سوړ ژمی ، له واورو ډک واټونه ، سایبریا ته پر ورنژدي دې ښار کې د سړي ا
ونه بوګنوي.
د صبر شني وني په سپینو واورو داسی بار دي چې ته به وایې آسمان ورسره ضد اخیستي
او هوساینه یې پري نده پیرزو.
له سپینو اوبو ډکي ویالي کنګل شوي ښکاري او د لمر له وړانګو سره یې جګړه
وه .
د ژمي ژیړ او بې واکه لمر غوښتل چې کنګل ته خپل زور ور وښيې او ویلي یې کړي، خو لمر په دې موسم کې د
هغه بوډا سړي په څیر چې د ځوانانو پیښي کوي دا توان ندرلود .
نن سهار یوازي د صبر دنګي وني له یخ څخه نه
ژاړي ، سري شونډي ، تورپلن پلن باڼو ګان، کوچنۍ ډنګره زنې ، سره شوي غامبوري ، شني سترګي ، نرۍ غاړه..........
نازکه ملا او پنډ ورنونه یې د پاڼې په شان رپیږي .
یوه روسۍ نجلۍ مې ولیده .
د تور او شنه چاې ترموزونه مې
د واټ تر څنګ په پیاده رو کښیښودل.
نه پوهیدم .
خداې چې په دې نجلۍ څه شوي وو په داسي ساړه سهار کې خو له م
ونږ مهاجرو پرته هیڅ څوک هم دباندې نه وځي .
یوازي هغه کسان خو لا نشو ښولای چې ډیر ظروري کار ولري
.
دا او داسي نوري زر او سل پوښتني مې په فکر کې راغلي او ولاړي، زه خو له اوله هداسي جان غمه او تشویشي پیدا
وی وم .
زمونږ په کلي او ښارونو کې خو به پیغلي څه چې د ۶ بچو مور او حتي د چا په خبر زړي اجاڼۍ هم
دومره وختي له کوره نه وتي.
خلګ وایې چې په دې ملکونو کې ډیموکراسي ده شاید دیموکراسي به همدې ته وایې ؟
زه خو
ملامت نه یم ځکه په کار پسې دې ملک ته را ورک وم همدا مې دنده وه چې سهار وختي به مې د افغانانو دوکانونو ته ځان
ساوه او هغوي ته به مې تود چاې برابراوه روپي به یې را کولي او ګزاره به مې پري کوله .
له ځان سره مې وویل چې
اځه "رام ګوله" له دې نجلۍ نه وپوښته چې څه لټوي ؟ ښایې چې څه مرسته ورسره وکړم؟
دستي مې د چا په خبر د شړومبي د م
چ په څیر ورټوپ کړ او سوچونه مې ور ګډ وډ کړل.
زړه مې دربیده ، لاس او پښو مې پړک اخیستی وو او ژبه مې ګونګۍ ګونګۍ
کیده .
یو ورځ مې همدغسي له یوې روسۍ نجلۍ سره د بانډار هڅه کړي وه داسي یوه تاریخي څپیړه مې ترینه خوړلي وه چې
تر اوسه مې هم مخ سوی کاوه .
ما هم د نورو انسانانو په شان زړه خو ډیر بی غیرته زړه درلود .
هڅه مې کوله چې
څرنګه له دې روسۍ نجلۍ نه چې ډیره کارجنه ښکاریده پوښتنه وکړم ، سل زړونه مې سر یو کړل او بې له ښه او بد نه
دومره ور نژدي شوم چې د عطرو په بوی کې یې ورسره ونغښتم .
کراس ماسکو عطر یې وهلي وه .
دا عطر هر څوک نشي استعم
الولای ځکه قیمتي او ډیر فیشني دي .
ترینه مې په ډير احترام وپوښتل : څه غواړي؟
څوک لټوي ؟
په دې سړه هوا
کې زه درسره څه مرسته کولای شم؟
ما له ځواب سره د څپیړي او کنځا تمه درلوده خو هغي زما د انتظار خلاف
ګرم او ډیر مهربانه ځواب راکړ .
راته یې وویل: " په دې ښار کې یو ملګری لرم بیګا له کوره وتلی بیا دا دی تر
اوسه ندی راغلی."
"شپه خو مې ټوله په سوچ سوچ تیره کړه دا دې چې مټ کې رڼا شوه را ووتم چې پولیسو ته خبر ورکړم
ګوندي هغوي به یې ولټوي او یا به یې آدرس راکړي".
په دې ښار کې هره ورځ په لسګونو نارینه اوښځي واړه او زاړه
ورکیږي چې تا ندي لیدلي ما هم ندي لیدلي.
