جــــــــــــــــــرم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15500
محمد نعمان دوست ، کابل
دخبریدو نیټه : 2007-11-27


د يوه ملګري ليدو ته ولاړم  ، په هټۍ کې يې څو نور کسان اټول وو  ، هغه مې تر سترګو نه شو .
 ومې پوښتل : خپله دوکاندار چېرې دى ؟
 يوه وويل :  هغه همدا څو شيبې وړاندې دولتي کسانو موټر ته واچو او له ځان سره يې يو وړ . 
ژر  مې وپوښتل : په کوم جرم ؟
 يوه ځواب راکړ :  په کلدارو يې سودا پلورلې وه  او خبره يې پسې نوره هم وغځوله :
 هغوى همدا ويل چې قانون بايد عملي شي ، افغانۍ د افغانستان هويت دى ، په خپل هويت شرم  جرم دى .
 موږ لا همدې خبرو کې وو ، چې ملګرى مې اننوت .
 په خندا مې ورته وويل :  څومره په غور او فش يې بوتلې ، ماوې  خدازده څو مياشتې به د تورو تنبو اته يې ، ته خو  بېرته راغلې .
 هغه ځواب راکړ :  ماهم همداسې ګڼلې وه ، خو ښه و جيب کې مې درې زره کلدارې وې چې ور مې کړې زړونه يې رحم شول .