ټايمز: افغانستان د مافيا او اداري فساد په لوموکې دى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15454
حماد
دخبریدو نیټه : 2007-11-25

 

ټايمز په خپلې پرونۍ ګڼه کې کاږي ، چې مافيا اوس افغان حکومت په خپل کنترول کې راوستی او اداري فساد اوس د سرطان بڼه غوره کړې ده او ټول افغانستان يې په خپل ګروت کې رانيولې دی . ورځپاڼه زياتوي : رشوت او بډې په هغو ولايتونو کې ، چې د مخدره موادو او هېروينو سوداګري په کې ښه په درز روانه ده او لازمي خبره ګرځیدلې تر څو مسوولين وکولای شي خپلې څوکۍ هلته خوندي کړي . ورځپاڼه وايي : « په دغو ولايتونو کې يو جنرال ددې لپاره رشوت ورکاوه ،چې ددغې سيمې د پوليسو د قومندان په توګه په دنده وګومارل شي غوښتنه يې ځکه ونه منل شوه ، چې رشوت په افغانيو و . همدغه جنرال زياتوي ، چې د کورنيو چارو په وزارت کې ټول له يوې مخې فاسد دي دوی ډېر کوچنی کار هم له رشوته پرته نه تر سره کوي . له بل پلوه يو شنونکې وايي : د برتانوي ملت به ډېر سخت غبرګون وښيي که چېرې وپوهيږي ، چې په هغو سيمو کې ، چې برتانيوي سرتيري په کې مري او دلته ټاکنې د هغو لارو او ګودرونو د څار په موخه تر سره شي له کومو ، چې مخدره مواد او قاچاق تېريږي . نوموړی زياتوي غربي او افغاني چارواکي د هغه مافيايي ډلې د نفوذ او اغېز ډېرېدو اندېښمن کړي ، چې له ولسمشر حامد کرزی څخه راتاو شوي ځينې لا وايي ، چې نوموړی اوس ګوښه دی او شاوخوا يې ټول مسوولين فاسد دي .
د پارلمان وکيله شکريه با کزۍ وايي : له ولسمشر څخه دمافيا يوه وړه ډله را چاپېره ده په هېواد کې د نظام د ړنګېدو لپاره کار کوي ، په لومړی سر کې دغه ډله له 10 څخه نيولې تر 15 تنو پورې وه خو اوس يې د سرطان بڼه غوره کړې ريښې يې ټول افغانستان ته غځېدلي دي .» ورځپاڼه کاږي : د کورينو چارو وزارت هغه لومړنۍ موسسه ده ، چې امن رامنځ ته کړي خودا په خپله تر نورو بتره ده .
ورځپاڼې کشف کړې ده ، چې قانونپوهان د افغانستان څلوردېرشو ولايتونه په کټګوريو وېشلي او د الف ، ب او جيم لړ يک يې ورته برابرکړی،  په الف کې هغه ولايتونه راځي ، چې هلته له مخدره موادو څخه ډېره ماليه او عوايد تر لاسه کېدای شي . او جيم هغه ولايتونه دي ، چې هلته عوايد او ماليه کمه وي . له همدې امله په دغو سيمو کې د دندې تر لاسه کول رشوت او بډې ورکولو ته اړتيا لري . اوس د رشوت کچه 300 زره ډالرو ته پورته شوې او د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان د مخدره مواد د قاچاق له لارې هره مياشت خپل کور ته 400 زره امريکايي ډالر وړي .