قناعت مې ورکړ چې نن ورځ هم صبر وکړي انسان دی تر ماښام به یې څرک و
ګیږي خو له ځان سره مې وویل چې په دې ۲۵ ملیونه ښار کې د ورک سړي موندل ډیر ګران دي .
سوچ مې وکړ چې "رام ګوله" هم
دا موکه ده راځه که دې چیرته همدا نجلۍ وغولوله نو ډوډۍ به دې په غوړو سي.
کار وبار به دي ورسره ښه شي ژمی به ګرم
تیر کړي .
په دې ښار کې هیڅ بهرني ته پاسپورټ نه ورکوي خو په یو شرط چې له وطنۍ نجلۍ سره واده وکړي .
د پاسپورت
د خطمیدو مې هم د ګوتو په شمار شپي پاتي وي .
سخت چورت به مې واهه چې خدایه نه څوک پیژنم او نه هم په ژبه پوهیږم
څرنګه به پاسپورټ نوی کړم ؟
هومره پیسي هم نلرم چې کور ته یې راسره یوسم هلته به کورنۍ ته څه وایم ؟
نجلۍ نه
وه رام ګول ته د خدای ورکړي ناببره ډالۍ وه .
دې ښار ته د راتګ لپاره مې بیخي ډیري پیسي لګولي وي د پلا
او مور شته مې ټول خرڅ کړي وو .
خو څنګه به اوس د دې نجلۍ په زړه کې ځان ځای کړم.
داسي ښکلی ځوان او ژبور هم نه یم
چې د ښار نجلۍ په لومړۍ کتنه کې ډیر ژر وغولوم خو کله چې په وطن کې وم او د شوبرات شپه به وه نو ځوانانو به له مانه
فقیر جوړ کړ او هر کور ته به یې زه ور مخي ته مختي کولم.
دا ځکه چې د پښتو سکسي لنډۍ مې ښي په کړس زده وي او مخ به
مې هم په وړیو پټ وو نو چا به نه پیژندم چې دا څوک دی.
لنډۍ به مې ویلي هلکانو به راته تال واهه او کور په کور به
مو غنم ټولول.
سخت ساعت به مو تیر وو ، مونږ به لنډۍ ویلي او میله به هغه وخت نوره هم خوندوره شوه چې زم
ونږ د ملا ( لونګ ماما) لوراني به د کړکیو له چولو را کتل او شنه او سره زري شالونو به یې څراغونو ته سري او
ني لمبي کولي .
نجلۍ زما خبره ومنله او راته یې په روسۍ ژبه بلنه راکړه چې ورسره یې کورته لاړ شم .
خپل کور
یې په لاس را ته را ښکاره کړ .
دا نجلۍ رڼا نومیده .
او لکه څرنګه چې د رڼا نوم ښایسته وو همدغسې یې په
ښایسته او موسکۍ خوله بلنه راکړه چې کورته یې ورسر ولاړ شم.
د دې ښار د خلکو په ژبه هم چندان نه پوهیدم خو
ه تیرو شپږو میاشتو راهیسي چې دلته وم یوازي په دې وتوانیدم چې د پیغلو نجونو ژبه زده کړم ، ځکه د دې ښار نجوني د
خبرو پر وخت تر ژبي په سترګو ډیري غږیږي.
په فکرونو کې ډوب وم چې راته یې بیا وویل راځه څه ته ګوري؟
خپل ترم
وزونه مې را پورته کړل او ورسره کرار کرار د کور په لور روان سوم .
په لاره کې مې له ځان سره وویل چې په ښاریو
نجونو څه باور ده کومه پوډرۍ موډرۍ به وي او مړ دې نکړي د مور رام ګوله ؟
پیاده رو یخی شوی وو ، سړه
په تیره شوي وه ، د رڼا د سرو اوږدو اوږدو موزو ټک او ټوک زمونږ تر منځ حاکم سکوت ماتاوه .
څنګ
په څنګ روان وو کله نا کله به مو یو نیم موټر هم له څنګه په کړس تیر سو او اوبو به یې را وپاشلي .
رڼا به له ځان
سره وغړمبیده خدایه چې څه به یې ویل ښایې چې ډرایورانو ته به یې ښیرا کوله چې ولي یې اوبه ور وپاشلي .
په چرتونو
کې ډوب وم چې د هغې کور را ورسید.
ور ننوتو کور ډیر ګرم او دباندې خورا سړه هوا وه .
چاې یې راوړ او خبري مو سره
پیل کړي
هغې ویل ته څوک یې او زه څوک یم .
په لنډه شیبه کې ښه سره شناخته شوو .
