د پښتو ټولنې سيرت النبي بيا چاپ شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15567
قاسمي
دخبریدو نیټه : 2007-12-03

دنفيس  ټولنې په زيار:

په كابل كې پښتو ټولنې له نن څخه شپږ دېرش كاله دمخه چې د علامه شبلي او علامه سيد سليمان ندوي د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم  د ژباړې كار  د اوويشتو كالو په موده كې بشپړ كړ اوپه شپږ ټوكه كې يې خپور كړ، هغه وخت يې ډېر تود هركلى شوى و.
د سيرت النبي بېلابېل ټوكونه د پښتو ټولنې دم رانو هر يو ( پوهاند صديق الله رښتين ) او ( استاد ګل پاچا الفت ) او ( استاد صديق روهي ) د رياست پرمهال خپاره وي وو، چې په لومړي خپراوي يې دادي  نژدې شپږدېرش كاله  اوړي  اودوهم چاپ ته يې څرنګه چې په كار و پام نه وو اړول شوى.
نفيس خپروندويه ټولنې دغه سيرت په بشپړ زيار سره له نوي سره كمپوز كړ، دغه راز يې د اردو ژبې د سيرت النبي له وروستيو چاپونو څخه ګټور لمن ليكونه هم راوژباړل او نوى چاپ پرې ښائسته كړل شوى، د نفيس ټولنې دغه نوې ډالۍ څلور ټوكه لري، چې دمخونو شمېر يې (  ۳۴۲۸) ته رسيږي، ټولو هيوادوالو ته يې د خپراوي مباركي وركوو، اود هېواد له كتاب پلورنځو يې ترلاسه كولاى شئ.

دنفیس ټولني پاڼه دلته کتلای شی http://nafees.benawa.com