د کابل د محبس ماشومان ( دجرمني د شپيګل څخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15499
ډاکټر عبدالباري ژباړه
دخبریدو نیټه : 2007-11-27

د شپيګل انلاين، ٢٦.١١.٢٠٠٧ نيټې د خپ وني څخه.

هغه به يو بختور وي، چي د زندان په سلول کي يې بخارۍ وي. دارو درمل و دوي ته د بلي دنيا خبري دي. د کابل په پلازمينه کي د څرخي پله زندان د ښځينه بلاک بندياني په کرکجنو شرايطو کي ژوند کوي. ددوي سره نور بنديان لا هم سته: هغه ددوي خپل ماشومان دي!

 

په کابل کي ټکسي چلونکي ښه د ځان سره سوچ وکړي، چي دښار ختيځ ته څرمه د څرخي پله زندان ته ولاړ سي اوکه نه..هلته تښتونکي، قاتلان او پر دوي سربيره هغه کسان بنديان دي چي پخوا د امريکې د ګوانټانامو په زندان کي بنديان وه. حتا سپاهيان لا چي د دغو بنديانو څارنه کوي، داسي ښکاري لکه دوي چي هم ورسره بنديان وي او د زندان پر غولي داسي شک ولاړ وي لکه مَوږيان چي پر مځکه ټومبل سوي وي. 

د م ګرو ملتونو د خبري ادارې  (IRIN) د يوه خبر له مخې ددې محبس د ديوالونو تر شا ښځي هم بندياني دي،دوي خو لا څه چي  ماشومان يې هم ورسره زنداني سويدي _ که څه هم چي دغو کمکيانود خپل ژوند په دې لومړيو کلونو کي د هيچا سره کومه جفا او تعدا نده کړې.

ددغو مؤمنانو څخه ډيرئ کلونه کلونه د زندان دفولادي پنجرو تر شا تيروي، که نه نو د کابل پر سړکونو او کوڅو به تر دې لا په ناوړه سرنوشت اخته سي. له همدې امله دئ چي د محبس بندياني خپل کوچنيان هلته دځان سره په هغو سلولونوکي ساتي، چي د نورو ښځواو ماشومانو سره يوځاي پکښې اچول سويدي.

د م ګرو ملتونودغه خبري مؤسسه د څرخي پله د زندان د ښځوپه بلاک کي دوړوکي فهيمې مثال راوړي چي ددې بلاک په ويرجنه نړۍ کي ژوند کوي. څلور کاله کيږي چي دا دخپلې موراو کشر ورور سره دلته د کولپ (قفل) او ټمبې تر شا ژوند کوي .

 

دا دوولس کلنه نجلۍ پرخپل کرکجن او وي جن حال سربيره په ډير شهامت سره وايي:”ارمان مي دا دئ چي کشکې زه هم د نورو نجوڼو په شان اوس ښوونځي ته تللاي سواي.“

دوي د خپل زندان په حجره کي يوازي نه دي. ددوي سره په دې حجره کي شپږ نوري ميرمني د خپلو اتو بچيانو سره هم يو ځاي اچول سويدي، چي فهيمه يوڅه په جنجال ورسره اخته ده.

دا بيره سته چي دغه دواړه ما ومان دي تر کمکۍ ځوانۍ پوري په دې چاپيريال کي ژوند وکړي. دا ځکه چي په ٢٠٠٣ کال د فهيمې مور د افغانستان د يوې مح کمې له خوا په ١١ کاله بند محکومه سوه، دا هم په دې خاطر چي وايي دې خپل ميړه وژلی وو. ددې ماجرا په هکله د آيرين مؤسسه  کومه تبصره نه کوي  او دا هم نه وايي چي آيا پر دې د وهلو ټکولو او يا کوم بل ډول زور زياتي له امله احساسات راپارېدلي وه؟

په افغانستان کي کورنی زور زياتی او د ښځو وهل ټکول يوه لويه بدبختي ده . کله ناک ه کوچنۍ نجوڼي هم وديږي. د دود او دستور څخه د سرغړوني په تومت خبره د ښځو تر وژلو لا هم رسيږي. داسي هم پيښه سويده چي که  ښځو د خپل بد حال څخه د نجات لار نده ليدلې، نو د سختو روحي تکانونو له امله يې ځانونه په اور لو په کړيدي.

په افغانستان کي د دې مصيبت ريښې په ناوړه دودونو او د مذهبي نورمونو( په غلطوتعبيرونو، ژ.) کي پرتې دي. خو پر دې سربيره موجوده قوانين هم د ذکر سوي عواملو تر تأثير لاندي دي. د څرخي پله و زندان ته سم نيمئ ښځي  د ” اخلاقي انحرافاتو“ په تور اچول سويدي، چي ددې انحرافاتو څخه مقصد بد لمني اويا ودې کارته ددوي کوښښ کڼل کيږي. د ملګرو ملتونو د نشيي موادو او جنايتونو پر ضد د مبارزې اداره (UNODC) پر دې موضوع يوه څيړنه کړېده،چي د اتريش د دولت او د دې زندان د ښځينه بلاک د ٥٦ ښځو سره د مرکو او خبرو اتروپه مرسته ترسره سوېده.

 خو سره ددې دملګرو ملتونو پلټونکو دا هم ليدلي دي، چي بندياني کولاي سي د زندان په غولې کي سره وويني او دزړه خواله سره وکړي. يوې افغاني مرستندويي مؤسسې ه ته  د ورځنۍ مشغولتيا ځاي ورته جوړکړيدئ، چي کوچنيان پکښې لوبي او لاسي کارونه کوي اوو غټو ماشومانو ته هم درس ورکول کيږي.دوي ته پر الفبې سربيره ساده حساب هم ښودل کيږي. دريم مضمون يې هم دينيات دئ، چي د اسلام پينځه بناوي ور زده کړي.

نور نو تقريباً هرڅه د څرخي پله د پيرياني نړۍ د هيبتناکوشرايطو سره سم دي. تشنابونه او غسل خانې د ښځينه بلاک څخه دباندي دي. هغه مهال چي د ملګرو ملتونو د سازمان پلټونکې ليدني کتني ته ورغلې وه، سره ددې چي هوا ډيره سړه هم وه، خو د بخارۍ درک نه وو. 

ددې ٤٣ ماشومانو څخه چي په زندان کي وه،دوولس يې هلته په زندان کي دننه تولد سويدي. بعضي يې د محبس د ښځينه ساتونکوپه مرسته، داځکه چي دغه زنداني ميندي د کابل روغتونو د ولادت دپاره نه  منلې.

د Medica Mondiale مرستندويه مؤسسه ددې ښځو سره روحي خواخوږي کوي او هم حقوقي مشورې ورکوي، خو آيا دغه خواخوږي به ددې ماشومانو سره چي د عادي او ټولنيز ژوند څخه محروم سويدي،هم  په ښه ورسي او که نه، معلومه نه ده.