له دې وروسته هغې له ما
خواهش وکړ چې همدلته د دې په کور کې اووسم ځکه یې ویل چې د شپي له خوا ډاریږي او په دې سړه هوا کې یې تر سهاره کړکۍ له
ویري خلاصي پریښي وي او ټلویزیون یې هم په لوړ آواز چالان ساتلی وي .
ما هم ورسره ومنله .
هغې میلمه کړم
خو زه پري مین شوم.
د شپو او ورځو په تیریدو زما او رڼا مینه دومره زیاته شوه چې هغې خپل پخوانی او ورک ملګری
هیر کړ.
رڼا پلار نه درلود مور یې په بل ښار کې تک تنها اوسیدله .
کومه نیمه ورځ چې به رڼا د خپلي مور لیدو
ته ورغله نو زه به دلته یوازي وم ، شپي به مې نه تیریدي په کټ کې به د مار په شان لټ په لټ تر سهاره تاویدم .
وروسته وروسته مو د یوبل د ژوند او کورنۍ په اړه هم په هر څه ځانونه پوی کړل .
د رڼا پلار د پخواني شوروی د
هوایې ځواک صایب منصب وو او په افغانسان باندې د یرغل پر مهال یې الوتکه لویدلي وه .
دا به له تصوره لري دوستي
وې چې د دوو سرسختو دښمنانو اولادونه سره دومره خوږیږي چې حد یې نه وي .
زما پلار هم د پخواني شوروي پر وړاندې
جهاد کې ونډه لرله .
رڼا به ویل چې کله یې پلار ژوندی وو نو څو ځله له خپلي مور او پلار سره افغانستان ته راغلي
وه او همدا وه چې مور یې د رڼا نوم پري یښی وو .
شپږ میاشتي مو سره ګډي تیري کړي .
یوه ورځ رڼا
ناروغه شوه .
په خپلو هډو کې یې د درد احساس کاوه .
روغتون ته مې بوتله او کله چې ډاکټر هغه معاینه کړه نو
یې راته زیری راکړ چې پلار کیږي !
د ډاکټر له دې خبري سره مې په بدن کې یخي یخي اوبه ولاړي او حک حیران شوم چې
دا په څه بلا اخته شوم ؟
کوم واده ؟
د چا پلار ؟
او دا ټول څنګه وشول ؟
ډاکټر نه پوهیده چې زه خو د رڼا
یوازي ملګری وم نه د ژوند شریک؟
له دې ورځي پس رڼا ډیره خوشهاله وه په ژوند کې یې د نوی بدلون د راتګ لپاره چم
توالی نیوه خو زه بر عکس .
د خجالتۍ احساس مې کاوه ځان مې ګرم بلل چې خدایه دا څه در وشول مور اوپلار په
افغانستان کې ته دلته او بیا په پردي وطن کې مینه او بیا ماشوم ..........
اوس راته د رڼا سرو شونډو ، شنو سترګو او
د هغې هر څه هیڅ مفهوم ندرلود .
ورځ په ورځ مې له هغي سره مینه کمه او لا پسي کمیدله خو نه مې غوښتل رڼا را باندې
پوه شي ځکه هغه له زړه پاکه ، مهربانه او له تصوره ډیره صادقه نجلۍ وه ، د یوې افغانۍ کلیوالي په څیر.
خو م
ا شپه او ورځ خوب ندرلود، د خدایه ویره خو مې له یاده ویستلي وه د پلار او مور له ډاره مې د رڼا سره مینه
هم هیره کړي وه .
پینځه نوري شپی هم تیري شوي یوه ورځ د هغي له کور څخه د راوتلو شیبه وروسته دوو پنډو سړو ود
ولم او اخطار یې راکړه چې ته تور سری له دې روسۍ نجلۍ سره د ګرځیدو حق نلري او له هغي باید ځان لري وساتي
.
د هغوي په خبرو مې هیڅ غوږ و نه ګراوه .
کور ته راغلم رڼا پوه شوه چې یو څه خو شوي دي .
نه مې غوښتل رڼا ته د
وغ ووایم ځکه هغي خو په شپږو میاشتو کې د یو ځل لپاره هم دا کوشش نه وو کړی چې راته دروغ ووایې .
یوه په بله
پسي مې ورته د مارکیټ د سړو د خبرو په اړه ورته قصه وکړه .
هغې راته د یو ماشوم په څیر په وار وار ډاډینه را کو
ه چې د دې ښار ځوانان بی روزګاره دې او د یوې پیالې شرابو لپاره هر څوک دروي او بیا یې په یوه بله بانه ځوروي
.
