امريکا، ايران او ذره وي ناندرۍ (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15596

دخبریدو نیټه : 0000-00-00

د امريکا د ١٦  استخباراتي ادارو  يو ګ   رپوټ وايي:   ايران د ذره وي وسلو د جوړولو کار قريب څلور کاله پخوا درولى وو.   د ايران د ذره وي وسلو په باب د ملي استخباراتو  همدې  تازه رپوټ، د بش د ادارې هغه الزامونه بابېزه کړل چي وايي ايران د ذره وي وسلو د انکشاف په لټه کي دى.   د ملي استخباراتو  رپوټ  په زغرده وايي  چي ايران د ذره وي وسلو د جوړولو کار په کال ٢٠٠٣ کي درولى وو.   دا رپورټ زياتوي چي که چيري ايران بيا د خپل ذره وي  پروګرام د شروع کولو  تکل وکړي، دا کار به  زيات او کم لس کاله  وغواړي.  

ددې حيرانونکي پوټ د خپرېدو سره سره، جمهورريس بش د ډسمبر پر ٤ باندي وويل ددې رپوټ نتايجو د ايران په باب د هغه نظر ندى بدل کړى.   سرټمبه ګي او سپين سترګي   خو همدې ته وايي.   هغه  زياته کړه:  زه اوس هم ايران يو خطر ګڼم.  په همدې لړ کي، د امريکا د ملي امنيت سلا کار، سټيفن هډلي، ويلي دي چي دې  رپوټ  پر ايران باندي د بش د ادارې د فشار اچولو کوښښونه لا تاييد کړل .   لفاظي او  بې شرمي خو همدې ته وايي. مګر  حقي ت دا دى  چي ددې رپوټ خپرېدل  د بش هغه څرګندوني بې اساسه کړې چي ايران يې  يو مهم  ذره وي ګواښ با ه.

د متحده ايالاتو  د استخباراتي ادارو  رپوټ پداسي وخت کي خپرېږي چي د بش حکومت د ايران پر خ اف  ناروا تبليغاتو  او پروپاګند ته  زور ورکړى دى.   رپوټ دا هم ښيي چي د امريکا استخباراتو د ع اق د رسوايي څخه د عبرت درس اخيستى دى.   د بش ادارې د عراق د اشغالولو لپاره استخبارات د خپل ناروا نيت پاره تحريف کړي وو. 

پر عراق باندي تر يرغل وروسته، کله چي  ټولو نړيوالو ته  دا څرګنده سوه چي  صدام حسين د عامي تباهۍ وسلې نه لرلې، او دا هم معلومه سوه چي د بش ادارې د عراق د اشغالولو دسيسه له پخوا څخه لا تړلې وه،  په  امريکا او نړۍ کي د بش دحکومت اعتبار  سخته صدمه ولېده. نړيوالو همدا اشغال وغانده او دعراقيانو د قتل عام د مخنيوي ږغ يې اوچت کړ.   د سي اې ې ځينو مامورينو ويلي دي چي د عراق د اشغال څخه  د مخه، د متحده ايالاتو د دفاع وزارت عالي رتبه مامورينو تل پر دوى فشار  اچوه چي د عراق د ذره وي وسلو د پ وګرام په باب هغه څه ووايي چي د بش اداره يې ويل غواړي .

د  عراق د غير عادلانه   اشغال او جنګ څ خه را وروسته، کله چي  په  عراق کي د امريکا  ناکامي حتمي او مسلمه سوه، د بش د ادارې  بې کفايته عالي رتبه مامورينو د ايران ذره وي پروګرام د نړۍ د سولي لپاره تر ټولو مهم خطر وښود.   ددې بې اساسي پاليسۍ يو سبب دا وو چي د عراق له جنګ او قتل عام څخه د  امريکايانو پام بلي خوا ته واړوي.  ځکه د عراق په جنګ کي  د امريکايي عسکرو  تلفاتو  د امريکايانو حوصله  نوره  په تنګه کړې  ده، او د جنګ بېساري لگښتونو يې اقتصاد ته سختي صدمې رسولې دي .  د عامه افکارو سروې ښيي چي اکثره امريکايان له عراق څخه د خپلو عسکرو سم دستي  وتل غواړي.

بلخوا، د بش   سلاکارانو  غوښتل چي  امريکايانو ته دا وښيي چي يوازي صدام حسين د عامي تباهۍ د وسلو پروګرام نه لاره، بلکي ايران هم چي د امريکا سره پخوانۍ دښمني لري د ذره وي وسلو د جوړولو په لټه کي دى. نو بنا، د عراق اشغال نه يوازي صدام حسين له قدرت څخه پسي واخيست، بلکي د ايران  د اايسارولو سره هم مرسته کوي. 

د ايران او امريکا دښمني څه نوې خبره نده.  په ايران کي د اسلامي ان لاب  (١٩٧٩) د راتګ سره سم د دواړو ملکونو روابط قطع سول او تر اوسه پوري متحده ايالات او ايران رسمي  دپلوماتيکي  اړيکي نه لري.  د ايران اخوندان امريکا د لوى شيطان په نامه يادوي، او په مقابل کي  ام يکا ايران د تروريزم او بې ثباتۍ د خورېدو مرکز ګڼي.  همدا اوس، امريکا کوښښ کوي چي پر ايران باندي نور ا تصادي بنديزونه ولګوي، او په مقابل کي  د ايران ملايان هڅه کوي چي په مينځني ختيځ کي د امريکا لپاره نور  مشکلات خلق کاندي. 

په هر صورت،  ددې رپوټ خپرېدل د بش د ادارې لپاره يوه لويه ناکامي او رسوايي ده.  ځکه   کم بخت بش ويلي وو چي د ايران ذره وي هلي ځلي به د  دريم جهاني جنګ لپاره لاره اواره کړي.   مګر د امريکا د  استخباراتو دې رپوټ   د جمهورريس بش څرګندوني چټييات ثابت کړل او د هغه دم فکورې  پر خلاف يې  نظر ور کړ. بلخوا، څرنګه چي همدا اوس په متحده ايالاتو کي دجمهوري رياست لپاره کمپين وان دي، ديموکراتان به ضرور لدې رپوټ څخه د بش په ټکولو کي  پوره کار واخلي.

نوټ: پدې ليکنه کي د وا نگټن پوست او نيويارک ټايمز  داخبارونو ( ډسمبر ٤) څخه استفاده سوې ده.

هاري - واشنګټن