پام کوئ : طالبان تېرېږي
ليکوال : ارتور کيل
نيويارک ټايمز: نومبر ٢٨ ،٢٠٠٧
مترجم: هاري
د ١٩٠٠ د کلونو په سر کي، يو ه انګرېز جنرال، انډ و سکين، په يوه نظامي ياداشت کي د هغو پوځي عملياتو په باب څه هدايات ليکي وو چي په پښتني سيم وکي په تېره بيا په هغو قبايلي منطقو کي تر سره کېږي چي اوس د پاکستان په نامه يادېږي. د هغه لمړى سپارښت دا دى: کله چي په پښتني قبايلي سيمو کي د نظامي عملياتو پلان تړئ، د لمړي شي په باره کي چي بايد پلان ولرئ، هغه ستاسو بېرته شاتگ دى. ځکه پدې سيمه کي ټول پوځي عمليات بالاخره تر ډزو لاندي په شاتگ بدل سوي دي. دا څو ټکي د ځانمرګي حملو تر کشف څو لسيزي مخکي ليکل سوي دي. هله چي پښتنو پرته له يوه توپکه څخه بل هيڅ هم نه درلودل، خو بيا يې هم انګرېز ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړې.
په همدې سيمو کي، همدا اوس د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبان ښکر په ښکر دي، په تېره بيا په شمالي او جنوبي وزي ستان او د سوات په اباده دره کي.
د پاکستان حکومت لاپي شاپي وهي او وايي چي پدې سيمه کي يې د طالبانو او القاعده د نوغي د ايستلو په غرض څه د پاسه ٨٠٠٠٠ عسکر اچولي دي. مگر له بدمرغه وا عيت دادى چي همدا پاکستاني په اصطلاح بهادر عسکر چي د متحده ايالاتو په پيسو چلېږي، ددې سيمي په ساتلو او څا ني کي تر انګرېزانو ډېر زيات شاته پاته سوي دي.
که څه هم، دپاکستان حکومت تېره اونۍ د يوه ستر پوځي عم ياتو اعلان وکړ، خو حقيقت دادى چي د پاکستان پوځ يو عمومي دفاعي حالت غوره کړى دى، او د افراطيانو د تباه کولو او د هغوي سره دجنګ کولو په ارتباط هيڅ هم نکوي. هو، پدې تېرو مياشتو کي ډېر تلفات اوښتي دي، خو دا ګرده غولونکې احصايې دي. ځکه اکثره همدا تلفات د سړک د غاړي د بمونو په وجه را مينځته سوي دي، او يا هم په هغو جنګونو کي پېښ سوي دي چي طالبانو د پوځ پر اډو او پاټکونو باندي برېد ښخ کړى دى. په بل عبارت، د پاکستان دپوځ په تهاجمي عملياتو کي ډېر کم شمېر عسکر وژل سوي دي.
د افراطيان پرخلاف د پاکستان د پوځ يوازني متواتر تهاجمي عمليات د جنګي هيلکوپټرونو او هوايي قوې حملې دي. د پياده عسکر و د لېږلو څخه پرته يوازي د هوايي قوې څخه کار اخېستل، يو غولونکى پيغام لري او بس. او هغه دا چي_ وګورئ _د پاکستان پوځ د افراطيان پر خلاف په ريشتيا جنګېږي.
مګر حقيقت دادى چي په پاکستاني عسکرو کي جنګي روحيه نسته. په هندي مطبوعاتو کي داسي رپوټونه چي د با کفايته هندي استخباراتي ادارو لخوا يکل سوي دي، وايي: په قبايلي سيمو کي د پاکستان اردو د ټوټال بې نظمۍ او ګډوډۍ سره لاس او ګريوان ده. عسکر يا تښتي او يا هم د خپل مسلمانو وروڼو پرخلاف د جنګ کولو امر نه مني.
ددې خبرې ښه ثبوت د اگست د مياشتي هغه پېښه ده چي په سلهاوو پاکستاني عسکر پرته د يوه ټک او مقاومت څخه د طالبانو يوه ومندان ته تسليم سول.
پداسي حال کي چي د پاکستان پوځ د شاتګ او تسليم په حالت کي دى، بلخوا طالبانو تهاجمي روحيه غوره کړې ده، او هغه هم نه يوازي په جنګي ساحه کي. د طالبانو تبليغاتي کمپين پ له پسې مذهبي ويډيوګاني، سي ډيګاني، او فتي خپروي . هغوي غواړي چي په اردو کي ورحيه کمزورې کړي او هم خپل پيغام د پاکستان عمومي ټولني ته ورسوي.
بلخوا، پاکستان د استخباراتو په شريکولو کي هم د پخوا په شان اخلاص او فعاليت ندى ښودلى. د القاعده ځيني مشران د پاکستان د استخباراتو په همکاري ګرفتاره سول. مګر پدې روان کال کي په پاکستان د القاعده کوم مشهور مشر نه نيول سوى او نه هم وژل سوى دى. حال دا چي د افغانستان حکومت پاکستان ته د هغو طالبانو لست، نومونه او پتي ورکړى دى چي د کوټي په ښار کي اوسېږي. يوه پاکستاني افسر تېر کال راته وويل: دا چي موږ طالبان نه ګرفتاره وو، دا د طالبانو پر هوښيارۍ دلالت نه کوي، او نه هم دا ښيي چي ګواکي هغوى په پټېدو کي مهارت لري. اصلا موږ د طالبانو د نيولو هډو خېال هم نه لرو.
اوس نو، د امريکا د شاتګ ست اتيژي به کومه وي؟ موږ قبايلي سيمي هېرولاى نه سو ځکه هلته القاعده او طالبان فعاليت کوي. مګر موږ ته پکار ده چي نور په يوه اړخېزه توګه د جنرال مشرف، د هغه د پوځ ، او د هغه د استخباراتو ملاتړ ونه کړو.
د عراق په شان، موږ بايد خپلي پيسې او مرستي د ښه کار او خدمت په بدل کي ورکړو. که چيري د پاکستان پوځ ادعا وکړي چي په وزيرستان او يا نورو ځايونو کي د افراطيانو پرخلاف عمليات کوي، د هغوى دا څرگندوني بايد دهغو څارونکو لخوا تاييد سي چي د پاکستاني د عسکرو سره د تهاجمي عملياتو په وخت کي ح اضر وي.
بلخوا، د بش اداره بايد د پاکستان څخه غواړي چي هغه استخباراتي اطلاعات چي امريکايان او يايې هم افغانان پاکستان ته ورکوي، د پاکستان حکومت مجبوره دى چي ددغسي اطلاعاتو په باب پوره تحقيق وکړي.
هو، ښايي دا اقدامات به جمهورريس مشرف څه کمروزى کړي، مګر حقيقت دا دى چي هغسي هم ز موږ ټو و پيسو او مرستو څه محسوس نتايج ندي ورکړي. موږ يوې داسي پاليسۍ ته اړتيا لرو چي د قبايلي سيمو پر واقعيتونو باندي تکيه ولري، نه يوه داسي پاليسي چي پر دې خيال بنا وي چي ښايي يوه ورځ پاکستان د تروريزم پر خلاف په يوه غښتلي او باوري ملګري بدل سي.