د افغانستان په جنګ کي پرمختګ ندي راغلى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15461

دخبریدو نیټه : 2007-11-25

سپينه ماڼۍ : د افغانستان په جنګ کي پرمختګ ندي راغلى

امريکايي مقامات وايي:   سپينه ماڼۍ  اعتراف کوي  چي د افغانستان د جنګ په ارتباط د بش د ادارې د کال ٢٠٠٧   ټاکل سوي اهداف ندي تر لاسه سوي.  د متحده ايالاتو د ملي امنيت د شورا په  هم دې  کلني تحليل  کي  امنيت، ښه حکومت، او په اقتصاد کي پرمختګ  شامل دى.  امريکايي  چارواکي زياتوي چي پدې ټولو برخو کي  پرمختګ ندى راغلى.

د واشنګټن پوست اخبار د نومبر  پر ٢٥ باندي يکي:   دې نوي او تازه ارزيابۍ د افغانستان د  جنګ په اړه  د پوځ او استخباراتي موسساتو تر مينځ د نظر اختلاف نور هم را څرګند کړ.  استخباراتي ادارې، له يوې خوا، په جنګونو کي ځينو برياليتوبونو ته اشاره کوي، خو له بلي خوا،هغوى د جګړې په ډګر کي د طالبانو پرله پسې کاميابيو ته، د مخدره موادو خورېدو او لا زياتېدو ته ، او دغه راز  د کرزي  د حکومت کمزورۍ او بې کفايتۍ  ته هم ګوته نيسي.  همدا د شرايطو  د لا خ ابېدو عوامل ګڼي.

د امريکا د پوځ يو جنرال چي د  افغانستان د اردو په روزولو کي لاس لري، وايي:  پدې تېر کال کي  ګرده  مهم جنګونه د افراطيانو په تاوان تمام سوي دي.  د انتحاري حملو ډېروالى د طالبانو کم زوري ښيي.  مګر د استخباراتو يو مامور وايي:  که څه هم، ډېر طالبان وژل سوي دي، خو هغوى د نويو غړو په  اجلبولو کي هيڅ ستونزه نلري.   که څه هم، ګڼ شمېر خارجيان او پاکستانيان  په طالبانو ور ګډ سوي دي، خو د طالبانو اکثره غړي هغه افغانان دي چي د کرزي له حکومت څخه خواتوري سوي دي.  هغه زياتوي:  زما په ګومان هيڅ پر مختګ ندي راغلى، او د طالبانو لپاره لاره اواره سوې ده.

بلخوا، که څه هم، د ناټو په عملياتو کي د طالبانو ګڼ شمېر قومندانان وژل سويدي، خو په افغانستان کي د امريکا د يوه پخواني قومندان په قول  پدې ست اتيژيکي لوبه  کي دا ټول  تاکتيکي برياليتونه دي.  هغه  وايي:  زه د طالبانو ستراتيژۍ ته ډېر زيات احترام لرم، هغوى بې غيرته  او بېرندوکي ندي.


د واشنګټن پوست اخبار ادامه ورکوي  او ليکي:  د سپيني ماڼۍ عالي رتبه مامورين  په خصوصي ناستو کي  د افغانستان په باب سخت بدبينه  دي، او دغه راز د پاکستان  روان بحران هم اندېښمن کړي دي.   همدا اوس  د هغوى تمرکز د افغانستان پر داخلي وضع باندي دى او ګڼ شېمر يې  نور پر کرزي  باندي حساب   نه کوي.  د اسيا د فونډېشن يوه سروې ښيي چي  تقريبا ٧٩  فيصده  افغانان فکر کوي چي حکومت د دوي اندېښنو ته  هډو غوږ هم نه نيسي.

باخبره منابع وايي: که څه هم، غټ ښارونه د خارجي قواوو تر ولکې لاندي دي، خو  کلي  او بانډې يې په کنټرول کي ندي چيري چي قريب ٧   فيصده افغانان ژوند کوي.  بل خوا، طالبانو په فراه،  هرات او په شمالي ولايتونو کي هم  فعاليت پيل کړى دى.

ورځپاڼه وايي:  د کال ٢٠٠٣ را پدې خوا  يعني د عراق د جنګ سره سم، د افغانستان په لور توجه کمه سوې ده.  د امريکا د جمهور ي رياست لپاره  رپبليکن  کانديدان خو هډو افغانستان ته  اشاره هم نه  و ته کوي، او  ديموکرات کانديدان يې يوازي د بش ماما د ټکولو په مقصد يادوي.  حتى جمهورريس بش هم د افغانستان نوم کله  نا کله يادوي.  د بش د ادارې مامورين په افغانستان کي د روانو ستونزو پړه پر ناټو باندي اچوي.  دوي وايي: ناټو په کافي اندازه عسکر نه ور لېږي او يا دا چي پر خپلو عسکرو باندي يې  ډېر زيات حربي محدوديتونه  لګولي دي.

د نظامي چارو مبصرين وايي:  نور نو  متحده ايالات  نسي کولاي چي   د پاکستان  د قبايلي سيمو  د  پاکولو  په ارتباط  د پاکستان پر پوځ باندي اعتبار  وکړي.  د سي اې ې يو پخواني مامور ،هنري کرمپټن، چي  د طالبانو په راپرځولو کي يې پوره ونډه در لوده،  وايي:  تر څو چي په پاکستان کي د طالبانو د سېب د ځاي د ختمولو  چاره و نه کړو، برى تر لاسه کېداي نه سي، او شرايط به نور هم پسي خراب سي.  

هاري - واشنگټن