افغانستان په لومړي ځل د لسو هیوادو اتل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15101
نذیر انصاري
دخبریدو نیټه : 2007-11-02

دافغانستان ملي لوبډلي نن په کويټ کي د عمان دولت څخه د لسو اسیايې هیوادونو د کرکيټ پایلوبه وګټله  او په لومړي ځل ئې  د دغه اتلولیو لومړی مقام تر لاسه کړ .

افغان چنګځپلو ځوانانو چي په ډيره شخته او پېچومې مقابله کي شکیل وه او ایله په یوه مڼډه يې د بخت کاسه اوښتل چي بري ته ورسیدل  او له تماشاکونکو نه نیولې تر لوبغاړو پوري د ټولو سترګي د اوښکو ډکي وې او هر لور ته د افغانستان ملي بیرغ رپیده

دغه لوبه چي د عمان دولت سره تر سره شوه لومړي افغانستان په شل اؤورونو کي خپل بخت وازمایه او ۱۵۱ مڼدي ئې د نهو لوبغاړو په سوځیدو تر سره کړې  او په مقابل کي عمان د کلک عزم سره د ټاکي هدف په لوره سخته لوبه اوکړه او په شلو اؤورونو کي ۱۵۰ منډي ترسره کړې او لوبه د افغانستان د ملي لوبډلي په ګټه پایته ورسیدله

دیادلو وړ ده چي دغه لوبي د لسو اسیایې هیوادو افغانستان،  عم ان،نيپال،قطر، عربي امارات، ماليزيا،  کويټ،  هانګ کانګ ، سينګارپور، اوسعودي عربستان تر منځ په کویټ کي تر سره شوې  چي افغانستان ته د اتلولۍ مقام په برخه شو او عمان ددغو سیالیو دوهم مقام تر لاسه کړ . خو د ک کیټ د شورا له خوا دواړه برابر علان شوه ځکه چي وروستی منډه د عمان د لوبډلي په وینا د تماشاچانو د لوبغالي د ننوتلو د وجي نمګړې پاته شوه

د افغانستان  تېرکال هم په کويت کي د کرکټ په اسیایی سياليو کي پايلوبي ته رسېدلی و خو د بحرين هېواد لخوا يې ماته وخوړه  او دوهم مقام يې ترلاسه کړ