ښایې چې هغي به دا ځل راته د ریښتیا د ویلو خیال ندرلود؟
مګر نه باور مې نه راته چې هغه ماته دروغ
ووایې.
ښایې چې هغه به نه وه خبره چې دا دوه کسه څوک وو ؟
خو ما هم دا کسان د لومړي ځل لپاره لیدلي وو ما هم
نه پیژندل؟
په کوټه کې ځوړند ساعت ټک ټک کاوه .
رڼا راته د تل په شان د میني خوږي خوږي خبري کولي .
لیکن ما
اوس بله لاره غوره کړي وه .
قصد مې درلود چې لویه دوکه ورکړم .
ګرم نه وم ځکه د رڼا ماشوم زما ماشوم نه وه هغه
یوازي د هغې ماشوم وو.
هوډ مې درلود چې نن شپه رڼا هیره کړم او ترینه ځان ورک کړم او نیمه شپه له دې ښار څخه
وتښتم.
رڼا مې په غیږ کې بیده وه .
په مخامخ کوچني میز راته یښې د خوب سور رنګی څراغ مې مړ کړ.
په کرار ک
ار مې له کټ نه ځان را پورته کړ او هڅه مې وکړه چې د سپرینګې کټ ټک ټکاری رڼا له خواږه خوب څخه راویښه نکړي .
په
ډیر احتیاط مې د هغي لاس له خپلي غاړی هیسته کړ او ترینه را ولاړ شوم.
لاسی بکس مې را واخیست ، د برنډۍ بالاپوش
مې را په تن کړ او له وړیو جوړه توره ببره خولۍ مې را په سر کړه .
دا جامې هغې راته اخیستي وي په دې ښار کې معمول
وي.
له آپارتمان نه په چټکو چټکو ګامو را ښکته شوم.
په منډه منډه مې میترو په خوله ورکړه میترو ته نه وم
سیدلی چې یو ګړندی موټر مې په چتکۍ تر بغل تیر سو او زمونږ د آپارتمان مخې ته ودرید.
ور وه مې کتل ، دوه پنډ پنډ
سړی چې د ما په څیر توري جامي یې پر تن وي په منډه منډه آپارتمان ته ور وختل .
دا همغه کسان وو.
شیبه به تیره
وه چې د ګولیو دوه دری غږونه مې تر غوږ شول .
افغان وم که څه هم نن شپه مې د لومړي ځل لپاره بي غیرتۍ ته ملاتړلي
وه خو نه هیڅ ټیک رانغی او سمدستي مې بیرته د آپارتمان په لوري مخه کړه .
اوس نو کار تر کار تیر شوی وو .
د
ڼا آپارتمان ته چې ور ننوتم باور مې نه کاوه .
هغه سړي چې سپین مخ او سره غوټ غوټ شونډان درلودو او بریتونه یې
هم د باغیرت کس غوندي ښکاریدل خپل ملګري ته ویل:
مړه شوه ؟
هو مړه شوه ؟
ژر شه چې پولیس خبر نشي .
سمدستي
مې په آپارتمان کې لویه چیغه کړه .
هیڅ فایده یې نلرله .
اوس رڼا د تل لپاره په خوب بیده شوي وه .
ما ویل چې
ګوندي ګاونډیان به راشي او له دې کسانو به مو وژغوري خو نه کار تر کار تیر وو .
هیڅ چا راسره د هغې د ژغو
ني هڅه ونکړه .
رڼا هک حیران کتل ته به وایې چې لا همغسي بیده ده .
دا دواړه کسان د مافیان غړي وو.
په دې ښار
کې مافیا خورا خطرناک کسان دي پولیس هم ترینه ډاریږي.
د سترګو په رپ کې ۶ اوه کسه نور هم آپارتمان ته
اوختل او زما لاس او پښي یې را وتړلي ، خوله یې را پلستر کړه ، او په منډه منډه له کور څخه ښکته شول .
لس
دقیقي وروسته پولیس را ورسیدل .
قاتلان له سیمي تښتیدلي وو .
پولیسو زه بوتلم او دا دری نیم کاله
کیږي چې د همدي ښار په مرکزی زندان کې بندي یم .
زه قاتل نه وم خو باور لرم چې که چیرته ما په همغه شپه رڼا
یوازي نه وای پریښي نو خامخا به مې له دې وژونکو ژغورلي وه .
خو اوس زه ځان ته د یو قاتل په سترګه ګورم .
هیڅ څ
وک تر نن ورځي ندي پوهیدلي چې اصلی قاتلان څوک وو .
قانون ته زه او ما ته هغه کسان قاتلان وو چې رڼا یې
زما د سترګو پر وړاندي په ډزو وژلي وه .