د جنرال مشرف ملکي جامې
د امريکا مشهور ه ورځپاڼه ، ک سچين ساينس مانيټور، د نومبر پر ٢٣ باندي د جنرال مشرف د سياسي ستونزو او د پاکستان د روان بحران په باب ليکي: که چيري د پلان سره سم جنرال مشرف خپل يونيفورم ليري کړي او د هيواد ملکي جمهورريس سي، دا به د پاکستان په تاريخ کي لمړى ځل وي چي يو افسر خپل پوځي مقام د يوه ملکي چوکۍ دتر لاسه کولو لپاره خوشي کوي. مګر د جنرال مشرف همدا کار د ځان سره يو لړ سياسي ابهامات او خطرونه لري.
سياسي مبصرين وايي: که چيري جنرال مشرف خپل يونيفورم ايسته کړي، د هغه دا اقدام به ځيني سياسي مخالفان راضي او قانع کړي، مګ ښايي اکثره پاکستانيان د سياسي ډکر څخه د مشرف پر دايمي وتلو باندي ټينګار وکړي. متقاعد جنرال طلعت مسعود وايي: مشرف فکر کوي چي په پوځ او ملکي سياستمدارنو کي يې يوه داسي له خلقه کړې ده چي په راتلونکي کي به د هغه ملاتړ وکړي. هغه زياته کړه: مګر دا نده معلومه چي څرنګه به جنرال مشرف د پوځ او ملکي سياست په مينځ کي ځان وچلوي.
په همدې لړ کي، د يوې پاکستانۍ ورځپاڼي ايډيټر، اعجاز ح يدر، وايي: د ملکي سياست او پوځ تر مينځ بايد يو څوک وي چي مينځګړيتوب وکړي، د پاکستان اردو فکر کوي چي جنرال مشرف دهمدې کار جوګه دى. د جمهورريس مخالفانو د کوڅو او بازارونو د مظاهرو او د عامه خلکو پر نبض ګوتي اېښي وې، دمارچ دمياشتي را پدې خوا د عامه خلکو احساسات او افکار د روغي جوړي لپاره چمتو ندي .
مګر ځيني سياسي مبصرين عقيده لري چي دپاکستان پوځ نور له مستقيم سياست کولو څخه ستړى سوى دى او غواړي دپخوا په شان د پردې شاته فعاليت ولري او هم په هيواد کي د مذهبي افر اطيانو د کمولو يوه چاره وکړي.
بلخوا، نيويارک ټايمز اخبار د نومبر ٢٣ په سرمقاله کي ليکي: که څه هم، جنرال مشرف پدې تې
و شپږو کلونو کي د القاعده او طالبانو پر ضد خورا لږ کار کړى دى، خو بياهم جمهورريس بش د متحده ايا
اتو ګټي د جنرال مشرف د دتکتاتورۍ د دوام سره تړلي. پداسي حال کي چي په پاکستان کي مارشال لا
چلېږي، مګر بيا هم ښاغلي بش هسي خوشي لګيا دي چي دا ثابته کړي چي جنرال مشرف په زړه کي ديموک
ات دى.
د نيويارک ټايمز سرمقاله ادامه ورکوي او ليکي: عجبه دا چي د امريکا ځيني پوځي طراح
ان غواړي چي د پاکستان په داخلي سياست کي نور هم لتاړ سي. پنتګان غواړي چي د پاکستان په
بايلي سيمو کي د القاعده او طالبانو د ځپلو په مقصد د پاکستان د سرحدي پوځ او قبايلي جنګياليو س
ه همکاري زياته کړي. ددې پلان په اساس به دغو منطقو ته امريکايي خاص عسکر واستول سي.
پنتګان د طا بانو د رژيم په راپرځولو کي د افغانستان په شمال کي د قومي مليشاوو څخه په کاميابۍ سره کار واخېست، او همدا اوس په عراق کي سنيان د القاعده پر خلاف کاروي. مګر له بده مرغه دا پلان د پاکستان دوه اساسي واقعيتونه په پام کي نه نيسي. لمړى، دا لا معلومه نده چي ايا قبايل پدې جنګ کي برخه اخېستل غواړي او کنه؟ دوهم، د پاکستان د ځينو پوځي مشرانو د وفادارۍ په باب هم جدي اندېښنې سته.
د نيويارک ټايمز سرمقاله سپارښت کوي او وايي: ددې تر مخه چي پنتګان نور هم وړاندي ولاړ سي، جمهورريس بش ته پکار ده چي په پاکستان کي د ديموکراسۍ د ټينګولو لپاره هلي ځلي وکړي، نه داچي په قدرت کي د جنرال مشرف د ساتلو لپاره د نورو سياسي معاملو په لټه کي سي. ددې پر ځاي چي د مېرمن بوتو او مش ف تر مينځ د قدرت د وېش يو غير عملي پلان تشويق سي، واشنګټن ته پکارده چي د مېرمن بوتو او نواز شريف تر مينځ د سياسي ايتلاف د جوړولو کوښښ ګړندى کړي.
په بل عبارت، ددې تر مخه چي د پاکستان ناکرارو قبايلو سيمو ته امريکايي عسکر واستول سي، واشنگټن لمړى بايد د پاکستان د هغه سياسي بحران غم وخوري چي د پاکستان د شتون اډانې يې لړزانه کړي دي.
هاري - واشنګټن