د يو نارينه او ښځينه تر منځ
پخپله خوښه د ګډ ژوند د تېرولو تړون نکاح بلل کېږي.
د نکاح موخې:
ښايي چې د نکاح موخې ډېري زياتې وي؛ مونږ ېې
يواځې څو موخې دلته په لنډ ډول يادوو.
1 – نکاح د انسان د جنسي اړتيا د پوره کولو تر ټولو غوره وسيله ده. ياني
دلته انسان پرته د هر ډول وېرې؛ په هر معقول ډول چې غواړي په ډاډه زړه خپله جنسي اړتيا پوره کوي.
2 – نکاح ټو
نې ته سالم او غوره وګړي وړاندې کوي او پدې ډول انساني نسل زياتوي.
3 – نکاح د مينې او دوستۍ بنسټ ږدي پدې مانا
چې نژدې ټولې دوستۍ د همدې څخه سرچينه اخلي ؛ لکه د ترور زوي ؛ د ماما زوي ........... او داسې نور.
4 – نکاح په ټولنه
کې د ډېرو ناوړه چارو؛ دښمنيو؛ جګړو او وژنو مخه نيسی. لکه چې پښتانه واېې: په پښتو کې مرګ په دوه خبرو کېږي يو
داچې يو چا ستا ورور؛ پلار......... او يا نور څوک وژلي وي او بل دا چې چا درته بد کتلي وي ياني د چا د کورنۍ تورسرې
ته ېې لاس اچولی وي.
5 – نکاح انسان د يوه ځناور څخه بېلوي. هغه داسې چې ځناور د لاري په سر؛ په چمن؛ بڼ او هر چېرې
ېې چې خوښه شي خپله جنسي تنده ماتوي بل اړخ ته نکاح په ډېره حيا او پرده په خاص ځای کې جنسي اړتيا پوره کوي.
6 –
نکاح په خورا لوړه کچه د انسان ساتنه کوي؛ دلته مېړه د ښځې او ښځه د مېړه د خپلې وسې تر اخري کچې د يو بل د سر؛ مال
او ابرو ساتنه کوي همدارنګه دوي په ګډه د خپلو اولادونو د پورته ټولو يادو شويو څيزونو ساتنه خپله خورا ا
زښتناکه دنده بولي.
ناوړه جنسي اړيکې:
1 – ډېر ځل ناوړه جنسي اړيکې د انسان جنسي غوښتنه په غوره ډول نشي
پوره کولی. لمړی تر هرڅه ديوه ناوړه جنسي شريک پيدا کول ډېر ستونزمن دی؛ لس ګونه ځله که يو انسان پدې موخه لاړ
ي ښایی چې يو ځل يا دوه ځله پدې کار بريالي شي او که بريالی هم شي نو څرنګه چې دا کار د ټولنې د ټولو دودونو او ک
تورونو مخالف او تر ټولو بد عمل بلل کېږي لدې امله ښايي په انسان وېره؛ شرم؛ وارخطایی او داسې نور ډېر لاملونه
زورور او د هغه د جنسي اړتيا د پوره کېدو خنډ شي. په پايله کې د هغه جنسي اړتيا پوره کېدل خو لا پرېږده چې د هغه
تنده نوره هم زياته شي.
2 - ناوړه جنسي اړيکې ټولنې ته سالم وګړي نشي وړاندې کولاي او پدې ډول د انساني ټولنې د
وګړو شمېره يا خو هيڅ نه ډېروي او يا نو که ډېره ېې هم کړي نو لدې لارې زېږېدلي انسان سره ټولنه ډېر ناوړه چلند کوي
او پدې توګه د هغه انساني حقونه تر پښو لاندې او د ظلم ښکارکېږي.
3 – ناوړه جنسي اړيکې د دوستۍ په ځای د دښمنيو؛
جګړو او وژنو بنسټ ږدي؛ ځکه چې په ټولنه کې ډېرې دښمنۍ له همدې اړيکو نه سرچينه اخلي.
4 – ناوړه جنسي اړيکې د
انسان په ځاي د يو سړي څخه ځناور جوړوي؛ هغه داسې چې لمړي تر هرڅه خو پدې کې د بل انسان حق تر پښو لاندې کېږي او د
انسان او ځناور تر ټولو غټ توپير همدا ده چې انسان د خپل او دبل چا حق پېژني او ورته درناوي کوي پداسې حال کې چې
يو ځناور هيڅکله د بل حق نه پېژني او له روا او ناروا لاري خپله اړتيا پوره کوي. دوهم دا چې ناوړه جنسي اړيکې ډېر
ځل په يوه غوره ځاي کې صورت نه نيسي او پدې ډول د انسان توپير د يوه ځناور سره چې هر ځاي کې ېې زړه وغواړې خپله جنسي
تنده ماتوي؛ له منځه وړي.
5 – ناوړه جنسي اړيکې د انسان د ساتنې په ځاي د هغه ژوند د له خطر سره مخامخ کوي؛ هغه
داسې چې لمړي خو پخپله دهمدې خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دي او دوهم کوم اولادونه چې لدې لارې پيدا کېږي ډېر ځل يا
د مور په ګېډه يا د مور د ګېډې څخه بهر د مړينې سره مخامخ کېږي.
6 – دا چې د بېلابېلو لاملونو له کبله پدې ډول
اړيکو کې پاکوالی له پامه غورځول کېږي لدي کبله ناوړه جنسي اړيکې د ډېرو ناروغيو لامل کېږي چې ښه بېلګه ېې ايډز
ده.
ښايي چې همدا لاملونه وي چې زمونږ خوږ پيغمبر په ډېرو کلکو ټکو کې مسلمانان نکاح ته هڅوي او فرمايي: چې
(نکاح زما سنت ده او هرڅوک چې زما له سنتو څخه مخ اړوي هغه زما د امت څخه نده).
په درناوي.
27 – اکتوبر –
2006