوډۍ نوبت ژر را
سېده .
نن غرمه چې کله له يوه ټولګيوال سره د غرمنۍ په نيت مخ په هماغه خوړنځى روان شوم، هغه مې لاس ټينګ
کړ:
: خداى ته وګوره، هلته مه ځه !
- ولې ؟
- ولې پسې مه ګرځه .
زه بيا ټينګ شوم، خو
هغه وويل چې دا هرڅه به درته له ډوډۍ وروسته ووايم .
هغه مخکې او زه ورپسې وم، يوې خونې ته چې لا په خپل حال
وه، ور د ننه شوو . ديوالونه ځاى – ځاى پروينو سره وو، په وينو ککړ پړي پراته وو او ښځينه بوټان او چپلکې هم اخوا
ديخوا تر سترګو کېدې .
هغه ددې خونې په اړه راته ډېر څه وويل ، خو ماته هيڅ د منلو وړ نه و .
يو دم په غوسه
و ، ټيټ شو او دوه درې جوړه ښځينه شلېدلي کالي يې راته مخ ته وغورځول:
دلته ډېر څه شوي وروره! دلته زموږ په م
يندو خويندو هغه څه شوي چې ...
خدازده هغه به نور څه _ څه ويلي وي ؟ ، زما پښې سستې شوې وې ، ځاى پرځاى ناست وم
او شلېدلو جامو ته مې کتلې .
Numandost75@yahoo.com
د لړم شپږم
ه
کابل