د کویټ په شل اوریزه کرکیټ لوبو کي افغانستان تر قطر او نیپال وروسته مالیزیا ته هم په اتو لوبغاړو سخته ماته ورکړه ، دغه لوبه چي د مالیزیا په ټاس ګټلو پیل شوه مالیزیا په پوره شل اورونو کي د شپږولوبغاړو په سوځیدو ۱۳۲ منډي جوړي کړې
خو افغانستان ملي لوبډلي په اتلسم اؤور کي د مالیزیا ۱۳۲ مڼدي ور پوره کړې او لوبه ئې وګټله او د اسیایې د دغه شل اؤوریزه لوبو نیمه پایلوبي ته لوړشو
ټاکل شوې ده چي سبا به د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ نیمه پای لوبه تر سره شي
په دې لوبوکي چي د لسو اسیایې هیوادو افغانستان، عمان،نيپال،قطر، ع بي امارات، ماليزيا، کويټ، هانګ کانګ ، سينګارپور، اوسعودي عربستان لوبډلې پکي شاملي دي افغانستان تر اوسه د عمان څخه ماته خوړلې
افغانستان په دې وروستیو کي د کرکیټ په لوبو کي د نړیوال شهرت خاوند شوې دي او د ملي لوبډلي ټوله هڅاند لوبغاړي په دې امید دي چي ډیر ژر به د کرکیټ نړیوال کپ ته ورداخل شي