د عراق نازک او لړزانه حالات (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15621

دخبریدو نیټه : 2007-12-06

د عراق نازک او لړزانه حالات

 ليکوا ه:  اليسا روبين
مترجم:  هاري
نيويارک ټايمز، ‌ډسمبر ٥ ، ٢٠٠٧

سياسي مبصرين  خبردارى ورکوي او وايي  چي  د عراق په  جنګونو کي د وروستيو مياشتو کمښت پر درو اساسي عوامل باندي را څرخي ، خو ددې د يو واړو وخت  مخ پر ختمېدو دى.

د عراق د صدراعظم کردي الاصله  مرستيال، بهرام صالح، وايي: دا سوله نده، بلکي اوربند غوندي  يو شى  دى.

مقامات ددغه نسبتا ارامو شرايطو  يو عامل  هغه سني ياغيان بولي چي د امريکايې عسکرو پر ځاي يې  د جهاديستانو وژلو او تباه کولو  ته يې ملا تړلې ده،  بل عام ل  د  شيعه ګانو د راډيکال مشر ، مقتدا الصدر ، لخوا د شپږ مياشتني اوربند اعلان، او  دريم په عراق کي د امريکايي عسکرو ډير والى گڼي. 

سياسي مبصرين عقيده لري چي کېداي سي دا درې واړه  عوامل  ډېر  ژر  بدل سي.   امريکا همدا اوس د خپلو عسکرو په  کمولو لاس پوري کړى دى.  بلخوا، د مقتدا الصدر د ژمني درې مياشتي بيا تېري سوي دي، او  همدا اوس د جنګ خبري کوي.  بل پلو، هغه  سني ياغيان چي د جهاديستانو پرخلاف جنګېدلي دي، هغوى ددغه خدمت په بدل کي  د عراقي حکومت څخه د کارونو او امتيازاتو د اخيستولو   تمه کوي. 

مګر تر اوسه  پوري د ٧٧٠٠٠  سني جنګياليو له جملې څخه يوازي ٧ فيصدو ته د عراق په امنيتي قواوو کي مقامونه او چوکۍ ور کړه سوي دي.  د عراق حکومت  د سنيانو په  استخدامولو کي د مېږي په ګام رفتار کوي. 

د عراق په چارو کي، د  بين المللي بحران د ګروپ تحليل گر،هلټرم ن،وايي:   دې روان  نظامي حل  د امريکا د انتخاباتو تر خمتېدو پوري  څه ارامي او  وخت  تر اسه کړى دى،مګر په عمومي توګه حالات ډېر نازک او بې باوره دي.    د تشدد پدې   روانه لوبه کي يوه خوا نه ماته سوې او نه هم غالبه سوې ده.  همدا راز، د رواني شخړي سياسي  اړخ ته هم  توجه  نده سوې، او نه يې د حلولو  لاري چاري پيدا سوي دي.

د امريکا پوځي مشران هم وايي چي پرته له  يوه سياسي حل څخه  يوازي د دوي نظامي پرمختګ  ګټه نکوي.

اساسي مسله  دا ده چي څرنګه  سنيان له بيا بغاوت او مقاومت کولو  څخه  ليري وساتل سي، او څرنګه  پرې نه ښودل سي چي شيعه مليشاووي  يو ځل بيا په جنګ لاس پوري کړي.

مقتدا الصدر  هله پدې وتوانېدى چي  خپله  مليشا له جنګ څخه را ورګرځوي چي  د هغه پر طرفدارو شيعه ګانو چي اکثريت يې د عراق بې وزلي شيعه ګان دي، د افراطي سنيانو  لخوا حملې ختمي سوې.  مگر که چيري  عامه سنيان بېرته د عراق د اوسني حکومت په چوکاټ کي چي اکثريت يې شيعه ګان جوړي، جذب او استخدام نه سي، غا با  به يو ځل بيا هغه پخواني  مذهبي، سيمه ايز ، او فرقوي اختلافات  بېرته له سره را شروع سي.   په تېره بيا اوس  چي  متحده ايالات  له عراق څخه  د خپلو عسکرو  د را کمولو په جريان دي.  که چيري همدا کانه وسي، افراطي سنيان به په اغلب ګومان  يو ځل بيا په  شيعه ګانو بريد ښخ کړي، او  په مقابل کي به د مقتدا الصدر  د مهدي پوځ پر سنيانو باندي  متقابلي حملې وکړي.

د عراق  د جمهورريس سني م ستيال، طارق  الهاشمي، وايي:  حکومت ددغه سني ياغيانو د را جلبولو او په  حکومتي چوکاټ کي د را داخ ولو لپاره   محدود او لږ  وخت لري.   هغه  زياتوي:  دا خلک کار او احترام غواړي، او دغه راز، ددې ضمانت  هم غواړي چي د خپلو پخوانيو فعاليتونو په خاطر به بيا محکمو ته نه راکشېږي.  مګر  د عراق اوسنى حکومت چي شيعه گان پکې لويه ونډه لري،  دغه امتياز ور کولو ته چندان زړه نه ښه کوي.

ښاغلي هاشمي وايي:  دغه سني ډلي چي همدا اوس د حکومت په  ملاتړ جنګېږي، په هيواد کي داسي امنيت او ثبات  را وستى دى چي  خپله حکومت  په يوازي سر هيڅکله نسواى  تامينولاى.  اوس نو، که چيري حکومت  همدغو سني ډلو ته  کريډت او امتياز ور نه کړي، دا به يوه خطرناکه بې باکي کوي.  هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکوي او وايي: امريکايي او عراقي عسکر   پوره څلور  کاله  د القاعده پر ضد وجنګېدل، مګر د  امنيت په ټينګولو او د ناکرارو سيمو په ارامولو ونه توانېدل.   همدا اوس،   همدا سيمي  تر کنټرول لاندي دي.  خو داسي برېښي چي يو  څوک غواړي چي همدا تجربه او کوښښ ناکامه کړي.

