اسرايل او فلسطين: د اناپوليس جرګه
د اسرايلو او فلسطينيانو مشرانو د مريلنډ د اناپوليس د سولي په کانفرانس کي ژمنه وکړه چي د سمبر پر ١٢ به د سولي مذاکرات پيل کړي، او د کال ٢٠٠٨ په پاى کي به د سولي يوه هر اړخېزه موافقه لاسليک کړي. جمهور ريس بش همدا موافقه خپله اعلان کړه، او زياته يې کړه چي د فلسطينيانو او اسرايلو تر مينځ سوله په مينځني ختيځ کي د افراطيانو پرخلاف د پراخي مبارزې يوه برخه ده.
ښاغلي بش وويل: موږ د يو ه نوي دولت د تاسيس په غرض راغونډ سوي يو، د يوه داسي ديموکراتيک فلسطين د جوړېدو په مقصد چي د اسرايلو سره څ نګ پر څنګ په سوله او امنيت کي ژوند وکړي. موږ پوهېږو چي دا اسانه کار ندى.
د اسرايلو صدراعظم، يهود ولميرت، وويل: اسرايليان پدې پوهېږي چي فلسطينيان هره ورځ توهينېږي. موږ د فلسطينيانو په کړاونو باندي پوهېږو. هغه زياته کړه: د سولي وخت رارسېدلى دى، موږ يوې روغي جوړي او يو ګران انعطاف ته چمتو يو.
د فلسطين مشر محمود عباس وويل: موږ هيلمن يو چي دا کانفرانس به د يوې دايمي سولي لپاره لاره اواره کړي. موږ غواړو چي سبا د بيت المقدس، مهاجرينو، اوبو، سرحدونو او امنيت په باب نهايي خبري پيل سي.
د سعودي ع بستان د بهرنيو چارو وزير وويل: د سولي په پروسه کي ځنډ او غفلت د افراطيانو په گټه دى. مايوسي او قهر په خطرناکه توگه جگ سوي دي. ددې وخت رارسېدلى دى چي دا شخړه ختمه کړو، او ددې وخت هم رارسېدلى چي ددغي سيمي د خلکو انرژي او منابع د جنګ او تخريب پر ځاى د انکشاف او سولي د ټينګولو لپاره استعمال کړو.
د اناپوليس د سولي کانفرانس د جمهورريس بش د ادارې هغه نوى سياسي ابتکار دى چي سپينه ماڼۍ غواړي وروسته له ٧ کالو غفلت او بې پروايي څخه اوس د مينځني ختيځ تر ټولو مهمي ستونزي ته توجه ور اړوي. پدې اوو کالو کي، جمهورريس بش د اسرايلو هر اقدام او تېرى تاييد کړى او حتى وخت نا وخت يې تشويق کړى هم دى. بلخوا، د عراق اشغال او جنګ د فلسطين مسله څه پيکه کړې ده. اسرايلو له همدې موقع څخه استفاده کړې او د فلسطينيانو په ځپلو او وژولو يې لاس پوري کړى دى. اسرايلو په همدې ک ونو کي لبنان اشغال کړ، په سوريې کي يې بمباري وکړه، په لويديځه غاړه او د غزې په تړانگه کي يې فلسطيني م ران ترور کړل، او فلسطينيان يې د يوې دوامداري او تباه کونکي اقتصادي محاصرې لاندي وکړول. د امريکا د پخواني جمهورريس، ښاغلي جمي کارتر، په قول د بش ادارې پرې ښودل چي پر فلسطينيانو باندي د اپارتاېد رژيم وچلېږي.
سياسي مبصرين وايي د اسرايلو صدراعظم په اسرايلو کي خورا کم محبوبيت لري. همدا اوس، د اسرايلو محافظه کاره سياسي جناح ښاغلي ولميرت ته دسيسې جوړوي. همداراز، محمود عباس يوازي پر ويديځي غاړي باندي حکومت کوي، او د غزې تړانګه د حماس تر ولکې لاندي ده. پدې کال کي څو ځله د فتح او حم اس تر مينځ مرګ ژوبله سوې ده. سياسي مبصرين عقيده لري چي لدې کانفرانس څخه د متحده ايالاتو د بهرينو چارو د وزيري،کاڼدا لييزا رايس، هدف دا دى چي فلسطينيانو ته دا وښيي چي محمود عباس تر حماس بهتره دى.
د فلسطين مسله د مينځني ختيخ د مشکلاتو مور ده. په مينځني ختيځ کي د هر اړخېزي سولي د راوست و لپاره د فلسطين د پرابلوم حل حياتي اهميت لري. د لبنان جنجالونه، د سوريې جنګونه، د اردون ناکرارۍ، او لنډه دا چي د عربي نړۍ د ډېرو مشکلاتو رېښې د فلسطين ستونزي ته رسېږي. بنا، تر څو چي دا سياسي او تاريخي ستونزه په څه عدل او انصاف فيصله نه سي، په مينځني ختيځ کي د سولي او ثبات د ټينګېدو هيله هسي بابېزه خبره ده.
نوټ: پدې ليکنه کي د واشنګټن پوست او نيويارک تايمز داخبارو ( نومبر، ٢٧) څخه
استفاده سوې ده.