ښاغلى هاشمي زياتوي:  زما بېره دا ده چي که چيري  حکومت همدغو محلي  جنګياليو ته  پيسې او امتيازات ور نه کړي او د حکومت په چوکاټ کي يې شامل نکړي،  سبا هر څه  پېښېداى  سي.  زه بېره لرم چي همدا خلک بېرته خپل نظر  وا  نه  ړوي.  د هر څ ه د کېدو  امکان سته.

مګر د عراق  شيعه حکومت نه غواړي چي دغه سني جنګيالي پخپل ځان  کي ګډ  کړي او هم يې په  درونو وسلو سمبال کړي.  ځکه   د عراق  د مرګاني فرقوي جنګونو خاطرې  لا تازه او ژوندۍ  دي.

که چيري حکومت سني جنګياليو او مشرانو ته په حکومت کي ونډه ور نه کړي، سنيان به څه  وکړي؟  د سني شورا مشران دې سوال ته  روښانه جواب نه ورکوي.  د بغداد  د يو خطرناکه سني  چم ګاون   مشر - چي شپږ مياشتي پخوا امريکايي عسکرو پياده ګزمه نسواي پکي کولاي، مګر اوس  ازادنه تګ راتګ پکې کوي، وايي:  ددغو ډلو سره بايد هرو مرو مرسته وسي.  موږ   شپږ مياشتي پخوا پوليسو او پوځ ته  د کار لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي، خو تر اوسه څه خبر ندى راغلى. 

د امريکا پوځ همدې سني جنګياليو ته  پدې هيله  د ورځي لس ډالره ورکوي چي ګوندي يوه  ورځ به د عراق د حکومت په امنيتي اورګانونو کي استخدام سي،  مګر  داسي ښکاري چي دامريکا دپوځ  همدا  هيله به چندان  پدې نژدو وختونو کي پوره نه سي.

بلخوا، مقتدا الصدر د عراق په کوڅو او بازارونو کي دوه  روله  لوبوي.  د يوې خوا، د مهدي لښکر د هغو سنيانو په مقابل کي جنګېدل چي ګومان کېده پر شيعه ګانو باندي حملې کوي.  . دبلي خوا،  د ښاغلي الصدر پلويانو  د ر يبو شيعه سياسي ډلو پرخلاف هم جنګ کاوه، په تېره بياد عراق د عالي اسلامي شورا د غړو پر ضد چي همدا اوس د حکومت اکثره امنيتي اورګانونه چلوي.

د عراق په چارو کي، د  بين المللي بحران د ګروپ تحليل گر،هلټرم ن،وايي:  د مقتدا الصدر مهدي لښکر  د دې کال له پيل څخه  څه ارام غوندي دي.  هغوى وايي  موږ به يوازي هغه وخت جنګ وکړو چي پر موږ حمله وسي.  مګر دا ددې مانا نه ور کوي چي ګواکي هغوى  نور نسته.  هغوي ناست دى او حالات څاري.   د مقتدا الصدر دوه اصلي هدفونه پر خپل ځاي پاتي دي.  يو، د بغداد ښار د شيعه ګانو تر ولکې لاندي راوستول دي، او بل  پر خپل شيعه حريف يعني د عراق   پر  عالي اسلامي شورا باندي کاميابه کېدل دي.  ښاغلي هلټرمن زياتوي:  په اوږدې مودې کي  د قدرت پر سر اصلي جنګ د مقتدا الصدر  د پ ويانو او د عراق د عالي اسلامي شورا تر مينځ دى.  همدا سياسي شخړه همدا اوس  شکل اخلي.

بلخوا، د صد اعظم مالکي يو سلا کار وايي:  د صدام حسين  د استبدادي حکومت  يو زهرجن ميراث دا دى چي کردان او شيعه ګان  مدام د مرکزي حکومت په باب شکمن سول. د صدام حسين د ديکتاتورۍ په دوران  کي دواړي ډلي تعقيب او ازار سوي وې.  مګر د صدام د رژيم د ختمېدو را پدې خوا، سنيان ځانونه بې وزنه احساسوي ځکه هغوي کنټرول له لاسه ور کي. 

هغه زياتوي:  شيعه ګان د کړاونو يو اوږد تاريخ لري، مګر اوس نه پوهېږي چي څه وکي.  ايا دوي  بايد مرکزي حکومت تقويه کړي چي پخوا يې پر دوي باندي ظالمونه کړي وو؟   يا د يوه  قوي ايالتي ح کومت د جوړېدو هڅه وکى؟   سنيان فکر کوي چي بايد په دولت کي  د هر څه کنټرول د دوي پلاس کي وي.  سنيان  پدې معامله کي  د يوه مساوي او برابر غړي حيثيت نسي منلاى، هغوى غواړي چي ددې معاملې اصلي غړي وي .  هغه خپل تحليل ته  ادامه ورکوي  او وايي:  هغوى ته ګرانه ده چي  د اوږده سياسي حاکميت  د دو ان له  تاريخ او ميراث څخه په اسانۍ ځانونه خلاص کي.  ښايي وروسته له لسو کالو به دا کار وسي، ښايي دا کار يو نسل وغواړي.

هاري -  واشنګټن